
روهي (يوه نۍ/۱۹د زمري)، د بلخ پخواني والي او د جمعيت ګوند اجرائيوي مشر جنرال عطا محمد نور له اريانا نيوز سره په وروستۍ مرکې کې ويلي دي چې جمعيت ګوند د سولې مشورتي لويې جرګې بشپړ ملاتړ کړی.
عطا محمد نور ويلي دي چې صلاح الدين رباني د ګوند د هغه رهبري شورا له خوا چې دی يې سرپرست ټاکلی وو لېرې شوی دی او پر ځای يې عنايت الله شاداب د حزب چارسمبال يا سرپرست ټاکل شوی دی.
عطا محمد نور ويلي دي چې د سولې مشورتي لويه جرګه کې په ګڼ شمېر سياسي ګوندونو، حکومتي کسانو، سياسي څېرو او قومي مخورو ګډون کړی وو او د سولې په اړه يې اجماع وښوودله.
نوموړي په جرګه کې د ګلبدين حکمتيار او رحمت الله نبيل د نه ګډون په اړه ويلي دي چې هغه د دوی شخصي کار دی او ښايي ډېر اغېز ونه لري.
د سولې مشورتي لويه جرګه نن کابل کې د يو ۲۵ ماده ييز پرېکړو په خپرولو سره، چې حکومت ته يې د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشي کولو مشوره ورکړه، پای ته ورسېده.
ولسمشر محمد اشرف غني هم د جرګې ګډونوالو ته وويل چې هغه فرمان به لاسليک کړي، چې په پايله کې به يې ۴۰۰ جنجالي طالب بنديان خوشي شي.