کېدای شي دوادزی په اسلام اباد او حکیمي په واشنګټن کې سفیران شي


روهي ویبپاڼې ته د رارسیدلو خبرونو له مخې ولسمشر په خپل دفتر کې دژور بدلون په موخه دخپل دفتر رېېس عمر داود زی په اسلام اباد او دبهرنیو چارو سیاسي مرستیال وزیر اکلیل حکیمي په واشنګټن کې دسفیرانو په دندو ګومارلې دي .
دا هم ویل شوې دي ،چې اسلام اباد ته پخوانی نوماند سفیر عبدالخالق فراهي به دبهرنیو چارو سیاسي مرستیال شي او جاوید لودین ،چې پخوا په کاناډا کې دافغانستان سفیر و د ولسمشر ددفتر رېېس او ویاند په توګه پردنده وګومارل شي .
دیادونې ده ،چې دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت کې دستراتیژیکو مطالعاتو رېېس ډاکتر داود مرادیان هم له خپلې دندې ګوښه شوې دی .