دا چي انحصاري سازمانونو دین څخه فقط د ثروت د تولید د پروسې د سرعت لپاره د کاري ځواک تشویقولو او د دوئ ترمنځ د نظم او ډسپلن ساتلو په مقصد کار اخیستی اوس په دې اړه نوو علمي څیړنو، میتوډونو، ماشینري او ټیکنالوجي د هغه موثره معادل پیدا کړی دی. همدا علت دی چي په نړۍ کي دوئ د دهریت پرچار پیل کړی دی او په ټولنو کي دیني ارزښتونه ورځ تر بلي ضعیفه کیږي. دا چي اسلامي ارزښتونه د خپل حقانیت په اساس تر نورو باطلو او تحریف سوو ادیانو د ارزښتونو په مقایسه ډیر مقاوم ثابتیږي د نورو ادیانو څخه استثناء بلل کیږي. اسلامي ارزښتونه یو خو محکم دي او بل د ټولني د اغلب کثریت او بېوزله تریني طبقې د بنسټیزو حقوقو دفاع کوي او فلسفه و احکام یې فوق العاده معقول او منتقي دي. هر شخص چي قرآن په تفهیم سره ولولي نو پرته د درنګه به دا ومني چي دا قرآن د هر یوه بشر لپاره د فردي خپلواکي قباله ده او د دده د بنسټیزو حقوقو مدافعې وکیل. نو په همدې ااساس دوئ د اسلامي ارزښتونو د بینه وړلو په برخه کي نقده انعام (باونټي) اعلان کړې ده. اوس د چین دهري نظام هم پر ایغوریانو باندي تجارب پیل کړي دي. د هند بت پرستان هم د هند پر مسلمانانو باندي ډول ډول تجربې کوي. فرانسویان بیا کارټونونه پر جوړوي. د افغانستان، پاکستان او عربي نړۍ دهریان بیا د فحشاء، رقص و سرود ترویج ته کش ورکړی دی. په زرهاوو د اسلامي دین ږیره خریلي او ږیره وهلي علماء لګیا دي د علمانیت په تبرونو د اسلامي ارزښتونو پر ونه ګزارونه کوي. ټوله لګیا دي چي یوه داسي لار راوباسي چي د هغه په تطبیق سره د اسلام دین د مسلمانانو او په مجموع کي د ټوله بشریت په منځ کي داسي نیست و نابود کړي لکه د هسپانیې څخه چي مسلمانان ورک سول. دوئ د اسلام په ورکولو سره غواړي چي د هغه معنوي ارزښتونو فلسفه او منتق ورک کړي چي د بشري ټولنو د چارو او اړیکو په تنظیم کي د مادي ارزښتونو سره په سیالي کي تل برتره ثابتیږي او یو شخص یا یوه ډله د هغه په موجودیت کي مطلق انحصار تر ډیره حده نه سي ساتلای. په دې برخه کي دا سازمانونه ډیري پانګوني کوي. د مثال په توګه کله چي دا سازمانونه د اسلام د مبین دین سره مخامخ سول، په لمړي سر کي د دوئ ټوله شیطاني سیاستونه د الهي دین په ځپلو کي پاته راغلل. اسلام پر زناء او لواطت بندیزونه ولګول، خلګ یې د خپلو زینتونو پټولو ته وهڅول، د مسکراتو استعمال یې لغوه کړ او پر نارینه وو یې طلاء او وریښم حرام وګرزول. د خلګو د عامه خدماتو سرچینو انحصار یې وغانده او د هغوئ د وقفولو طریقه یې ترویج کړل. حکومت یې د عامه خدماتو څارونکی وګرځاوه او هغه مالیات چي د الله تعالی ج لخوا پر ثروتمندانو وضع سول، بیوزله، کونډیاني، یتیمان، بندیان، مسافر او نور اړ کسان یې د هغه مستحق وګرزول. د اسلامي قانون د ضعف نقطه داغه ده چي د ټولني د کمزورو، غافلو او بې وزلو ساتنه یې د ټولني پر لیوانو باندي واجب کړل، چي دا خبره پر ثروتمندانو او قدرتمندانو باندي درنه تمامیږي (کټمټ لکه یو فارغ الوباله شخص چي د کوڅې د کثافاتو په راټولولو مامور کړې). حال دا چي په واقعیت کي غافل او ویده انسانان په اوږدمهال کي بې وزله او غریب ګرزي. ویښ او خواریکښه انسانان په اوږدمهال کي د ثروت او قدرت سرچینو ته رسیږي. دا یو طبعي دوران دی چي په هرو څو نسلونو کي ثروت مندي کورنۍ غړي او د بېوزله کورنیو غړي یو له بله سره موقف الیشوي. دې سازمانونو په مسلمانانو کي د داسي قدرتمندانو او ثروت مندانو سره لاس یو کړ چي نه یې غوښتل چي د خپلي ټولني د بېوزلو په چوکیداري کي خپل ټول عمر تیر کړي. بلکه دا یې غوښتل چي د هغوئ لوڼي او خویندي ځانونو ته ورقصوي. د هغوئ ځوانان خپل مریان کړي او د خپل ثروت د زیاتوالي اله یې وګرزوي. دا وو چي لمړی یې شیعه فرقو په نوم داسي فکري یاغي ډلي رامنځته کړې چي د اسلام د بنسټیزو اخلاقي ارزښتونو څخه یې انکار کاوه. د بیلګي په توګه اسلام تل د رښتیا ویلو امر کړئ وو. شیعګانو به ویل چي مصلحتي دوراغ (تقیه) روا ده ځکه چي حضرت علي رض د لمړیو درو خلفاء راشدینو په لاس درواغجن بیعت کړی وو. که ده په درواغو دا درې خلفاء نه وای منلي. په مسلمانانو کي خونریزي رامنځته کیدل. دوهم دا چي کفارد قرآن په مثل کلام رامخته کولو کي عاجز سول نو شیعګانو په مرسته یې هڅه وکړل چي د قرآن اعتبار ور متضرره کړي. دا دعوه یې وکړل چي د قرآن هغه لس سیپارې چي د حضرت علي رض سره وې، هغه نه دي پکښي شاملي او خلفاء راشدینو په دې قرآن کي لاسوهنه کړې ده. چي دلیل ځني وپوښتې، دا دلیل وایي چي زموږ د ۱۲ امامانو نومونه ولي پکښي نه سته. چي زموږ د ۱۲ امامانو نومونه پکښیکي وای نو بیا دا قرآن (نعوذو بالله) نه وو تحریف سوی. په اسلام کي موقتي جنسي اړیکي منع سوي وې. دوئ راولاړ سول د صیغه (متع) په نوم یې زناء بیرته روا کړل. په دې دلیل چي وایي حضرت علي رض د ابوالفضل عباس د مور سره صیغه کړې وه. یعني هر ناروا شی چي دوئ ځان ته روا کړی دی هغه یې یو ځل پر حضرت علي رض تړلی دی څو ځان ته یې روا کړي. هغه مبارک یې د دې ګناه مرتکب ثابت کړی دی بیا یې نو دا حرام شی ځانونو ته حلال کړی دی. دا چي د شیعګانو فتنې څومره اسلام او مسلمانانو ته زیان واړاوه او لا یې وراړوي، د هغه بحث څخه به تیر سو. خو بیا هم د مسلمانانو اکثریت برخه اهل السنت والجماعت مسلمانان د نبوي اسلام سره خپلي اړیکي وساتلې او دا فتنه فقط د مسلمانانو د یوې کوچنۍ شهوت پرسته ډلي د ګمراه کولو سبب سول او د قرآن عظیم الشان تحریف چي د دې ډلي د رامنځته کیدو عمده هدف وو، هغه ناکام پاته سو. کله چي دا سازمانونه په دې پوه سول چي د قرآن عظیم الشان تحریف د دوئ د وس کار نه دی نو یې په مسلمانانو کي د تفرقې اچولو او د شریعت پر خپل څرخ راڅرخولو لپاره یوه بله دسیسه رامنځته کړل. دا چي د قرآن عظیم الشان د حفظ وروسته چي د نبوي امت خواخوږو امامانو ډیره توجه ورته وکړل هغه د نبي ص سنت او طریقه وه. چي د ژوند چاري او عبادات چي په څه طریقه نبي ص اجراء کولې، هغه په امت کي پاته سي او تحریف نه سي. په دې برخه کي که موږ د اسلام د څلورو امامانو هڅو ته متوجه سو، هغوئ هڅه کول چي نبي ص ته منصوبي واقعي خبري د فقهي مسائلو په تشریح کي حفظ کړي او بیغمبر ص ته منصوبي درواغ او تحریف سوي خبري د سند حیثیت غوره نه کړي. دا هغه د فتنې ډکي وختي وې چي اسلامي خلافت ړنګ سوی وو او مسلمانان د خودسره قریشي ډیکټاټورانو لخوا اداره کیدل. د امامانو د خدماتو په پایله کي اسلامي فقهي رامنځته سوې چي حنفي فقهه تر ټولو بارزه، غني او پیاوړې فقهه پکښي ثابته سول. دا چي دې سازمانونو لپاره بیغمبر اکرم ص ته منصوبو د ځانه جوړو سوو روایتونو ته د سند ورکولو زمینه برابریدل، سل کاله تیر سول او د موضوعي احادیثو فتنې د ۱۹۴ هجري څخه بیا تر ۲۷۹ هجري په زمانه کي سر راپورته کړ. دا هغه وختي وې چي د تابعینو د خواریو په برکت واکمنه طبقه د علم په افادیت پوه سوې وه او د تعلیم نظام پرمختګ کړی وو. کاغذ، قلم او سیاهي هم پریمانه سوې وه. په داسي وختو کي د یهودي سازمانونو ستر ارمان یعني د نبوي سنت د تحریف فتنې د صحاح سته (شپږ صحیح کتابونه) په نوم عملي بڼه غوره کړل. د اسلام د فقهي د تدوین او علمي عروج زمانه د هارون رشید تر زمانې پوري وه. په دې وخت کي څلورو اسلامي فقهوو په عامو مسلمانانو باندي پراخ نفوذ خپور کړی وو او مسلمان ولسونه دومره پوه سوي وه چي د خپلو واکمنانو څخه یې د بنسټیزو اسلامي اصولو پایبندي غوښتل. د هارون رشید زوی الامین څخه بیا د المقتدر پوري زمانه د عباسیانو د انحطاط زمانه وه چي د خراسانیانو فتنې اوج ته رسیدلي وې او د خراسانیانو وروسته د منګولیانو فتنو نور هم اسلامي تمدن ته زیان واړاوه. د بصیرت خاوندان حتماً دې نقطې ته متوجه کیږي چي د صحاح سته د سلسلې دا شپږ لیکوالان او شپږ کتابونه (صحیح مسلم، سنن نسایي، سنن ابو داود، سنن ترمیذي، سنن ابن ماجه او صحیح بخاري) په پرله پسې توګه به داسي زمانه کي ظهور کوي چي اصلاً اسلامي نړۍ د یوې مسئولیت پزیره سیاسي رهبري څخه بې برخې ده. دا هغه زمانه وه چي پر اسلامي نړۍ واکمنو د قریشي کورنیو خلیفه ګانو دا ټولنه کټ مټ په داسي طریقه اداره کول لکه د صلیبي جنګونو په زمانه کي چي اروپایي واکمنانو د اروپا ملتونه اداره کول. دلته دا سوال پیدا کیږي چي و دې شپږو کتابونو ته چا د صحاحو لقب ورکړ. عجیبه لا داده چي د صحاح سته په پلویانو کي بیا خپله اختلافات راپورته سول چي شپږ سره صحیح نه دي یوازي دا صحیح بخاري او صحیح مسلم صحیح دي هغه نور څلور نه دي صحیح. دلته عام مسلمان ته به دا سوال پیدا سي چي د احادیثو داسي مجموعې سته چي په امت (اهل السنت والجماعت) کي د پخوا څخه ډیري معتبري وې لکه د امام مالک رح موتا. داسي نور مستند د احادیثو مجموعې هم وې چي د څلورو فقهو په علماوو کي یې اعتبار لاره خو په هغو کي یو هم د دې صحاحو په مجموعه کي نه سو شامل. بیا چي دا خبره مطلق د نظره وباسو چي د بعثت څخه تر ۱۰۰ کاله زیاتي زمانې وروسته څنګه امکان لري چي یو څوک دي اصلي احادیث د جعلي احادیثو څخه فلټر کړي او داسي فکر وکړو چي دا ښاغلی امام بخاري صاحب او امام مسلم صاحب (دا چي دوئ منظم پیرویان نه لرل د امام د لقب مستحق خو نه راځي خو د اختلاف د ختم لپاره به یې موقتاً په امامامو کي شمار کړو) بیخي د پیغمبر اکرم ص په زمانه کي تیر سوي دي او د احادیثو د صحت د پرتله کولو اصول یې ټوله ورسره ومنو. حد اقل په دې مجموعو کي باید داسي خبره نه وي موجوده چي هغه د دوئ صحت غلط ثابت کړي. د بیلګي په توګه په خپله وینا کي اختلاف. که چیري د صحیح بخاري کتاب په یوه حدیث کي راغلې موضوع د داغه کتاب بل حدیث غلطه ثابت کړي نو بیا موږ وایو چي دا مجموعه په خپل منځ کي اختلاف لري نو دې ته موږ په هیڅ صورت صحیح نه سو ویلای. دا وهابیان، یا سلفیان، یا اهل الحدیث هغه فرقه ده چي د دې شپږو صحاحو پر بنسټ یې د اهل السنت والجماعت د څلورو سره فقهو څخه بغاوت وکړ او د دې فقهوو پیرویان یې مقلدین وبلل او تقلید یې بیخي د ښکنځلو معادل لغات وګرزاوه. اوس چي د یوه سلفي زوی بد چم وکړي. دا نه ورته وایي چي د سپي زو یا د خره زو. ورته وایي چي او د مقلد زو. دوئ وایي چي دا شپږ د احادیثو مجموعو او قرآن شریف ته د لاس رسي په صورت کي موږ خپله هره مسئله را ایستلای سو. هیڅ یو مسلمان اوس و دې تدوین سوي فقهي ته اړتیا نلري او نه یې هم د اصولو مرائتولوباندي مکلف دی بلکه دې څلورو فقهو ته د فرقو نوم ورکوي. نن موږ عملاً وینو چي اهل حدیث ورځ تر بلي دومره په تفرقه او اختلاف کي لویدلي دي چي د هر سلفي عالم دین شاګرد چي خپلي زده کړي تکمیلي کړي پر ټلویزون یا یوټیوب یې ویډیو وینو چي د خپل استاد خبري غلطي ثابتوي. ښه مثال یې دا ذاکر نایک دی چي د اهل حدیثو او سلفیانو د ډلي سره یوځای کیدو سره یې مالي سرچینې وموندلې اوس خپل ټي وي چینل لري، لاکن اوس غواړي چي د اهل صحیح حدیث تر عنوان لاندي خپله ډله د اهل الحدیثو څخه جلا کړي. دلته د دې پراخي تفرقې علت دغه په صحاح سته کي موجود داخلي اختلاف دی (یعني کله چي یو کتاب یا یوه د کتابونو مجموعه صحیح ومنو نو په هغوئ کي موجود تضاد او اختلاف مو هم صحیح وبلی، بیا موږ د عمل په ډګر کي دا اختلاف نامشروع نه سو بللالی). یعني کومو علماوو چي دا کتابونه ولیکل او کومو واکمنانو چي د دې کتابونو په نشر کي مرسته وکړل هغه په دې اختلاف خبر وه. هغوئ قصداً دا کار وکړ چي هغه مسلمانان چي د شیعت په دام کي راګیر نه سول، هغوئ د شرکي تصوف په فرقو کي راګیر کړي او هغه چي د دې دامه ووځي هغه بیا د اهل الحدیثو په دام کي راګیر سي او په دې کار سره دوئ پر یوه شریعت باندي د دوئ د تجمع مخه ونیول سي. دا ځکه چي که د مسلمانانو یوه اعظمه کتله پر یوه فقهي مجموعه باندي اتفاق وکړي نو بیا واکمنان، ثروتمندان د هغه د بنیادي اصولو پایندي ته مجبوریږي. علماء به د ځانه اوتي بوتي نه سي ویلای. یو عادي د روزانې مزدور به ورته پورته کیږي چي ښاغلی مولانا صاحب، برایي مي فلانی کتاب کتی ستا دا خبره پکښي رد سوې ده. اوس خو چي عالم ته دا خبره وکړې، دستي درته وایي چي هغه فلانی کتاب دي لکه چي نه دی کتلی یا د داغه کتاب هغه بله صفحه بیا بیرته زما خبره تائیدوي. یعني زموږ دا پلورل سوي علماء کټ مټ دبني اسرائیلو د علماوو په څیر د صحاح سته په شکل احادیثو مجموعې ته داسي تحریف سوې بڼه ورکړې ده چي یوځای کي پکښي راځي چي په لمانځه کي نارینه لاسونه پر تیانو ونیسي، بل ځای کي بیا راغلي چي ایله یې ونیسئ، بل ځای کي بیا تر نامه لاندي.... یعني عام مسلمان یې په دین کي ورک کړی دی څو دوئ خپله دوکانداري پر ټولو وچلوي. و دې زریفي نقطې ته بیا نه دي متوجه چي کله د دین احکام مبهم سي نو په عوامو کي د دین څخه د انحراف میلان زیاتیږي.
دې سازمانونو د مادي ارزښتونو د انحصار په برخه کي بشپړ تخصص لاسته راوړی دی. دوئ د اقتصادي فعالیتونو څخه لاسته راغلي عوایدو د ویش د تنظیم په سیسټم کي د نفوذ د لاري د ثروت پراخ زخایر رامنځته کوي. بیا د ثروت د دې پراخو زخایرو په مټ د بارسوخو، ماهرو او هغه استعداد لرونکو اشخاصو د پیرلو هڅي کوي کوم چي په عادي شرایطو کي د خپلي ټولني د ټولنیز ژوند د سمون په لاره کي هڅه و هاند کوي. داسي خلګ الله تعا لی ج د ټولنو د وګړو د ټولنیز ژوند د اداره کولو لپاره پیدا کړي دي. دا پدیده د ټولنیز ژوند لرونکو حشراتو لکه میږیان، اوینه، مچمچۍ او داسي نورو د ځالي په مطالعه کي مشاهده کولای سو. ماده حشره یو ډول هګۍ اچوي خو د ځینو څخه کاریګر میږیان، د ځینو څخه عسکر میږیان، خیني یې ماده او ځیني یې نر میږیان ځني جوړیږي.
دا سازمانونه چي کله یوه ټولنه د برید لاندي راولي نو لمړی د ټولني رهبري نظام مطالعه کوي. که چیري د یوې ټولني رهبري نظام داسي وي چي و یوه شخص، یا د اشخاصو یوې ډلي ته یې د ستر اعتبار په اساس خپلو ساختارونو د اداره کولو واک سپارلی وي او دا امتیاز میراثي بڼه ولري نو دا مافیاوي د واکمن شخص یا واکمني ډلي ته د شراکت وړاندیز کوي. شراکت عموماً په داسي عایداتي پروژه کي کیږي چي د اړوند واکمن د ادارې لاندي جغرافیې څخه بهر وي. دا ځکه چي دا مافیاوي د تولید د سرچینو د استحصال د لاري ګټه کوي چي په دې کي د انسانانو د طبعي زیرمو د لوټلو او کله هم د انسانانو د غلاکولو فعالیتونه پکښي شامل وي. لوستونکی به وایي چي دا کارونه خو عموماً د جګړو پر مهال امکان لري چي یو هیواد پر بل هیواد برید کوي او دا خبره یې صحیح ده. دا سازمانونه خپله ګټه په داسي شکل پلټي چي یوه بشري ټولنه دومره ضعیفه کړي چي هغه د بهرني یرغل په مقابل کي د مقاومت توان دلاسه ورکړي او بله ټولنه بیا دومره پیاوړې کړي چي یرغل ته اماده سي. کله چي د یوې پیاوړي ټولني رهبري د دوئ سره شراکتونه پیل کړي نو د شراکت یو شرط دا هم وي چي دې سازمانونو ته په خپله قلمرو کي د ازادانه فعالیت اجازه ورکړي. دا سازمانونه په هغه ټولنو کي خلګ استخداموي او خپل اثرورسوخ پراخوي. دوئ خپل مستخدمین تشویقوي چي په ټولنو کي په جلا جلا توګه جلب وجذب وکړي څو د رهبریو فرعي محراقونه رامنځته سي. کله چي موږ د یوې ټولني انسانان ووینو چي په فرقو ویشل سوي دي، یو دبله بد وړي، په ځپل منځ کي شخړي سره کوي او یو له بله غلاوي او خطا ایستل سره کوي او مشران یې یو له بله سره په روابطو کي هم وي؛ باید پوه سو چي د نړیوالو سازمانونو د جلب وجذب پروسه په خړپ و ترپ سره دوام لري. کله چي د یوې ټولني وګړي په خپل منځ کي سره وویشل سي نو بیا دا سازمانونه د رهبري د ردیفونو د دوهم صف او دریم صف رهبرانو د غیر رسمي او نامشروع استخدام پروسه پیلوي. کله چي دا مرحله تکمیل سي نو د ردیف د لمړي صف د رهبر یا رهبرانو پر ضد کودتاه رامنځته کوي. په دې کار سره دا سازمانونه په ګټه کي خپل شراکتداران دبینه وړي او د هغوئ پر ځای د خپلو اجیرانو په توګه دا دوهم صف رهبري واک ته رسوي. کله چي د دوهم صف رهبري په زوره واک تر لاسه کړي نو د پیله څخه د هغه عمومي ولسي اعتبار او مشروعیت څخه بې برخي وي چي د لمړي صف رهبري ځني برخمنه وه. په ټولنه کي بغاوتونه او مخالفتونه پیلیږي او ولسي دواطلبه جنګیالي د یوې معتبره رهبري د احیاء لپاره وسلواله مبارزه پیلوي. ټولنه د کورنۍ جګړې خوا ته ځي او دا سازمانونه د یوې بلي سالمي ټولني د رهبري سره په پټه خوله په جګړه ځپلې ټولنه د یرغل په پروژه کي شراکت کوي. دا سازمانونه کله کله د یوه ولس پر ضد د دوو یا درو دولتونو سره هم خبره کوي. هر څومره چي د شراکت متمني دولتونه زیاتیږي هغومره د دې سازمانونو لپاره د چنه وهلو او خپلي ګټي د لوړولو زمینې هم زیاتیږي. د دې پروسې ښه مثال په امریکا کي د ولس مشر کنیډي وژنه او په افغانستان کي د محمدزیو شاهي نظام ړنګیدل راوړلای سو. کنیډي او ظاهر شاه په افغانستان کي د کوکنارو د کښت او قاچاق په کاربار کي د ملیارډونو ډالرو سهیمان وه. کینیډي او ظاهرشاه یو له بل سره شخصي ملګرتیا اړیکي لرلې چي په دې اساس د امریکا نورو چارواکو په افغانستان کي د کوکنارو د کښت په چارو کي مستقیمه مداخله نه سوای کولای. دا چي دې سازمانونو په امریکا کي کینیډي وواژه او په افغانستان کي شاهي نظام ړنګیدو وروسته کورنۍ جګړه رامنځته سول او هیواد ته د امریکا سیال شوروي خپل عسکر راوستل. طبعي خبره وه چي د امریکا یوې استخباراتي ادارې ته د مداخلې لار خلاصه سول څو مستقیماً هغه قاچاقبر استخدام کړي چي د بزرګرانو څخه په ناچیزه بیه ازاد بازار د قابت د لاري د ګرانبیه مخدراتو خام مواد تر لاسه کړي. په دې مثال کي موږ ته دا خبره دومره مهمه نه ده چي په افغانستان کي د مخدره توکو د خامو موادو د پلور د ګټي زیاته برخه چا انحصار کړل. بلکه مهمه خبره دا ده چي د ملیونونو وګړو څخه جوړ افغان ولس اویا و اتیا کاله د یوې عیاشي کورنۍ د څو غړو د بوټو تلیان څټل او په ټولو ونه توانیدل چي د دې کورنۍ واک ورنسکور کړي او خپل سیاسي حقوق بیرته لاسته راوړي او یوه وړوکې مافیا د خپل پراخ پروګرام د یوه وړوکي فعالیت په ترڅ کي د دې کورنۍ اقتدار ته د ګوتو په څنډلو د پای ټکی ایږدي. دلته موږ پوهیدلای سو چي دا سازمان یا د سازمانونو اتحادیه څومره پیاوړې ده، یا دا چي د دوئ په مقایسه موږ منحیث د یوه ملت څومره ضعیفه یو. په نړۍ کي مطلق ضعیفه نسته چپله د انسانه څخه او مطلق پیاوړی نسته پرته د الله تعا لی ج څخه. د انسانانو په منځ کي ضعف او قوت نسبي جنبه لري او دا نسبت متحول حالت لري او مطلق نه دی. نن چي موږ دا سازمانونه وینو چي د نړۍ په هر هیواد کي د خپلي خوښي حکومت په رامنځته کولو یا د خپلو ولسونو د نارضایتي سربیره پر واک ساتلو کي دومره بریالي دي، دا معنا نلري چي دوئ مطلق ځواکمن دي، دا په دې معنا ده چي موږ د دوئ په نسبت ضعیفه یو. په سوریه کي ولس د علویانو د بانډ د واکمني پر ضد راپورته سو. په ملیونونو انسانان یې ووژل سول (چي ځني یې مردار سوي او ځني یې شهیدان سوي دي). خو د بشار الاسد پر خپل واک پاته سو او د روسي ځواک تر چتهري لاندي بیرته د واک د دوام هیله هم ورته پیدا سوې ده. عام سوریایان به لکه سپي بیرته غاړه ورته ایږدي. په عراق کي د صدام حکومت چي بیا دې سازمانونو یې د بینه وړل وغوښتل، هغه یې په ډیر بریالیتوب سره یې په ظرف کي د یوې میاشتي د بینه یووړ. د طالبانو حکومت خو یې په یوه پوف داسي باد باد کړ چي دا زموږ د انبیاوو وارثین تر اوسه پوري حیران دي چي دا څه راوسول. خپل مقتدیان راته بلا سول. هغه چي په موږ پسي یې تراویح کولې په هغوئ کي د سي آی اې هغه جاسوسان هم راوختل چي په سټلایټ کي به یې د طالبانو د پوستو کورډیناټونه ورکول. د ملا خاکسار دا به په هغه شپو کي چا زړه ته اچولي وای چي د شورا نظار ایجنټ دی او اوس هم ډیر خلګ دا خبره زړه ته نه اچوي چي دا ملا یعقوب، حقاني برادران، ملا عباس ستانکزی، سهیل شاهین، ذبیح الله مجاهد، امیرخان متقي او شهاب الدین دلاور دي د کفارو جاسوسان وي (که څه هم د لوبي تحولانو ښه سم په رسمي ډول رسوا کړي دي). وای چي د پښ کور وسو، ښه سو. د ۹/۱۱ پيښه او د افغانستان اسلامي امارت سقوط دوئ ته یوه ګټه وکړل چي یو څه خاکساره سول. اوس چي ورته ووایې چي دا سهیل شاهین، مولوي شهاب الدین دلاور، قاري یوسف احمدي، عباس ستانکزی، انس حقاني ډاکټر نعیم او دا نور ټوله د یهودي سازمانونو اجیران دي چي په دې سړو او تودو کي نه یو ځني په پاکستان کي بندي سو، نه زخمي سو، نه شهید سو؛ که یې زړه ته نه اچوي، هغه د پخوا په شان ګریوان ته نه در حمله کوي. د عباس ستانکزي په اړه خو ټوله طالبان معلومات لري چي د مسکو څخه راغلي. انس حقاني په عربي هیوادونو کي خپلي عیاشئ کولې، چي د طالبانو لپاره د ډیپلوماسي په ډګر کي دروازې خلاصي سوې په تلوار یې راوستی پل چرخي ته او د دې ځایه قطر ته ولاړی. انس حقاني و سراج الدین حقاني په وچه کلکه سپینسترګي ځانونه په پلچرخي او بګرام کي په واسطه بندیان کړل څو په راتلونکي کي سیاسي کریدیټ واخلي. که نه په دې محبسونو کي د بندي کیدولو حق د هغه طالبانو وو چي د جهادي عملیاتو په ترڅ کي بندیان سوي وه. د پل چرخي اصلي بندیانو ته د هغوئ بند هیڅ ګټه ونه کړل او دا په واسطه بندیان سوي هغه دی پر موږ باندي حکومت کوي. هغه نور هم چا په اسلام اباد کي او چا په حیات آباد کي خپل مالونه وهل، چي د قطر دفتر خلاص سو بیا یې د قطر په دفتر کي خپل روشونه وهل. د تیرو شلو کالو د جګړو په طالبانو کي ډیر با استعداده، مخلص او د اتلولي سابقه لرونکي خلګ راپورته سول، یوه هم داسي ترفع نه ده کړې چي مهم ډیپلوماټیک موقف ته دي رسیدلی وي. هغه د تیرو دیرښو او څلویښتو کلونو لایق رهبران یې ډیر شهیدان سول یا پر کورنو کښینستل. په کویټه کي د طالبانو پر مشرانو چاودني وسوې، څوک وویشتل سول، څوک بمبار سول، څوک د پیښور په روغتونونو کي په مرموز ډول ووژل سول، ددې لپاره چي دا ډاکتر نعیم، عباس ستانکزي، انس حقاني، شهاب الدین دلاور، قاري یوسف و دوئ ته ورته نورو بې کفایته جاسوسانو ته میدان چغالي سي. د هیواد دا وروستي سیاسي تحولاتو هم ډیره مرموزه او غیر معقوله جنبه لرل. د طالبانو په رهبري کي چي کومو مشرانو د جګړې د شدت او د جنوبي برخو په ښارونو د بریدونو خبري کولې، کله چي طالبانو جګړه پیل کړل نو بیا هم دوئ وه چي دښمن سرسخته مقاومت کونکو ته د لار ورکولو قومندې یې ورکولې او عامه عفو یې ورته کول. هغه ملي اردو چي پر کلیو او کورونو او ولسي میله ځایونو یې د ډي سي توپونو بریدونه کول، چي کله جګړې زور واخیستی نو داغه ملي اردو جنګ نه کاوه او طالبانو ته تسلیمیدل او طالبانو هم د جیب خرڅ سره خپلو کورونو ته استول. اوس ټوله نړۍ خبره ده چي د طالبانو په صفوفو کي د ژبورو، زړه ورو، دیانتدارو او پوهانو کمښت نسته. د طالبانو د رهبري پر مهمو موقفونو باندي د کمزورو استعدادونو او کمزوري سابقې شخص موجودیت په هیڅ صورت د توجه وړ نه دی. عام طالبان هم دا شیان ویني چي یو څه عاجزه سوي دي. په سیاسي مبارزو کي د عجز او خاکساري علامه د هغه د پیاوړتیا نښه ده. پخوا چي مو ورته وویل چي د داسي امیرالمومنین اطاعت مطلق حرام دی چي د کافرانو په لاس کي وي، جنګ به یې درسره کاوه. کله چي د ملا محمد عمر په موضوع کي د سلیمان علیه سلام د پیریانو کانه په وسول (هغه مړ وو او دې فدایانو به د فدایي عملیاتو څخه وړاندي پیغامونه وراستول چي موږ خو لاړو په دې دنیا کي به ته زموږ د قربانیو ثمرې ساتې، دا چي بیا دا انتحاري ورسته عالم برزخ ته رسیدلی وي او لوی ملا صاحب یې هلته لیدلی وي. بیا به یې نو خود جنجال ورسره کړی وي چي ته دلته څه کوي؟ موږ چي ویل ته هلته یې....که داسي خبر وای نو موږ انتحاري څه کوئ ستا د تشي ډکولو هڅه به مو کولای....دی به ورته وایي چي تاسي خپله بېباکه یاست، فدایي برید ته د تللو څخه وړاندي به مو زما د لیدلو غوښتنه کولای)؛ اوس چي ورته ووایې چي ملاهیبت الله اخنزاده هم وژل سوی دی، نو لږ تر لږه جنګ نه ځني کیږي. ځکه چي دومره پوه سوي دي چي احتمال یې سته. داسي امیرالمومنین چي هره جمع پر منبر ونه دریږي او خطبه راته ونه وایي او چي د خطبې د پیل تر مخه ولس یو سپیناوی ځني وغواړي، دی سپیناوی ورنه کړي؛ امیرالمومنین نه دی او نه کیدای سي. .
دا سازمانونه یوازي په هغه ټولنو کي د اقتدار د جګړې د اورلمبو وژلو ته زمینه برابروي چي په دې پوه سي چي په هغه ټولنه کي د خپل یوه بنسټیز حق یعني خپلواکي مدعي نور نه دی پاته او هغه ټولنه نور د دوئ چور او چپاو ته لکه د بې څښتنه ډک کور اماده پرته ده. د یوه انسان د خپلواکي حق په دې معنا دی چي دی د نورو انسانانو سره د ځمکي د طبعي سرچینو په تصرف کي شراکتداره دی. کله چي دا شخص خپل د خپلواکي تر حق تیر سي نو بیا طبعاً د دې نړیوالو مافیاوو مریی دی چي د ده څښاک، خوراک، پوښاک، عزت، حیثیت، ملکیت، ژوند، مرګ ټوله د همد ې مافیاوو په واک کي دي. دا مافیاوي د خپلو لاسپوڅو افرادو او حکومتونو په هر صورت دفاع کوي تر هغه وخته چي اړتیا ورته ولري او د دوئ اړتیا نه ختمیدونکې ده. دوئ تر مرګه د دې مریي څخه کار اخلي. هو هغه مهال نور دا شخص د دوئ نه دی په کار چي کله یې خپله خپلواکي وغوښتله. د اسلام سپیڅلي مبین دین د مریيتوب پدیده بشپړ نه ده لغوه کړې، ځکه چي د ډیرو احمقو او کمزورو انسانانو پالنه د ډیرو ثروتمندو او زورورو لخوا د همدې مریي او بادار د تعلق په اساس کیږي او ډیر انسانان خپله خوښوي چي مریي یا وینځیاني و اوسیږي. د هغه په عوض یې پر بادار باندي د مریي یو شمیر حقوق تعین ک عوض یې پر بادار باندي د مریي یو شمیر حقوق غوه کړې. د ه پر بله. اسلام ړي دي. هغه دا چي مریی او مینځه د واده حق لري، د خپلو عوایدو د ملکیت حق لري (بادار تنها پر دې عوایدو باندي د مالیې د تعینولو حق لري). اسلام د مریي ازادول یو د ثواب کار بللی دی او امت یې تشویق کړی دی چي د مریانو په ازادولو کي مرسته وکړي. موږ کولای سو چي د صدقاتو پیسې د غاړو په ازادولو کي ولګوو. یو شی چي تل په مسلمانانو کي ډیر حساس پاته سوی دی، هغه د کافر مسلمان سوي مریان دي. مسلمانانو به حتی د هجرت څخه وړاندي کلونو کي هڅه کول چي د کفارو مسلمان سوي مریان په پیسو رانیسي او هغوئ ازاد کړي. دا چي موږ کله کله خبریږو چي اروپایانو پر افریقا بریدونه وکړل نو ډیر اسلامي هیوادونه یې هم فتح کړل او مسلمانان به یې مریان ګرزول. دلته د هغه وخت د قریشیانو مسئولیتپزیري تر سوال لاندي راځي چي همیش یې د پیغمبر ص سره د نیژدې والي له سببه د امارت د حق دعوې لرلي دي. چي هر ځای چي په غیر جنګي یا غیر بحراني حالاتو کي مسلمانان خپل مشر ټاکي نو یو شمیر غاښک (هغه د مخ دوه غاښه چي یې غټ وي) علماء کښیني چي وګورئ، که یو قریشي یا اهل بیت (سادات) موجود وي، حق اولیت و هغه نه ورکړئ. په هر صورت! کله چي د دې مافیایو غړی د کوم داسي جرم مرتکب سي چي جزاء یې د هغه هیواد په قانون کي مرګ وي، په هغه هیواد کي قاضي، څارنوال او واکمن ته امر کوي چي دا شخص وژغوره، او په ورته وخت کي چي عادي سړی ورته جرم وکړي هغه اعدامیږي. یعني د یو عادي مجرم موږ د سزا څخه په هغه صورت هم نه سو ژغورلای چي قانون ورته واړوو. خو د دې سازمانونو اجیر دنافذه قوانینو د قیده ښوی وځي. مثال؟؟؟؟ جنرال پرویز مشرف، عبدالفتاح سیسي، بشار الاسد...... ځکه نو دا خبره ډیره اړینه ده چي د ټولني خلګ د قانون څخه سرغړوني د نیژدې څخه و څاري. عاملین یې وپیژني او د هغوئ په سزا رسیدلو پروسه وڅاري. دا خبره ځکه ډیره مهمه ده چي په دې مافیاوو باندي روږد ډیر داسي د کرایي قاتلین سته چي د دې مافیاوو لپاره د قتل خدمات سر ته رسوي او د مافیاوو لخوا د قانون څخه ورکړل سوي معافیت څخه د لوچګي او د شخصي اهدافو لپاره د خلګو د حقوقو تر پښو لاندي کولو کار اخلي. د عصمتیانو او رازقیانو د مظالمو په شپو کي ډیر داسي اڅکزي وه چي د یوه ډیر ناچیزه دولتي موقف په مټ یې ستر ستر ظلمونه کول او د طالبانو په تیره دوره کي به چي هر نورزی د ملابخت ماد و د حافظ مجید آلو په شفتالو خپل وو نو ټوله کندهاریان به یې خپل مریان بلل. کله چي د یوه هیواد ولس د خپلو داسي واکمنانو پر ضد عمومي پاڅون وکړي چي د هغه بقاء د دې سازمانونو اړتیا وي نو د هغه هیواد د خپلواکي مبارزې څخه د کرکټ ټیسټ سیالي جوړه سي. وروره یو وار خپلواکي غوښتونکي په څو ډلو وویشل سي، بیا نوي ډلي پکښي پیدا سي. بیا د دې ډلو څخه ځیني په خپل منځ کي سره وخوري. ځیني یې بیا پټ د ظالمو واکمنانو د استخباراتو سره معاملې پیل کړي. د حکومت پرزولو یوه رسمي نورماله پروسه پر غوایمه واوړي. یو مثال یې سوریه ده، بل مثال یې لیبیا ده او دریم مثال یې په مصر دی، څلورم مثال یې فلسطین، پنځم مثال یې الجزایر او داغسي پسي ورځه. حسن مبارک ملعون پر ضد ولس راپورته سو او پاڅون یې د عبدالفتاح السیسي ملعون پر واکمني پای ته ورسیدی. هو، دا یوه نورماله پروسه ده چي ولس ته داثابته سي چي واکمن فاسد سوی دی باید لیري سي او یا واکمن نظام ټوله فاسد سوی دی، باید د بیخه و ایستل سي. فساد په هیڅ صورت سره جواز نلري. لکه په یوه ټولنه کي چي یو شخص لوجګي پیل کړي، څو شریف اشخاص یې پر ضد باندي دریږي. چي څو اشخاص په اتفاق سره لوچګي پیل کړي ټوله قوم یې پر ضد باندي دریږي. کله چي یو قوم په اتفاق سره لوچګي پیل کړي، څو اقوام یې پر ضد باندي دریږي. او کله چي یو ملت لوچګي پیل کړي نو بیا ملتونه یې پر ضد باندي دریږي. دا ځکه چي د لوچګي سلوک د بشريت ټولنیز نظام لپاره د زهرو حیثیت لري، که دا ټولنیز نظام د یوه هیواد داخلي نظام فرض کړو، د څو هیوادونو خپل منځی ټولنیز نظام فرض کړو او که ټوله نړیوال چاپیریال فرض کړو.
دا نړۍ د بشریت ګډ کور دې. د اویجي پر مخ چي څه جګړې کیږي، انسانان پکښي تلف کیږي، طبعي زیرمي د بینه ځي، د پیاوړو انسانانو نسلونه پکښي خرابیږي. په پایله کي یې د یوه مشخص زمانه په محدوده کي ژوند لرونکي یوڅو انسانان موقتاً یوه ناچیزه ګټه ترلاسه کوي.
په دې خو ټوله اسلام او کفر موافق دی (په استثنا د ځینو مشرکو صوفي فرقو څخه) چي دا نړۍ درالاسباب ده. یو الله تعالی ج بلاکیف اجرآت کولای سي، انسان چي هر څه کوي د اسبابو په مټ یې کوي. دا نړیوال یهودي سازمانونه هم خپلي لوبي په بلاکیف ډول پر مخ نه بیایي. په هره ټولنه کي خپل اجیران لري، چي د واک ګدۍ ته دې سازمانونو رسولي وي. هغه یې ساتي او هغه یې روزي. او یو خاین او فاسد شخص که د دوئ منظم اجیر نه وي، هم داسي دی لکه د دوئ قراردادي. ځکه چي څوک فساد کوي د زر، ښځي، هلک او ځمکي لپاره یې کوي. دا سازمانونه دا هر څه په عالي کیفیت ورته برابرولای سي. دا چي نړیوال یهودي سازمانونه یوه ټولنه څنګه ضعیفه کوي، یو څو تکتیکونه به یې لاندي ذکر کړو نور قضاوت دي پر لوستونکو پاته وي چي زموږ په چاپیریال کي په واقعت سره دا لوبي جریان لري او که نه. بیا کیدای سي چي موږ ته دا سوال هم حل سي چي دا زید اخندزاده و حماد اخندزاده ولي یو ځل رباني و حکمتیار خطا ایستل او بیا ملا عمر و جلال الدین کباړي (حقاني) خطا ایستل او بیا هم د سیاسي سودابازیو څخه لاسونه نه اخلي.
تر ټولو عامه حربه د دې سازمانونو د دایمي عوایدو د سرچینو لاسته راړلو تکتیک دی. عام انسانان د عوایدو لاسته راړلو لپاره داسي خدمات او مصنوعات ټولني ته وړاندي کوي چي هغه د ټولني د عامو وګړو مبرمه اړتیا وي لکه غذا، جامې، کسب، بشري قوا. دا سازمانونه د انسان د اړتیاوو پر ځای د انسان د خواهشاتو د تسکین پر مصنوعاتو باندي پانګونه کوي لکه مسکرات، مخدرات، جنسي خواهشاتو تسکینونکي اسباب او ساعت تیري لوازم. د ټولي نړۍ فاحشه خانې، شراب خانې، تفریحځایونه او مخدره موادو کاروبارونه د دې سازمانونو په لاس کي دي. په دې برخه کي د دوئ مهم تکتیک د انحصار دی. کله چي د یوې ټولني د اړتیاوو دوامداره اړتیا مشخصه سي، دا سازمانونه او د دوئ اجیران هغه کاروبار د انحصار هڅه کوي. نور خلګ نه پریږدي چي د پراخیدونکي بشري اړتیا په وړاندي عرضه وکړي (یعني انحصار معنا دا چي هرڅومره د اړتیا سرچینې قبضه کولای سې، هغه قبضه کړه او هغه چي نه سې قبضه کولای هغه تخریب کړه). په عامه اصطلاح کي دې ته قبضه ویل کیږي. دا سازمانونه خپل مریان ټولني ته د خپلواکو سرمایه داره شخصي متشبثینو په توګه وړاندي کوي. هغه د دې سازمانونو لپاره جایدادونه خریداري کوي، صنعتي او تجارتي فعالیتونه کوي. واقعي مریی د یو شمیر هغه امتیازاتو څخه محرومیږي چي خپلواک انسان یې باید ولري. مثلاً مریی د ملکیت حق نلري ځکه تشبث هم نه سي کولای، د شخصي نظر څرګندولو حق نلري (ځکه نو د جرګو په تسامیمو کي ونډه نه سي اخیستلای)، داوطلبانه خدمات نه سي عرضه کولای، مسئولیت نه ورسپارل کیږي. مریی فقط د خپل بادار خدمت کولای سي او مشخص امر به مني او د غلطي په صورت کي بادار سزا ورکوي. ځکه نو د دې مافیاوو مخفي مریی د ټولني د ازادو انسانانو په منځ کي باید یو ډیر خطرناکه عنصر وګڼل سي. دا خپلواک انسانان دي چي ملکیت لري، تشبث کوي، د خپل ژوند د اسایش لپاره د نورو خپلواکو انسانانو سره د مشترکو اهدافو لپاره ګډ ژوند د یوه تړون په اساس غوره کوي او حتی نور ازاد انسانان مریان کوي او په خپله قبضه کي یې ساتي څو د خپل بادار امر پر تطبیق کړي (ښه بیلګه یې د شیعه او سني صوفي فرقو پیران، شیخان او اغا ګان دي). لکه نارینه او ښځه د کورنۍ د تاسیس لپاره د واده تړون کوي، کورنیاني د خپل خوندیتوب او ژوند د اسانتیا لپاره کلي، ښارونه، ایالتونه او هیوادونه جوړوي. د ګډو سرمایو لکه مساجدو، مدارسو، روغتونونو، سړکانو او جغرافیې د ساتني لپاره واکمنان ټاکي چي دا واکمنان بیا بیرته د همدې کورنیو څخه اهل و قابل افراد د ټولنیزو خدماتو لپاره په اجوره دروي. د اجیرانو د مطلوبو قابلیتونو د روزني لپاره مدارس، دارالعلومونه، حربي او حرفوي زده کړو مرکزونه جوړوي. د دې کار د مصارفو لپاره د ټولني هر وګړی د خپلو عوایدو یوه برخه ورکوي چي مالیات ورته ویل کیږي. دا چي د ټولني څخه بنسټیزه ګټه هر فرد ته د ګډ ژوند په برکت حاصلیږي او دا ګټه د بشر په ټولو لاسته راوړنو کي بنستیزه ونډه لري نو ځکه الله ج چي د ځان لپاره کومه مالیه (زکات) غوره کړې ده، هغه یې د ټولني د بیوزلو وګړو د بنسټیزو اړتیاوو لپاره وقف کړل. که نه الله تعالی ج په خپله اراده د هر بیوزله اړتیا مستقیماً د پوره کولو بشپړ توان لري چي په دې خبره کي د کوم شک ګنجایش نسته. د دې خبري د ښه وضاحت لپاره به یو کوچی یا خوار بزګر په داسي وحشي سیمه کي خوشي کړو چي د فقط د ژوند بنسټيز لوازم لکه اوبه، ګیاه او ښکار موجود وي او یو به د ښار سرمایه داره په داسي سیمه کي خوشي کړو. بیا کال څومیاشتي بعد وګورو چي سرمایه داره هلته څومره سرمایه جمع کړې ده (که ژوندی پاته وو، په دې شرط)او په مقابل کي هغه خوار کوچي یا بزګر څومره خپل ژوند سم کړی دی. راته ثابته به سي چي دا د ټولني سرمایه دارانو خپل ثروت د دې ډیرو خلګو په مټ خپل کړی دی، نو ځکه د ټولني بیوزله د سرمایه داره په دنیا کي د زکات په اندازه حق لري. دا سازمانونه د ټولني سرمایه داران د ځان سره شریکوي او د عامو وګړو د استحصال او شکولو کي یې د ځانه سره ملګري کوي. دوئ عام خلګ مفلس او وږي ساتي څو دې ته یې اړ کړي چي د دوئ مریتوب ته غاړه کښیږدي. بل مهم تکتیک د دې سازمانونو دا دی چي په علمي او ادبي ډګر کي استعداد لرونکي او موثره انسانان په خپلو ساختارونو کي جذبوي. د دې ډول جلب و جذب لپاره دوئ په ټولنو کي ډول ډول فرقې راباسي چي په یو شکل د شکلونو د ټولني د ثابتو ارزښتونو سره په ټکر کي وي لکه په اسلامي ټولنو کي شیعګان، اسماعیلیان، بریلویان، اهل الحدیث او په غربي ټولنو کي ایل جي بي ټي کیو، ایف کې کې او داسي نور. داسازمانونه خپل صفوفو د پاکو خلګو څخه تل پاک ساتي او چټل خلګ یې خوښیږي. دا چي پاک خلګ خپلي ټولني ته مخلصه وي نو ځکه د خپلي ټولني قوانینو، اصولو او ارزښتونو ته ځانونه پایبنده ساتي. که یوه ټوله اداره د فاسدانو څخه ډکه وي او تنها یو پاک شخص یې په مینځ کي مقرر سي، د دې ټولوفساد ته بند اچوي نو ځکه دا ټوله هڅه کوي چي د بینه یې یوسي. اکثره په مرموزو وژنو کي داسي خلګ د بینه ځي. دا سازمانونه عموماً په یوه ټولنه کي داسي خلګ استخداموي چي یا خو ځانونه د ټولني د عامو وګړو څخه ډیر فوق ګڼي او یا پردي او یا هم داسي کسان چي د خپلو شهواتو او خواهشاتو په لاره کي خنډ ټولنیز اصول نه مرائتوي. دا سازمانونه تل هڅه کوي چي د خپل وس تر بریده د ټولني د مسئولیت پر موقفونو باندي هم داسي خلګ راسي چي یا خو د ټولني د بنسټیزو اصولو، مقرراتو او قوانینو څخه خبر نه وي او یا یې په قصه کي نه وي. لکه په افغانستان کي رسمي موقفونو کي تل د اقلیتي فرقو او نورو ځایو څخه را ناقل سوي کورنیو غړي ځکه زیات دي چي دوئ د افغاني ټولني د اکثریتي کتلې یعني پښتنو د اسلامي او پښتني ارزښتونو په قصه کي نه دي او د دې ارزښتونو د پاللو په سبب یې د پښتنو څخه نفرت هم راځي. په افغانستان او پاکستان کي د پښتنو او بلوڅو د توکموژني یو عامل دا وو چي د دې ټبر مشرانو په شخصي چوکاټ کي د دولتونو څخه امتیازات غوښتي وه نه په قومي یا ملي چوکاټ کي. مثلاً زموږ کوم مشر په پاکستان یا افغانستان کي دې ته توجه کړې ده چي د اردو، پولیسو، ملکي خدماتي یا اکاډمیکو ادارو کي یا د قراردادونو او شرکتونو د جوازونو په حصول کي دي د خپلو خلګو په ونډه پسي ګرزیدلی وي. پایله یې دا ده چي په هر هیواد کي ځای میشتي ولسونه پایمال دي. د یهودي سازمانونه د دولتونو د انحصار په لاره کي مریانو ته زیاته اړتیا لري. او دوئ خپله دا اړتیا پر ضعیفه ملتونو باندي د جګړې د تحمیلولو د لاري تسکینوي. بیا هم دامریان پیاوړو ملتونو قلمرو ته راولي او هغه کارونه په کوي چي ځای میشتي وګړي به په مرګ هم ورته رواداره نه سي.
د ټولني د معنویاتو تحریف هغه لمړۍ حربه ده چي دا سازمانونه کار ځني اخلي چي په واقعیت کي د ټولني د انحلال لپاره لاره هواروي. په دې برخه کي ښه مثال د الهي ادیانو راوستلای سو. د یهودو ملایانو د خپل وخت د اشغالګري امپراتوري سره د مخفي معاملې په ترڅ کي د تورات اوزبور احکام تحریف کړل او په دې لاره کي خنډ حضرت زکریا علیه سلام او حضرت یحیی علیه سلام یې په شهادت ورسول. الله تعالی ج عیسی علیه سلام د نوي شریعت سره مبعوث کړ او انجیل یې ورته اعطاء کړ او معجزې یې ورکړې څو خلګ د ملایانو د درغلي څخه آګاه کړي (د نوي شریعت د نشعت پروګرام اصلاً د سرور کاینات پیغمبر اکرم ص د بعثت سره پیلیدونکی وو). دوئ د هغه مبارک علیه سلام د شهادت هڅه وکړل. عیسیعلیه سلام د الهي ارادې په اساس ژوندی او سالم اسمانونو ته ولاړ چي ځمکي ته بیرته راتګ او دلته د پاته ژوند د تیرولو وعده یې موجوده ده . دوئ انجیل هم تحریف کړ. الله تعالی ج خپل وروستی نبي حضرت محمد ص د شریعت سره په داسي ټولنه کي مبعوث کړ چي د دوئ د مستقیم واکه وتلې وه او خپل شریعت یې په ټوله نړۍ کي خپور کړ. نن د الله ج کتاب د هر خوار او غریب په کور کي پروت دی. دې یهودو هر څه وکړل، ولسونو ته یې رشوتونه ورکړل. اسلامي سیاسي نظام ړنګ سو خو الهي شریعت باقي پاته سو. د شعوبیه تحریک پیل سو چي وروسته د شیعه او شرکي صوفي فرقو په ډول پراختیا وموندله. د صحاح سته ډرامه یې پسي جوړه کړل چي د سلفي یا اهل الحدیثو فرقوي سلسلو موجب سول خو د قرآني تعلیماتو عملي تفسیر نبوي سنت د څلورو سترو اسلامي فقهو او بالخصوص د حنفي فقهي په شکل د وخته لا محفوظه سوی وو.
وروستي