پیسو ته د شتمنو خلکو په څېر فکر وکړئ

د پیسو لاسته راوړلو لارې اوس بدلې شوې دي، ډیری ځوانان غواړي چې پرته له کوم سرخوږي دې شتمن شي، پیسې اوس د پخوا په څېر د لاس خیری نه حسابېږي د خپلو زحمتونو بدل یې بولي. فکر وکړئ یو ځوان غواړي مالي ازادي ترلاسه کړي څو کاله باید کار وکړي تر څو د واده له دروند بار څخه ووځي، څو کاله باید کار وکړي چې پیسې وسپموي تر څو د کور لپاره توکي واخلي یا خپل تحصل ته د دوام ورکولو لپاره بل هیواد ته لاړ شي، شاید همدا یې لامل دی چې چاپېریال کې مو خلک وینئ چې په یو وخت پر څو ځایه کار بوخت دي او تل ګیلې کوي چې هیڅ ځای ته نه رسېږي.

په ریښتیا سره هم دا موضوع په ظاهر کې اقتصادي ګڼل کېږي خو دا له ځان سره رواني لاملونه هم لري. په حقیقت کې موږ په دې عقیده یو که دا رواني ستونزې مو حل نشي موږ به له دې امله هیڅ مادي ځای ته ونه رسېږو. تر څو چې عقیده لرئ پیسې د لاس خیری دی، برکت نلري، پیسې پلیتې او ناپاکې دي، د انسان روح چټلوي او یا دا چې ټول شتمن حرام خواره دي دوی حلال کار نکوي. یقینا نشئ کولی شتمن شئ او یا مو له شتمني خوند واخلئ، دا چې د هغه او دغه تر مخ ووایاست چې پوروړی یم او باید پور پرې کړم، که تاسو پوروړي هم نه یاست دا کړه وړه به مو هرو مرو پوړوي کړي. نو څه باید وکړو؟

لومړی مو باید لیدلوری د پیسو او شتمني پر وړاندې بدل کړو. نشو کولی تل غندنه وکړو او بیا د پر یوه ورځ میلیونر شو! لومړی مو باید د پیسو پر وړاندې احساس ته بدلون ورکړو یو ښه احساس باید ولرو چې د پیسو په ګټلو سره موږ کولی شو خپل ځان، کورنۍ، چاپېریال او حتی ټولنې ته مثبت بدلون ورکړو.

کوچني کارونه چې کولی شي دنیا او اخرت مو جوړ کړي، چې د نورو پر شونډو موسکا خپره کړو خپله د سکون احساس وکړو او تر څنګ یې د الله شکرګذاري وکړو، دا کوچني کارونه موږ ته لار ښیي تر څو خپلو لویو هدفونو ته ورسېږو کوم چې انساني او اخلاقي ارزښتونه دي. د شتمن کېدلو لپاره باید نسبتا خپل کار او مسلک ته ښه احساس ولرئ او په پوره معنا پر ځان دا باور ولرئ چې تاسو د نورو شتمنو په څېر یاست دا لیاقت او استعداد لرئ تر څو شتمن شئ، هغه ډله خلک چې د پرمختګ پوړۍ په داسي شکل طی کوي چې حتی د چاپېریال خلک یې دا هېروي چې دوی له کوم ځایه شروع کړې وه.

ډېری خلک د ښه اقتصادي حالت ندرلودل، شدید رقابت، د مالي منابعو او بانکي ملاټر د نشتون او حتی د غریبې یا متوسطې کورنۍ درلودل د نه شتمني خنډ بولي، حال دا چې دا یو لامل هم د حساب وړ ندی یوازې دوی همدا بهانې کوي  تر څو خپلې لټي او سستي پکې پټې کړي. موږ له دوی سره څنګه چلند وکړو! دوی باید د نورو کارونو په څېر دې ته هم باید یو کاري پلان درلود چې نه یې درلود، همدا د پلان نشتون دی چې دوی د پرمختګ له لوړو پوړۍوو پاتې کوي.

که غواړئ شتمن شئ باید سر له اوسه پوه شئ چې د څه او کوم وخت لپاره چې شتمن شوئ کوم احساس ته ورسېږئ، په هغو پیسو څه وکړئ او تر کوم حده پرمخ لاړ شئ، حتی ضروري ده چې د پلان په جوړولو سره د هغه وخت د پیسو مقدار او اندازه هم معلومه کړئ. د هارواکر په قول چې د شتمن ذهن رازونو کتاب لیکوال دی وایي چې د ځینو خلکو ذهنونه د زر ډالرو ځینې بیا د څو سوه ډالرو او ځینې یې بیا د زیاتې اندازې پیسو لاسته راوړلو لپاره تنظیم شوي دي، حال دا چې دوی د پیسو د استفادې لپاره هیڅ علت او پلان نه لري خو د پیسو د ګټلو لپاره کار کوي. په حقیقت کې ډېری خلک حقیقي ظرفیت ته لاس رسی نلري، ډېری خلک بریالي ندي ځکه یوازې دوی د هغه څه لپاره په حرکت پیل کوي چې ویني یې دوی د فکر او عمل له مخې په سطحي شکل روان دي.

لیکوال د کتاب په یو ځای کې وایي: یوه ونه په نظر کې ونیسئ او فرض کړئ دا ونه د ژوند نمائیندګي کوي، چې په ښاښونو کې یې بې شمېره مېوې دي. 

زموږ په ژوند کې هم همداسې مېوې دي چې د خپلو کړنو پاېلې مو ترلاسه کوو. نو موږ هغو مېوو ته پام کوو کومې چې زموږ د کړنو پاېلې دي ورباندې خوشحاله کېږو. خو کله چې ګورو شمېر یې کم دی، اندازه یې کوچنۍ ده او مناسبه نده څه باید وکړو؟ ډېر وخت موږ مېوې او که پاېلي ته متوجع یو، خو په حقیقت کې باید هغو لاملونو ته پام وکړو چې دا مېوه یې منځ ته راوړې ده. مثلً تخمونه او رېښې. تخمونه چې د ځمکې لاندې دي د ځمکې د خلاصون محصول یې منځ ته راوړي، دا نالیدونکې دي چې لیدونکې جوړوي، یعنې دا چې که موږ غواړو مېوې ته مو بدلون ورکړو، اول باید رېښو ته بدلون ورکړو. که غواړئ هغه د ژوند لیدونکو برخو ته مو بدلون ورکړئ، نو باید مو د ژوند پټې یا نا لیدونکې برخې بدلې کړئ. باید مو ذهن او باطن اصلاح کړئ او لار د لیږ لیږ شتمن کېدلو لپاره برابره کړئ او وروسته د لیکوالانو او شتمنو خلکو ښودل شویو لارو ته پام لرنه وکړئ.