ماسټر کارټ څه شی دی  

 د نن ورځ څیړنه مې په ماسټر کارټ او ویزه کارټ باندې کړې ده. د نړیوال بانک سره تړلي د مالي کریډیټ کارټونو کارول نن ورځ یو له لومړنیو اړتیاو څخه دي دا کارټونه څومره ښه دي؟ د دوی ځانګړتیاوې څه دي؟ دوی چیرته کارول کیږي؟

ماسټر کارټ او د ترلاسه کول لار يې:
ماسټر کارټ کریډیټ کارټ یو ډول بریښنایي تادیه کارټ دی چې د ماسټرکارټ کارټونو پراخه شبکه یې کاروي ترڅو معاملې ترسره کړي. په حقیقت کې، دا کارټونه مختلف کریډیټ، قسطونه او دمخه پیسو کارټونه کیدای شي او د ډیری خلکو لپاره خورا ګټور کیدای شي. په دې لیکنه کې زه غواړم په دې بحث وکړم چې ماسټر کارټ څه شی دی او د ویزې کارټ یې څه ګټه لري. دا کارټونه څه شی دي؟ د دوی ځانګړتیاوې څه دي؟ دوی چیرته کارول کیږي؟ او څنګه کولی شو دا کارټونه ولرو؟ زه به د دې ټولو پوښتنو ځواب په لاندې توګه یو په بل پسې تشریح کړم.

ماسټر کارټ:
ماسټر کارټ او ویزه کارټ په نړۍ کې دوه ډوله اعتباري کریډیټ کارټونه دي او د نړۍ په ۱۴۰ بیلابیلو هیوادونو کې له درې میلیونه څخه ډیر د ( اې ټي ام او پي او اس ) ماشینونه لري، دوی د مالي لیږد په لومړي درجه کې شتون لري. کریډیټ کارټونه لکه ماسټر کارټ، په بهر کې د بهرنیو اسعارو سرچینو ته د پراخه لاسرسي چمتو کولو سربیره، تاسو ته اجازه درکوي چې د خپلو دوستانو، تفریح، سوداګرۍ یا مطالعې سفرونو لپاره بهرنیو هیوادونو کې نغدي پیسې ور څخه ترلاسه کړئ.

د ماسټر کارټ څانګړتیاوې څه دي:
د ماسټر کارټ او ویزې کارټ ګټې دا دي چې دا کوچني جیبي کارټونه لري، تاسو کولی شئ هره ورځ د نړۍ په ډیری هیوادونو کې د ( اې ټي ام ) له ماشین څخه په وړیا ډول نغدي پیسې ترلاسه کړئ، له ټولو نړیوالو پلورنځیو څخه کولی شئ توکي واخلئ، له ټولو آنلاین پلورنځیو څخه کولی شئ توکي واخلئ، آنلاین پیرود وکړئ، د نړیوالو شرکتونو سره پیسې تبادله کړئ، او د نړیوال بانک څانګو، تبادلې دفترونو، او آنلاین بانکونو څخه پیسې ولېږدوئ.

د مجازي کارټ او فزیکي کارټ تر منځ څه توپیر دی؟
مجازټ کارټ اولیه معلومات دي چې د تادیې لپاره اړین کارټ کې شتون لري، کوم چې د غوښتونکي بریښنالیک پتې ته لیږل کیږي، فزیکي بڼه نلري، په آنلاین لیږدونو یا معاملو کې کارول کیږي چې د فکس یا ټیلیفون له لارې ترسره کیږي. مګر فزیکي کارټ د نړیوالې بانکدارۍ شبکو کارټونو ته ورته دی، او د ورځني کارټ کارولو سربیره، تاسو کولی شئ د ( پي او اس ) له لارې په ټرمینلونو، هوټلونو، سوپرمارکیټونو او نورو تادیه ځایونو کې کارول کېږي، او کولی شئ د دغو کوچنیو ماشینونو له لارې د ماسټر کارټ یا د ویزه کارټ په واسطه نغدي پیسې هم ترلاسه کړئ.

په نړۍ کې د ماسټرکارټ د صادرولو لپاره کوم ګامونه دي؟
مختلف شرکتونه چې په مختلیفو هیوادونو کې د ویزې کارټونه خپروي هر یو یې خپل مراحل لري.

د ماسټر کارټونو او کریډیټ کارټونو جاري کولو لپاره غوښتنه د ویب پاڼې له لارې.
- د بانک فارم ډکول
رسمي خپل عکس ـ
- د پاسپورټ او تذکرې سکین
- د کارټ صادرولو لپاره د مخکې ورکړې د پیسو تادیه
دا یې هغه عمومي استاد دي چې له تاسي یې غواړي ممکن له تاسو د نورو اسنادو غوښتنه هم وشي.
دا عموما لږ تر لږه لس کاري ورځې وخت نیسي وروسته له هغه چې اسناد لیږل کیږي.