د عبدالله او محقق ناسته 

روهي (درې نۍ/۳۱ د چنګاښ)، د حکومت د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د هزاره ګانو مشر او د اجرائيه رياست پخواني دويم مرستيال محمد محقق سره کتلي دي. د عبدالله عبدالله له خولې چې دوی د هېواد پر عمومي وضعيت خبرې کړې دي. 

محمد محقق د تېرو ټاکنو پر مهال د عبدالله عبدالله نېږدې ملاتړ او د څنګ سړی وو. د عبدالله عبدالله په سياسي برخه کې درې وزارتونه هزاره ګانو ته ورکړل شوي دي چې محمد محقق يې کسان معرفي کړي دي. 

د حکومت د مصالحې عالي شورا پر مشر ډاکټر عبدالله عبدالله جدي نېوکې دا دي چې د سولې بهير چې اوس يې ده مشري او مديريت په لاس کې اخېستی دی، شاته کړی او لا هم په سياسي کړو - وړو اخته دی. 

عبدالله عبدالله تېره اوونۍ د هېواد شمال جوزجان ولايت ته تللی وو چې د جنبش ګوند مشر جنرال دوستم ته يې د مارشالۍ رتبه ورکړه. له دې وراېخوا د عبدالله عبدالله ډېرۍ ناستې داسې تر سره کيږي، چې د سولې مسايلو په کې کم وي. 

د مصالحې عالي شورا چې اوس مهال يې عبدالله عبدالله مشر او د ده ټيم په کې راټول شوی دی، چې په څه کم تېرو درېيو مياشتو کې د پام وړ لاس ته راوړنه او چاره نه ده تر سره کړې. 

د دغه شورا داخلي جوړښت، چې عمومي ناسته او نورې برخې په کې شاملې دي، تر اوسه بشپړې شوې نه دي. د عبدالله عبدالله په مشرۍ د مصالحې عالي شورا پنځه مرستيالان لري، خو تر اوسه يې يوازې هغه د عبدالله عبدالله ټاکنيز مرستيالان په چارو بوخت دي.