انور جګدلک دکندوز والي شو


محمدانورجګدلک چې دمخه یی دالمپیک په برخه کې دنده ترسره کړی وه نن دیوی غونډی په ترڅ کې ددغه ولایت خلکو ته وپیژندل شو
محمدانور جګډلک دغونډی برخه والو ته وویل چې نوموړی به لدی وروسته دکندوز ولایت په بیارغونه ، دامنیت ټینګښت اووسلوالومخالفینو دسولی پروسی سره یوځای کولو په برخه کی کار وکړی
همدغه راز هغه ژمنه وکړه چې دځوانانو لپاره به هم کارکوی
دنوموړی سره دکابل نه دسمییزو ارګانونو مرستیال عبدالمالک صدیقی اودپارلمان وکیلان اویوشمیر نور لوړپوړی دولتې چارواکې هم راغلی وو
په یاده غونډه کې دکندوز دټولو دولتی اونادولتې ادارو چارواکو دبرخې اخیستنې علاوه دیاد ولایت قومې مشرانو اومتنفذینو هم برخه اخیتسی وه
کندوز ته نوی والۍ په داسې حال کې دډیر انتظاره وپیزندل شو چې تیرمیلادی کال کې انجینر محمدعمر په تالقانوکې دیوبمی چاودنې په پایله کې په ۸ ام داکتوبر ووژل شو .