د ملت بابا شخصیت (پرله پسې درېیمه برخه)

د ملت بابا د ۱۳ تلین په یاد
مخکنی ولسمشر حامد کرزی د اعلیحضرت د شخصیت په اړه وايي ، چې اعليحضرت محمد ظاهر شاه لوړه مفکوره او تفکر درلود او د ملي وحدت په تامينولو او په هيوادکې د نوې ژوندانه په جوړولو کې يې رول ولوباوه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مخکنی سرپرست ډاکتر سيد مخدوم رهين یې د شخصیت په اړه وايي: محمد ظاهرشاه يو متواضع، حليم او دموکرات شخص و. نه يوازې د سيمې په تاريخ کې، بلکې د ختيځ په ټول تاريخ کې هيڅ پاچا د اعليحضرت فقيد محمد ظاهر شاه په شان دموکرات نه و.
ډاکتر رهين د خپلو خبرو په دوام وويل: اعليحضرت فقيد تل د خپل ملت په فکر کې و او په هغو وختونو کې چې له هيواد څخه لرې ژوند ته اړ و؛ يوه شيبه هم د ملت له حال څخه بې خبره نه و.
ده وويل: د وژنو ترخې پيښې او هغه مسئلې چې په ملت تپل کيدې؛ د ده په روح او روان باندې یې سخته او ناوړه اغيزه کوله.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت مخکني اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله په خپل یوه پيغام کې ویلي؛ پخواني پاچا محمد ظاهرشاه د دې هيواد  ځلانده څېره او د تاريخ وياړلى شخصيت بللى او ويلي يې دي، چې د افغانستان ملت او خلک په دغه هيوادکې د محمد ظاهرشاه د پاچاهى په دوران کې د ثبات او د ولسواک نظام په ټينګښت کې د ده رغنده او ټاکوونکى رول په ياد ولري.

د هيواد د آزادۍ او ترقۍ په معرفي کولو او بنسټ ايښودلوکې او په تېره بيا د دیموکراسۍ په لسيزه کې د محمد ظاهرشاه رول ټاکوونکى دى. د افغانستان ملت او خلک د دغه هيواد د خلکو د جهاد په دفاع کې د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه تاريخي رول نه هيروي.

برحال ولسمشر ډاکټر اشرف غني يې د شخصیت په اړه ویلي: د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د خپل سلطنت د څلويښتو کلونو په وخت کې او له هغه وروسته تل هلې ځلې وکړې چې په افغانستان کې سوله او ثبات تامين او ټولو افغان ماشومانو ته د ښوونې او روزنې زمينه برابره او نيکمرغۍ د دې هيواد د خلکو په برخه شي.

په هغه وخت کې چې ده په روم کې شپې سبا کولې؛ تل يې د هيواد په چاروکې په بهرنيو لاسوهنو خپل سخت انتقادونه څرګندول او د ملګروملتو له سازمان څخه يې په دې اړوند د جدي رول د لوبولو غوښتنه کوله.

له شک پرته د خپلو خلکو په وړاندې د ده د مسووليت احساس او د هيواد پالنې دغه حسن نیت د خلکو ترمنځ د ده دريځ لا زيات پياوړى کړ.  

ارواښاد پوهاند محمد حسن کاکړ په خپل اثر (د سرطان کودتا، د افغانستان د اوږدې بې ثباتۍ پيلامه) کې د اعلیحضرت د شخصیت اړوند لیکلي دي ، چې پاچا د اعدام مخالف او په معاصر افغانستان کې یوازې په دغې دورې کې حکومتي جاسوسان تر اخري ممکن حد پورې کم شوي وو. همدارنګه زیاتوي چې د قانوني حکومت او قانوني چلند له امله په ټول افغانستان کې د امنیت او ډاډېنې دغسې فضا مینځته راغله چې د هغې په سیوري کې په خپله پاچا محمد ظاهر هم د یوه عادي افغان په شان په کابل ښار او اطرافو کې ازاد ګرځېده. هغه یو ازادي پال، دموکرات او ارامي خوښوونکی شخص و.....

د افغان واکمنو کرونولوژیک تاریخ (ناچاپ اثر)