افغانان سولې ته د رسېدو لپاره اوږده، ستړې او له ګړنګونو ډکه لار په مخ کې لري.
که په ټوله کې د افغان سولې په تړاو خبره وشي، نو د امریکا او طالبانو تر منځ په قطر کې شوې هوکړه په وروستیو دوو لسیزو کې د سولې په برخه کې یو ستر پرمختګ او لاسته راوړنه ده، که څه هم بیلا بیلو پړاوونو ته لاړه او بېلابېلو غاړو یې د زیانمنېدو هڅې هم وکړې، خو د یادې هوکړې په پایله کې د بندیانو تبادله هغه څه وو او دي، چې په دې ستړې او له ګړنګونو ډکې لارې کې د نور تګ هيلې رازغونوي ، خو ددې هر څه سره، سره دا یوه ستړې او لویه لار ده، چې هر وخت پکې د هر څه د پېښېدو امکان لیدل کیږي.
ځکه؛ په لومړیو کې ولسمشر محمد اشرف غني د ټولو ۵ زره طالب زندانیانو د خوشې کېدو سره سخت مخالفت وښود او دا یې سره کرښه وبلله، خو له دې وروسته د یو لړ فشارونو په پایله کې د بندیانو تبادله پیل شوه، او بلاخر تر دې ځایه راورسېده، چې وسله والو طالبانو له خپلي لوري د افغان حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان آزاد کړل او افغان حکومت د یادې ډلې ۴ زره ۶۰۰ بندیان آزاد کړل، او د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو آزادول ولسمشر غني له خپل صلاحیت څخه پورته وکڼل، چې همغه وو د یاد شمېر طالب زندانیانو د خوشې کول د پریکړې په موخه یې د سولې مشورتي لویه جرګه راوبلله او د درې ورځو له تېرېدو وروسته جرګې پریکړه وکړه، چې پاتې ۴۰۰ طالب بندیان دې ازاد، خو د اوربند په درشل کې دې بین الافغاني مذاکرات پیل شي.
د جرګې له پریکړې وروسته ولسمشر د جرګې پریکړه د افغان دولت او هر افغان پریکړه وبلله او زیاته یې کړه، چې د پاتې طالب بندیانو د خوشې کولو حکم به لاسلیک کړم . چې په پایله کې د امریکا، پاکستان او طالبانو په ګډون په پراخه کچه د ولسمشر د دغې پریکړې هرکلی وشوو.
بل خوا د جرګې او افغان حکومت د دغې پریکړې وروسته طالبانو بیا ویلي، چې دوي د یوې اونۍ په بهیر کې د بین الافغاني مذاکراتو لپاه چمتو دي، خو که یاد شمېر بندیان یې آزاد شي.
که څه هم افغان حکومت د دغو طالب بندیانو د آزدۍ په تړاوو د جرګې د پریکړې په تطبیقولو ځان مکلف بولي، خو دلته پوښتنه دا ده، چې ولې طالبان لا هم د جرګې په دې پریکړه ډاډمن نه او لا هم وایي، چې که بندیان یې آزاد شي، نو مذاکرات به پیل شي؟
آیا مذاکرات به پیل شي؟
که په ریښتا هم د بندیانو تبادله د بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې خنډ وي، نو د دغه خنډ د لیرې کېدو په حال کې ښکاري، خو پوښتنې دا دي، چې آیا طالبان به د لوی مشورتي جرګې او افغان حکومت دغه وړاندیز، چې باید د اوربند او یا هم اورکم په صورت کې مذاکرات پیل شي، ومني که نه؟
او یا هم که هغوی دغه وړاندیز ونه ومني نو آیا افغان حکومت به د اوربند او یا هم اورکم په نشون کې مذاکراتو ته چمتو شي؟
دا او دې ته ورته نورې یو شمېر پوښتنې هغه څه دي، چې ښایي دا پروسه یو ځل بیا ځنډنۍ کړي،
ځکه که طالب یو ځل بیا د تېر په څېر په خپل دریځ کلک ودریږي؛ لکه څنګه چې د بندیانو د تبادلې په برخه کې په خپل دریځ ولاړ وو، نو که دلته یو ځل بیا په خپله هغه خبره ټینګ پاې شي، چې وایي د اوربند او اورکم په تړاوو به د مذاکراتو له پیل وروسته خبرې کوو، نو ښايي دا پروسه چې په درې څلورو ورځو کې یې د دواړو لورو له خوا د پیل خبر ورکول کیږي یو ځل بیا له ستر او اوږد ځنډ سره مخ شی.
که مذاکرات پیل شي..
د مذاکراتو د پیل پر وړاندې د دې هر څه او ټولو پوښته سره، سره که مذاکرات پیل شي، نو داوړه لوري به تر کومه ځای یو بل ومني، تر کومه ځایه به د یو بل وړاندیزونه ومني؛ ځکه چې دواړه لوري خپلې ځانکړې موخې او سپارښتنې لري له یو خوا د طالب وسله والو یو شمېر هغه غوښتنې او مادې چې د هغوي لپاره ښايي سرې کرښې وي.
او له بل خوا د افغان حکومت او خلک هغه غوښتنې او خبرې چې په وینا يې باید په هیواد کې په بیلابیلو برخو کې د وروستیو نولس، شلو کلونو پرمختکونه په نظر کې ونیول شي او همداراز باید له طالبانو سره د مذاکراتو پر مهال هم له پامه ونه غورځول شي.
که چېرې یو ځل بیا طالب لوری داسې یو غوښتنه ولري، چې ولسمشر غني یو ځل بیا ووایې، چې دا زما له صلاحیت څخه پورته دی، نو آیا بیا به شاوخوا ۳۳۰ میلیونه افغانۍ مصرف کیږي او بیا به لویه مشورتي جرګه راغوښتل کیږي؟
باید وویل شي، چې دلته خبره د ۳۳۰ میلیونه افغانیو د مصرف خبره نه ده، بلکې خبره دا ده، چې ښایي په دا ډول کړنو سره د افغان سولې دا بهیر چې له کلونو وروسته یې یو ځل بیا په هیواد کې د سولې د ټینګښت لپاره د افغان ولس هیله رازغونې کړې، نو امکان لري، چې یو ځل بیا دا هیلې مړاوې کړي.
او یو ځل بیا د کلونو کلونو لپاه د جګړې په اور کې د سوزیدو ترخه تجربه تکرار او د بیا لپاره د داسې موقع په انتظار کښېني، چې کلونو وروسته یو ځل بیا مذاکرتو ته کښېني.
نو په ټوله کې ویلي شوو، چې د افغان سولې لار او بهیر یو ستر، ستړی کوونکی، له خنډونو او ګړنګونو ډک بهیر دی دا چې دواړه لوري افغانان دي، نو په خپل مظلوم ولس دې رحم وکړي نور دې له خپلو ګټو تېر شي او یو داسې پریکړې ته دې ورسیږي، چې د زوریدلي او کړیدلي ولس په ګټه تمامه شي.
وروستي