انګلېش ګرامر: also, as well او too؛ پښتو کې درې واړه د

انګلېش ګرامر: also, as well او too؛ پښتو کې درې واړه د "هم" مانا لري، خو توپير يې څه دی؟ 
د انګلېسي ژبې ډېری زده کوونکي  پښتو ژبه کې د "هم"  په مانا د انګلېسي ژبې دغه also, as well او too درېيو کلمو په کارونه او استعمال کې تېروتنه کوي. که څه هم پښتو کې د هم مانا لري، خو په انګلېسي لېکنه او ويل کې يې دنده او مانا يو څه توپير کوي. د انګلېسي ژبې دغه درې واړه کلمې د اضافي يا additional مالوماتو لپاره کارول کيږي. 

also: دغه کلمه قید يا adverb دی چې د فشار يا emphasize  لپاره کارول کيږي. د too او as well سره د also يو غټ توپير دا دی چې also د جملې په سر کې راځي. 
بېلګه: 
Also do not forget to get the money. 

too: دغه کلمه هم adverb يا قيد دی خو هغه وخت چې د جملې په پای کې راشي او موخه ورڅخه "هم" وي. د too کلمه د ډېر په مفهوم سره راځي خو هغه مهال چې له صفت وړاندې راشي. too د ځواب په ډول هم ويل کيږي. لکه: Have a nice day. ِنو ځواب کې ويلی شو، You too، يانې تاسې ته هم. 

as well: دغه دوه کلمې عبارت برخه يا phrase  دی، چې د too په ډول د جملې په پای کې راځي. مانا د also او too په څېر ده. 

پورته دې انګلېسي ژبې درې  کلمې په جمله کې د ځای، د کلام برخو يا parts of speech او فشار پر اساس سره توپير کوي، خو په پښتو کې همدا د "هم" مانا لري. 

د also ستر توپير له نورو دو سره دا دی چې also په رسمي ډول او تر ډېره په لېکنو کې استعماليږي. 

too بيا د لېکنې پر ځای ډېره په خبرو کې په عام ډول کارول کيږي او استعمال يې ورځنی دی. او بيا as well هم خبرو او هم لېکنه کې استعمال لري.