د داود  خان سپینه کودتا پرله پسې څلورمه برخه

د ریشخور فرقې قوماندان کټوازي نیول کېدل:
که څه هم د نوموړي د نیول کېدو مسول غلام دستګير لوګری و، هغه راته وویل چې شخصا تاسو به زما سره ځئ او د هغه د کور ور به ټکوئ. زه اړ شوم تر څو نورې دندې پرېږدم او ور سره ولاړ شم. هغه او موټر چلوونکی مو ونیول او د راټولېدو ځای ته مو ولېږل.

د هوايي ځواکونو د قوماندان او رییس ارکان نیول کېدل:
مرتضی قل خان د یادو دوو تنو د نیول کېدو، د ولسمشر د بیانيې او د کابل په فضا کې د دوو الوتکو د نمایشي پرواز ورکولو مسولیت درلود، دواړې دندې یې په ډېره مېړانه ترسره کړې....

د سلطنت د وکیل شهزاده احمد شاه نيول کېدل:
ددې لپاره چې یاده دنده د درناوي په ساتلو سره ترسره شي، شخصا ما یې مسولیت پر غاړه واخیست. خو د ساتندویه ګارډ د لومړي بریدمن عبدالودود فراهي لخوا د یوه نه اټکل کېدونکي پېښې سره مخ شوم او د دوو تنو زخمیانو په ورکولو سره مو یاده دنده هم ترسره کړه.

د قرغې د فرقې قوماندان محمد نواز خان نيول کېدل:
د فرقې د حرکاتو مدیر جګړن محمد کبیر جان ته مي  چې د فرقې د قوماندان سره یې خپلوي لرله، دنده وسپارل تر څو ماښام د فرقې قوماندان کور ته ورشي او هغه د سطرنج په لوبه مصروف کړي. که د لوړو مقاماتو لخوا هغه ته کومه لارښوونه ورسيږي، نو هغه پوه کړه، چې د داود خان راتګ نږدې شوی او زموږ پر وړاندې سنګر مه نیسه. نو ځکه مو د هغه د نیولو لپاره ګام پورته نه کړ.

د لومړي وزیر محمد موسی شفیق نیول کېدل:
د نوموړي د نیول کېدو مسولیت مې د انجینرۍ غونډ د یوه تورن/جګړن؟ نورمحمد په مشرۍ افسرانو ته سپارلې وه. پر پنځه بجې چې کله د نیول شویو کسانو د راغونډېو ځای ته ورغلم، نو لومړی وزیر مې وه نه لید. ښکاره شوه چې نورمحمد خپلې دندې ته نه دی حاضر شوی. سملاسي د انجينر عبدالطیف او یو څو تنو افسرانو سره په قرغې کې د هغه د کور پر لور روان شوم. له نېکمرغه چې لومړی وزیر په موضوع نه و خبر شوی، له دېواله څخه د هغه کور ته ور واوښتو او د سترګو په رپ کې مو هغه ونیو او د قدیر نورستاني کور ته مو راوست. قدیر نورستانی  ددې پر ځای چې له موظفو ساتونکو سره مرسته وکړي، برعکس کور یې تش کړی او خپله تللی و.

د نیول کېدو چارو تر بشپړېدو وروسته پر ۶ بجو خدای بخښلي سردار ته ورغلم او د کارونو د سرته رسولو ډاډ مي ورکړ. هغه زه په غېږ کې ونیولم، ما ته یې د انقلاب مبارکي راکړه او ما هم هغه ته مبارکي وویل. نوموړي ته مي وویل: ددې لپاره چې هيوادوال، ګاونډيان او نړۍ د نوي انقلاب څخه خبر شي، باید تاسو پر اوو بجو د راډيويي بیانيې لپاره خپل چمتووالی ونیسئ.

(جنرال قادر په خپلو خاطرو کې ویلي دي چې داود خان او حسن شرق.....
د افغان واکمنو کرونولوژیک تاریخ (ناچاپ اثر)