په نړۍواله کچه د پیسو لېږل (حواله)  

په نړۍواله کچه د پیسو لېږل یوازې د بانکونو له لارې نکېږي بلکی په نړۍ ګې د پیسو کړندي لېږلو لپاره شرکتونه هم شته چې څو مشهور یې درته لنډ معرفي کوم.

1.    (Transfer Wise)
د متحده ایالاتو څېړنې ښودلې چې دا شرکت د نړۍ له ۷۰ څخه په ډېرو هیوادنو کې فعالیت لري.

لګښت: یو د لېږد رالېږد له ارزانه شرکتونو څخه دی چې په غوره نرخونو خپلو مشتریانو ته خدمتونه وړاندې کوي، که تاسو چېرته بانکي حساب لرئ نو ستاسو د ۱۰،۰۰۰ ډالرو پر سر یوازې ۱٪ لګښت راځي.

سرعت: پر بانکونو د پیسو لېږل ورځي وخت نیسي خو تاسو کولی شئ د یاد شرکت له لارې د ډيبټ یا کریډیټ کارت په واسطه په څو دقیقو کې له یو هیواد بل هیواد ته پیسې ولېږئ.

د لېږد رالېږد محدویدیتونه او اختیارات: په یو ځل تر۱،۰۰۰،۰۰۰ یو میلیون ډالرو پورې  پیسې کېدای شي، چې تاسو کولی شئ د خپل بانکي حساب څخه د ډیبټ کارت، کریډیټ کارت او یا د آپیل (مستقیم ډیبټ) (ACH)  لېږد څخه پیسې ترلاسه کړئ، تاسو ته اړتیا ده چې باید یو بانکي حساب ولرئ.

2.    (OFX)
د متحده ایالاتو څېړنې ښودلې چې دا شرکت د نړۍ له ۸۰ څخه په ډېرو هیوادنو کې فعالیت لري.

لګښت: دا شرکت هم یو د نړۍ له غوره او ارزانه خدمتونو وړاندې کوونکی دی چې د لېږلو فیس یې له ۱٪ څخه هم کم دی د تبادلې نرخ یې هم له يوې پیسې څخه کم دی.

سرعت: لکه څنګه چې پوهېږئ د بانکونه له لارې د پیسو لېږد له یوې څخه تر درې کاري ورځو پورې وخت نیسي دا شرکت هم اختیار نلري ستاسو پیسې پر هماغه ورځ ولېږي.

د لېږد رالېږد محدودیتونه او اختیارات: د پیسو لېږلو کوچنۍ اندازه یې ۱،۰۰۰ ډالر دي او د زیاتو پیسو لېږلو حد یې نامعلوم دی، دوی یوازې د بانکي حسابونو تر منځ لېږد رالېږد کوي.

3.    (Xoom)
د متحده ایالاتو څېړنې ښودلې چې دا شرکت د نړۍ له ۱۲۰ څخه په ډېرو هیوادنو کې فعالیت لري.

لګښت: دا شرکت د انلاین خدمتونو لپاره قیمته دی، یاد شرکت وایې که چېرته تاسو د ډیبټ یا کریډیټ کارت پر ځای بانکي حساب کاروئ موږ غواړو له ۵ ډالره څخه کم فیس واخلو، خو د تبادلې نرخ بیه به یې له ۳٪ څخه ډېره وي، یاد شرکت وایې موږ اوس هم له بانکونو څخه ارزانه تمامېږو ځکه په بانکنو کې پر تاسو نسبت موږ ته زیات لګښت راځي.

 سرعت: د پیسو اخیستلو له میتود څخه پرته د دوی سرعت هم ډېر ګړندی دی چې په څو دقیقو کې لېږد رالېږد ورباندې کېږي خو دا چې بانکونو کې پر راکړه ورکړه څومره وخت لګېږي هغه بېله خبره ده.

د لېږد رالېږد محدودیتونه او اختیارات: د دوی مشتریان کولی شي د ځینو هیوادونو په سوپرمارکیټونو یا نورو لویو تجارتي مرکزونو کې نغدي پیسې ترلاسه کړي، د لېږلو حدود توپیر لري، مګر انفرادي لېږدونکی تر ۵۰،۰۰۰ ډالرو لېږلو پورې اختیار لري، تاسو کولی شئ د بانکي حساب، ډیبټ کارت یا کریډیټ کارت په واسطه لېږل رالېږل وکړئ ځکه یاد شرکت د پې پال (PayPal) ملکیت دی.

4.    (Money Gram)
د متحده ایالاتو څېړنې ښودلې چې دا شرکت د نړۍ له ۲۰۰ څخه په ډېرو هیوادنو کې فعالیت لري چې د ۳۵۰،۰۰۰ موقعیتونو لرونکی دی.

لګښت: د بانکي حسابونو له لارې د لېږد رالېږد لپاره فیسونه ټیټ دي، خو د نورو میتودونو څخه په ګټې اخیستلو سره بیا د دوی نرخ له ۳٪ څخه لوړ دی.

سرعت: حواله به په همدې ورځ کې درته کېږي، خو د پیسو اخیستلو وخت کېدای شي وځنډېږي ځکه دا معمولاً د بانکي خدمتونو د کاري ساعتونو یا هم د هغوی د چټک فعالیت پورې اړه لري.

د لېږد رالېږد محدودیتونه او اختیارات: د مني ګرام ۱۰،۰۰۰ ډالره هره میاشت یوازې پر انلاین لېږد رالېږد ور زیاتېږي ځکه دا د فزیکي موقعیتونو ګټه ده چې دوی ته یې رسوي، په ځانګړې ټوګه کوم کسان چې له بانکي حساب څخه پرته د دوی له خدمتونو څخه کار اخلي دا مشتریان کولی شي له دوی  فنډونه هم واخلي چې د دې ویب پلیټ فارم په واسطه تاسو ته اجازه درکول کېږي چې د ډیبټ او کریډیټ کارتونو سره راکړه ورکړه وکولی شئ.

5.    (Western Union)
د متحده ایالاتو څېړنې ښودلې چې دا شرکت د نړۍ له ۲۰۰ څخه په ډېرو هیوادنو کې فعالیت لري چې د ۵۵۰،۰۰۰ موقعیتونو لرونکی دی.

لګښت: توپیر لري تر ۱،۰۰۰ ډالرو پورې د لېږد رالېږد فیسونه له ۵ ډالره څخه کم کېدلی شي، د ویسټرن یونین در لېږد رالېږد اندازه له ۱٪ څخه تر ۶٪ پورې ده.

سرعت: په یوې ورځ کې د لېږلو امکانات لري، که په بانکونو کې ګې ګڼه ګوڼه زیاته وي او غواړئ چې په ارزانه نرخ مو زیاتې پیسې ولېږل شي نو تاسو اول بانکي حساب باید ولرئ نو بیا مو تر یوې اوونۍ پورې پیسې ترلاسه کولی شئ.

د لېږد رالېږد محدویدیتونه او اختیارات: د ویسټرن یونین شرکت د هیوادونو د لېږدولو له محدویتونو سره تړلی چې تر منځ یې توپیرونه دي. 

لکه: مکسیکو ته له ۵،۰۰۰ ډالرو زیات پیسې په یو وار نشئ لېږدلی خو هند ته بیا کولی شئ ۵۰،۰۰۰،۰۰۰ ډالر هم په یو ځل ولږئ. 

ویسټرن یونین د نړۍ په کچه ترټولو لویه د لېږد رالېږد کوونکې شبکه ده، چې په ځانګړي ټول د نغدو پیسو د لېږدولو رالېږدولو اختیارات لري.

د صرافي له لارې حواله:
په افغانستان کې د لېږد رالېږد لپاره د صرافي له لارې حوالې کېږي. دلته د پیسو د مقدار پر اساس باندې فیس اخلي چې مشخصه اندازه یې نده معلومه، د ولایاتو لريوالی او نیږدېوالی په پام کې نیول کېږي. دوی کوم مشخص کارت نه کاروي یوازې د لېږونکې څخه خپل نوم د پلار نوم پوښتنه کوي او د هلته اخیستونکې نوم، د پلار نوم پوښتنه کوي، تاته د حوالې شمېره درکوي تر څو هغه اخیستونکې کس ته یې د نښې په توګه ورکړې، د پیسو اخیستونکی له ځان سره تذکره صرافي ته وړي او د حوالې شمېره صراف ته وایي او خپلې پیسې ترلاسه کوي. دا سیسټم کمپیوټري بڼه نلري چې ډېری وخت په حسابونو کې ګڼې لوېې ستونزې را منځ ته کېږي.