د ميرمنو په وجود کې ترټولو حساس جنسي غړی؛ د (clitoris) په اړه اووه  حيرانونکي مالومات 

clitoris چې په دري ژبه کې ورته چوچوله وايي د نجونو او ميرمنو په وجود کې د تناسلي سېسټم تر ټولو حساس غړی دی. clitoris د نارينو د تناسلي آلې په ډول ځيني ځانګړنې لري. دغه لېکنه کې د clitoris په اړه اووه  حيرانونکي مالومات در سره شريکوو. 

۱- د ښځينو د تناسلي غړي (مهبل) د کوچنيو شونډو په سر کې يوه کوچنۍ دنده شتون لري، چې د clitoris په نوم ياديږي. clitoris د نارينه د تناسلي آلې په ډول د ښځو د وجود د تناسلي سېسټم تر ټول حساس غړی دی. 

۲- clitoris کې ۸۰۰۰ عصبي رشتې شتون لري چې د دغه برخې د جنسي حساسيت سبب شوي دي. د نارينو په تناسلي آلې کې بيا د عصبي کوچينو رګونو يا رشتو شمېر د clitoris دوه برابره يا ۱۶۰۰۰ ته رسيږي. 

۳- clitoris له ۱۸ برخو جوړ شوی دی چې د نارينه د تناسلي آلې په ډول د سختوالي ځانګړنې لري. ميرمنو کې د جنسي انزال سبب همدغه برخه ده چې له لمس وروسته انزال منځ ته راوړي. 

۴- په عادي ډول سره د clitoris اندازه تر ۱۶ ملي متره وي، خو هغه وخت چې ميرمنې په جنسي ډول تحريک شي نو دغه برخه ۳۰۰ سلنه لويږي او اندازه يې تر ۸ سنتي متره رسيږي او پړسيږي. د clitoris دغه لوېدنه د نارينه د تناسلي آلې په ډول ده. 

۵- clitoris د ښځو د وجود هغه برخه ده چې د لاسونو او پښو د نوکانو او د وجود د وېښتانو په ډول نمو کوي. دغه برخه کې په هر عمر کې نمو کوي او لويږي. يانې که چېرې يوه ميرمن د خپل عمر اتيا کلنۍ ته هم رسېدلې وي، clitoris وده کولی شي. 

۶- شوې څېړونو اړوند د ښځو په وجود کې د clitoris يوازينۍ دنده د جنسي هڅونې او تحريک منځ ته راوړل دي. دغه برخه د اولاد پيدا کېدو او تکثري سېسټم په نورو چارو کې هېڅ رول نه لري. 

۷- clitoris په ټول ميرمنو کې يو څېر اندازه نه لري، غټ، کوچی او همدا ډول يې رنګ توپير کوي. خو د clitoris اساسي دنده چې جنسي تحريک دی په ټولو ميرمنو کې يو شان ده.