دغه لوبه اعتياد کوونکې ده؛ پاکستان د PUBG په نوم انټرنېټي لوبې (ګېم) بنديز ولګولو

روهي (جمعه/۳ د زمري)، د پاکستان د ټېکنالوژۍ ادارې نن ورځ په يوې خبرې پاڼې کې ويلي دي چې د PUBG په نوم انټرنېټ لوبه به دغه هېواد کې کړې بند کړي. د پاکستان د ټېکنالوژۍ ادارې دا پرېکړه وروسته له هغې کړې ده، چې د PUBG پر  اړه شکايتونه ثبت شول. 

د پاکستان د ټېکنالوژۍ ادارې په يوې خبرې پاڼې کې نن ورځ ويلي دي چې د PUBG لوبې له کمپنۍ يې د مالوماتو غوښتنه کړې ده خو تر اوسه په دې اړه دوی سره مالومات نه دي شريک شوي، چې څومره کسان پاکستان کې دغه لوبه کوي او د کومو عمرونو کسان دي. 

پاکستان کې  د PUBG په اړه وروسته له هغې شکايتونه ثبت شول، چې د دغه لوبې کوونکي يو ځل پرې عادت شي بيا په مشکله دغه لوبه خوشي کوي. PUBG د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې کيږي، چې د ځوانانو او کم عمره ماشومانو ترمنځ مروجه انټرنېټي لوبه ده. 

هغه ماشومان چې د ښوونځيو زده کوونکي او يا هم هغه ځوانان چې د پوهنتون محصلين وي په دې لوبه ډېر ککړ دي او د وخت لويه ضايع شمېرل کيږي. د وخت د ضايع وراېخوا، PUBG لوبه د ماشومانو او ځوانانو پر فزيکي یوضعيت هم منفي او بد اغېز کوي. 

افغانستان کې هم سلګونه زره کسان دغه انټرنېټي لوبه کوي، خو تر اوسه د افغان حکومت له خوا د دغه انټرنېټي لوبې د محدوديت او يا هم بندولو په اړه کوم اقدام نه دی شوی. افغانستان کې هم ورته شکايتونه  شتون لري، چې PUBG لوبې زرګونه ماشومان او ځوانان له کار او زده کړو لېرې ساتلي دي. 

افغاني ټولنه چې له وړاندې په کې د زده کړو کچه ټېټه او فقر سره مخ دي، دا ډول انټرنېټي پروګرامونه د ماشومانو او ځوانانو پر ژوند منفي اغېز کوي او د ښې راتلونکې لوری يې بدلوي. 

د PUBG په نوم دغه انټرنېټي لوبه څو کاله وړاندې رامنځ ته شوې، چې جګړيزه بڼه لري او مکمل نوم يې Players Unknown Battle Ground دی.