د ملت بابا شخصیت د ۱۳ تلین په یاد (پرله پسې دويمه برخه)

مخکنی افغان دیپلومات ښاغلی عزیز معارج د ملت بابا د شخصیت او پوځي رتبې اړوند ویلي، چې ما یو وخت د هغه له زوی شهزاده احمدشاه جان څخه وپوښتل، چې ملت بابا ولې د مارشالۍ پوځي درېشي اغوستله؟ هغه راته وویل، چون محمدظاهرشاه تر دوهمې نړیوالې جګړې پورې د جنرالۍ پوځي رتبه لګوله، خو کله چې په حربیه وزارت کې پرمختګ راغی، وسله، وسایط او تجهیزات زیات شول او د حربیې وزارت نوم په دفاع وزارت وواښت، نو په دفاع وزارت کې د پوځ د سراعلی قوماندان (محمدظاهرشاه) د پوځي رتبې پرسر بحث وشو، چې په یاد بحث کې صدراعظم، دفاع وزیر او پوځي لوړپوړو افسرانو ګډون کړی و، پرېکړه او وړانديز وشو، چې نور به محمدظاهرشاه د مارشالۍ پوځي رتبه لګوي، دا وړاندیز لومړي وزیر ولیکه، اعلیحضرت ته یې وړاندې کړ او د یوه فرمان په  ترڅ کې هغه مارشال او یاده رتبه د هېواد د لومړني مارشال شاه ولي خان لخوا د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پاچا ته تعلیق او تفویض شوه، چې په دې حساب محمدظاهرشاه د افغانستان دوهم مارشال بلل کیږي.

د افغانستان پخوانی تاریخ او تاریخي خپرونې یې د شخصیت په اړه وايي ، چې شاه د ښه نیت خاوند و.

محمد اصف خواتي په خپل اثر (افغانستان تر سلطنت وروسته) کې د محمد ظاهرشاه د شخصیت اړوند ليکي ، چې پاچا د ارم کرکټر خاوند و. جنرال رحمت الله صافی یې د شخصیت اړوند ليکلي چې څرنګه د هغه تخلص المتوکل علی الله و، همداسې يې پر الله ج توکل کړی و او له ساتونکو پرته به په ښار او د هيواد په نورو سیمو کې په ډاډه زړه ګرځېده.

د پاچا محمد ظاهرشاه په قانوني لسیزې کې افغانان له دغسې قانوني ژوند، ازادۍ او ارامۍ څخه برخمن وو، چې د سیمې نور خلک هغسې بهره من نه وو. ( پوهاند حسن کاکړ، زما غوره لیکنې- ۲۲۴ مخ)

ښاغلی غوث خیبري په خپل اثر (د لوی افغان تاریخ) کې د محمدظاهرشاه د شخصیت اړوند لیکي، چې هغه یو فرهنګپال شخصیت و او په شاهي ارګ کې یې یوه ډېره لوی او شتمن کتابتون درلود، چې د کمیابو خطي نسخو په ګډون ورکې زرګونه ټوګه کتابونه پراته وو. هغه په چارو کې ورو او محافظه کاره و. همدارنګه لیکي، چې د محمدظاهرشاه په دوره کې نه کورنۍ جګړې وې او نه بهرني فشارونه او ګواښونه. د پښتونستان د داعیې سره سره پاکستان جرئت نه درلود په افغانستان وبلوسي او په هيواد کې امن او سوله وننګوي.

مخکنی ولسمشر حامد کرزی د اعلیحضرت د شخصیت په اړه وايي ، چې اعليحضرت محمد ظاهر شاه....

د افغان واکمنو کرونولوژیک تاریخ (ناچاپ اثر)