امريکايي سناتور : امريکايي بايد په افغانستان کې په دايمي توګه پاتې شي

له جنوبي کارولينا څخه جمهوري غوښتونکی سناتور (لينډسي ګراهام) خبريالانو ته ويلي، چې امريکايي ځواکونه بايد په افغانستان کې په دايمي توګه پاتې شي او په دې هېواد کې دايمي پوځي اډې جوړې کړي. ده وويل، چې امريکا د نړۍ په ډېرو سيمو کې پوځي اډې لري او بايد په افغانستان کې هم دا اډې جوړې کړي. د ده په وينا ، دا به د پاکستان او د سيمې د نورو هېوادو لپاره يو سيګنل وي ، چې نور طالبان بېرته نه شي راګرځېدلی.ده وويل، چې په دې توګه به له افغانانو سره اقتصادي، سياسي او پوځي اويکي رامنځته شي.