بین الافغاني خبرې، شته هیلې او نامعلوم برخلیک

افغان ولس ریښتنې سولې ته د رسېدو او له دغه راولاړ شوي فرصت څخه د ګټې اخستنې لپاره تل لاس په دعا دی او په قطر کې د شوې هوکړې وروسته یې هیلې ورځ تر بلې د زرغونېدو په حال کې ښکاري؛ ځکه افغانان د دې تپل شوې جګړې څخه چې هېڅ ګټونکی نه لري او نه به یې ولري ستړې شوي دي او بل دا چې سوله هېڅ بایلونکی نه لري، خو د افغانانو تر منځ د خپلمنځي مذاکراتو لپاره د دغه موقعې د راولاړېدو له امله د افغان ولس له هیلمندۍ سره، سره لا هم د دې پروسې په تړاوو یو شمېر پوښتنې او اندیښنې موجودي دي.  
 
لومړی دا چې ولې په لوی لاس دا پروسه د خنډ او ځنډ سره مخ کیږي؟ ولې د طالب زندانیانو په تړاوو د رابلل شوې مشورتي لوی جرګې پریکړه لا هم نه ده عملي شوې؟  
 
که افغان حکومت یې عملي کېدو ته ژمن نه وي او یا نه و، نو ولې یې جرګه رابلله؟ او همداراز که مذاکرت پیل شي نو نور به څه کیږي، دواړه لوري به له یو بل څه ډول غوښتنې ولري او په پایله کې دا پروسه به تر کومه حده بریالۍ تمامه شي؟  
 
دا ټولې هغه پوښتنې دي، چې د خلکو د هیلمندۍ سربېره یې خلک په دې پروسه شکمن او د دې د بریالي کېدو په برخه کې اندښمن کړي دي.  
 
مذاکرات ولې ځنډېدلي؟ په وروستیو کې که وګورو، نو د بین الافغاني مذاکراتو د نه پیل په برخه کې تر ډېره بریده افغان حکومت سستي کړې او کوي یې، نو د همدې له کبله د دې بهیر د نه پیل په برخه کې افغان حکومت ګرم ښکاري او هغه ځکه چې طالبانو په ځلونو په دې ټینګار کړی، که بندیان یې خوشې شي، نو سمدلاسه دوي د مذاکراتو د پیل لپاره چمتو دي، خو د دوي د پاتې بندیانو په تړاوو ولسمشر غني لوی جرګه راوبلله او جرګې د دې غوښتنو سربېره، چې باید اوربند او یا اورکم وشي، نو باید د مذاکرتو د پیل او د دې بهیر د بریالي کولو په موخه دې د طالبانو پاتې بندیان ازاد شي.  
 
سره له دې چې افغان حکومت د جرګې د پریکړې د عملي کولو ژمنه وکړه، نو تر څنګ یې ښاغلي غني یاده پرېکړه نه یوازې د جرګې پرېکړه، بلکې یاده پریکړه یې د افغان ولس او هر افغان پرېکړه وبلله، خو لا هم نوموړي د عملي کولو په برخه کې څه، چې لږ تر لږ د افغان ولس دغې پریکړې ته یې تر دې دمه هېڅ ارزښت نه دی ورکړی، نو د همدې له امله د مذاکراتو د پیل پر وړاندې لا هم دا ډول ستر خنډ موجود دی.  
 
بل خوا بیا ډاکټرعبدالله پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې سولې ته د افغانانو لېوالتیا په وروستۍ لویه جرګه کې څرګنده شوه او د ده په ټکو نور باید د ولس رنځ ته پای ورکول شي.  
 
زما په نظر که د ولس رنځ ته د پای ټکې د ایۍښودو په هڅه کې یاستئ، نو لومړی د ولس پریکړې ته احترام وکړئ، ځکه په دې حالتو کې د بین الافغاني مذاکراتو پیل د ولس او په ټوله کې د جرګې په پرېکړې پورې تړلی ښکاري.  
 
د لوی جرګې د رابللو پر مهال ځینو داسې نظرونه ورکړل”مونږ هغه ملت يو چې د جرګو او مرکو ښه فرهنګ لرو او د همدې تاريخي فرهنګ له لارې محمد اشرف غني دا وښودله چې (( لويه مشورتي جرګه )) مو له سولې لرې کوي نه، بلکې نږدې کوي مو”.  
 
خو تر دې دمه د ډیری تحلیلګرانو دا تحلیل او نظر سم نه دی ثابت شوي؛ ځکه تر اوسه معلومه نه شوه، چې څه ډول مو سولې ته نږدې کوي پر داسې حال چې د جرګې پرېکړه نه عملي شوې او نه یې د عملي کېدو لپاره کار روان دی، یوازې د افغان حکومت په استازولۍ یو او بل او یوه اوبله اداره بیا کله، کله لږ تر لږه همدومره وایې لکه څنګه چې د ملي مصالحې عالي شورا وایي، چې د بندیانو د تبادلې لړۍ باید بشپړه شي.  
 
که څه هم د طالب وسله والو په خبره دوي د خپل لوري د افغان حکومت د بندیانو د ازادولو بهیر بشپړ کړی او په وینا یې د افغان حکومت زر تنه بندیان یې آزاد کړي، خو لا هم افغان حکومت د یادې ډلې دا خبره نه تايئدوي، نو له همدې امله ښایي د لوی جرګې د پرېکړې د نه عملي کېدو یو لامل همدا وي، که څه هم یو شمېر نورو هیوادونو هم د پاتې طالب بندیانو د آزادېدو سره مخالفت ښودلی.  
 
داسې سوله کوو، چې جمهوریت پکې خوندي وي. د افغان حکومت او وخت ناوخته د یو شمېر لوړپوړو چارواکو لخوا په ځلونو دا خبره کیږي، چې په هر ډول کیږي او هر څه کیږي باید په هیواد کې جمهوریت خوندي وي.  
 
لکه څنګه چې  د بهرنېو چارو وزارت نوماند وزير محمد حنيف اتمر وايي، چې حکومت طالبانو سره داسې سوله کوي چې تلپاتې وي او د افغانستان اسلامي جمهوريت په کې خوندي وي. 
   
نو دلته دا پوښتنه پیدا کیږي چې آیا طالبان به دا شرط ومني، پر داسې حال کې چې هغوي د امارت غوښتونکي دي؟    
که مذاکرات پیل شي..
د مذاکراتو د پیل پر وړاندې د دې هر څه او ټولو پوښته سره، سره که مذاکرات پیل شي، نو داوړه لوري به تر کومه ځای یو بل ومني، تر کومه ځایه به د یو بل وړاندیزونه ومني؛ ځکه چې دواړه لوري خپلې ځانکړې موخې او سپارښتنې لري.  
 
 له یو خوا  د طالب وسله والو یو شمېر هغه غوښتنې او مادې چې د هغوي لپاره ښايي سرې کرښې وي او له بل خوا د افغان حکومت او خلکو هغه غوښتنې او خبرې چې په وینا يې باید په هیواد کې په بیلابیلو برخو کې د وروستیو  نولس، شلو کلونو پرمختکونه په نظر کې ونیول شي او همداراز باید له طالبانو سره د مذاکراتو پر مهال هم له پامه ونه غورځول شي.  
 
نو په پایله کې ویلی شوو، چې د افغان سولې بهیر یو ستر جنجالي او له ګړنګونو ډک بهیر دي، چې ښایې یوې باعزته سولې ته د رسېدو لپاره افغانان لا هم  اوږد انتظار وکړي، خو په دې شرط چې د لاسته راغلي فرصت څخه په ډېر دقت او احتیاط کار واخلي.  
 
ځکه سوله ژوند ته هر اړخیز سمون او خوښي وربښي او سوله په هر لحاظ له دا ډول جنګ څه، چې له یو ګټل شوي جنګ هم په سلکونه ځله غوره ده.  
 
څه ښه یې ویلي: هواره لاره له ګړنګه ښه ده سوله په هر لحاظ له جنګه ښه ده