دلته؛ که ږیره پرېږدې، نو قاري دې بولي

ښکلې او تکې تورې ږیرې یې له ورایه پړک واهه ږیرې یې له ښایسته دنګې ځوانۍ سره لا خوند کاوو.

په هوټل کې په هر یو متر کې یوه درې کسیزه چوکۍ پرته وه، ځوان په چوکۍ یوازې ناست و داسې ښکارېده چې د چا په انتظار وي.

لږه شیبه وروسته دوه نور ځوانان شیریخ په لاس د همغه سره یو ځای په یوه چوکۍ کیناستل له روغبړ وروسته معلومه شوه، چې دواړه لوري له یو بل سره هېڅ ډول اړیکه نه لري. د خبرو په مینځ، مینځ کې د دوو راغلو ځوانانو څخه یو تن یې له مخکې راغلي قاري ډوله ځوان څخه بیا وپوښتل: ښااا، ښااا نور څنګه یې قاري صاحب؟

ږیرې درلودونکې ځوان له درنګ پرته په ډېر تلوار سره وویل: شکر ښه یم، ته څنګه یې ډمه؟
دلته نو خبره بیخي خرابه شوه ځوان د ډم کلیمې په اورېدلو سره له ډېرې کینې تک سور راواوښت او په سخته لهجه یې وویل: ولې دا زه درته ډم ښکارم، ته په کوم دلیل ماته ډم وایې؟

هغه له ځنډ وروسته په ډېره نرمه لهجه وویل: دا چې ولې مې داسې وویل دا له ځانه وپوښته او هغه ځکه؛ چې ته په کوم دلیل ماته قاري وایې؟

د خپل ملګري په څنګ کې ناست ځوان خپل دواړه لاسونه له زنې لاندې کړل او د ځواب تابیا یې وکړه.

په سوړ اسویلي سره یې پیل کړ، نو ولې دا ږېره دې نه ده پریښې؟ ږیره دې پریښې نو ځکه مې په قاري وبللې.

په ږیره یې لاس راکش کړ، چوکۍ یې شاته کش کړه، یوه پښه يې پر بله واړوله او د یاد ځوان پر لورې یې مخ کړ او ورو یې وویل، نو ولې دا ږیره دې نه خریلې؟ ږیره دې نه شته نو ځکه مې په ډم وبللې.

د دې خبرې په اورېدو سره له یوه نه، بلکې له دواړو راغلو ځوانانو وار پار خطا او لاره ترې ورکه شوه شریخ یې پر ځای پریښود او پښې یې سپکې کړې.

یادونه: قاري لوستونکي ته وایي، نه هغه چاته چې ږیره ولري.
ږیره د هغه چا سنت دي، چې په برکت یې د الله تعالی له ستر نعمت (اسلام )څخه برخمن یو.
که چا پریښې وي د الله تعالی شکرګزار دې اوسي او که چا نه وي پریښې الله ج دې توفیق ورکړي.
منصف مهمند