د خولې سرطان: نښې، لاملونه، مخنېوي او درملنه

پېژندنه: 
هر هغه سرطان چې د خولې دننه پيدا کيږي د خولې سرطان ورته وايي. د غاښونو، وريو، شونډو، تالو او ژبې سرطانونه د خولې سرطان يا Mouth cancer په نوم ياديږي. 

د خولې سرطان نښې - نښانې: 
۱- په ژبه، شونډو، وريو، تالو، غاښونو او نورو برخو کې داسې ټپ يا زخم چې جوړيږي نه او پوستکی نه کوي. 
۲- د خولې دننه د سپين او سور رنګه معاياتو بهېدل. 
۳-  د غاښونو سستېدل. 
۴- د خولې دننه د يوې کتلې يا اضافي غوښې پيدا کېدل. 
۵- د خولې درد. 
۶- د غوږونو درد. 
۷- د خوراک او څښاک پر وخت د تېرولو ستونزه او درد. 

خولې سرطان لاملونه: 
د سرطان د نورو ډولو په څېر د خولې سرطان هم بيلا  بېل لاملونه لري. 
۱- هر ډول تمباکو که سېګرټ وي، نسوار، کايلون او نور د خولې سرطان لامل کېدای شي. 
۲- د زياتو الکولي موادو څښاک. 
۳- پر شونډو د لمر د وړانکو ډېر لګېدل. 
۴- د خولې لارې د جنسي اړيکو تر سره کول. 
۵- په لويه کې د انسان کمروزی د وجود دفاعي سېسټم. 

د خولې سرطان مخنېوی: 
د خولې او غاښونو ډاکټر لارښوونې عملي کول او د خولې د پاکوالي ساتل د خولې سرطان د پيدا کېدو چانس کموي. په لويه کې پورته پنځه لاملونه چې د سرطان د پيدا کېدو سبب کيږي، نه تر سره کول يې د سرطان مخه نيسي. 

د خولې سرطان درملنه: 
که چېرې له دوه اوونيو د ډېر وخت راهيسې د خولې سرطان پورته ذکر شوې نښې - نښانې ولرئ نو غوره ده چې د خولې ناروغيو متخصص او يا هم د غاښونو ډاکټر سره وګورئ. د طبي معايناتو وروسته دا څرګنديږي چې سرطان شتون لري او کنه؛ که چېرې د خولې په سرطان اخته وی نو سرطان په کوم پړاو کې دی او د درملنې لاندې نېول کيږي.