د کرونا ويروس په خپرېدو سره به مو د انټي - باډي (antibody) کلمه ډېره اورېدلې وي؛ انټي - باډي څه ته وايي او څه دنده لري؟ 

د انسان د وجود په دفاعي سېسټم  يا immune system کې انټي - باډي (antibody)  مهمې دندې تر سره کوي. انټي - باډي (antibody) د انګلېسي ژبې Y توري ته ورته والی لري. انټي - باډي (antibody) د انسان په وجود کې د مېکروبونو پر وړاندې؛ هغه که بکتريا وي، ويروس وي، فنجي او يا هم پرازېټ وي، جګړه کوي او نه پرېږدې چې دغه مېکرونه د انسان په وجود کې په تخريب پيل وکړي. 

انټي - باډي (antibody) له ژونکو يا حجرو څخه توليديږي او له توليد وروسته په خپل ښکار پسې سر وي. د انټي - باډي (antibody)  ښکار ميکروبونه دي چې وجود ته دننه شوي وي. انټي - باډي (antibody)  تر هغه وخت د مېکروب پر وړاندې جګړه کوي چې هغه له منځه يوسي او يا هم په خپله انټي - باډي (antibody)  له منځه لاړه شي. د دفاعي سېسټم دغه مهمه برخه دوه مهمې دندې تر سره کوي؛ لومړی مېکروبونه پيدا کوي او بيا پر وړاندې تر هغې جګړه کوي، ترڅو چې مېکروب له منځه يوسي. 

وړاندې مو ويل چې انټي - باډي (antibody)  د انګلېسي ژبې د Y توري په بڼه دي. پورته دوه برخې يې د ويروسونو، بکترياوو او فنجي په انټي جن برخه پوري ځان نښلوي او له منځه يې وړي. د انسان د وجود دننه ټولې انټي باديګانې يوه د Y بڼه لري خو بيا هم په پنځو کوچنيو نورو برخو او بڼو ويشل شوي دي، چې دندې او مسووليتونه يې هم د بنې پر اساس یو څه سره توپير کوي. 

انټي - باډي (antibody) د وينې د سپينو کروياتو له حجرو څخه جوړيږي. د وينې په سپينو کروياتو کې يو ډول ځانګړې حجرې دي چې ورته بي - سېلز وايي او د هډوکي په دننه برخه کې توليديږي. انټي - باډي (antibody) د B-Cells څخه توليديږي. د انسان په وجود کې په ترېلونه B-cell شتون لري، چې دوی د انټي - باډي (antibody) د توليد اساسي سرچينې دي. 

کرونا ويروس چې تاجونه لري او په همدې اساس ورته کرونا وايي، د انسان په وجود کې انټي - باډي (antibody)  پر بريد کوي. د کرونا ويروس تاجونه د هغې انټي جن دي چې انټي - باډي (antibody)  يې د Y شکل په دوه پورته سرونو کې، ياد پروټيني انټي جن نيسي او له منځه يې وړي.