ام کيو ام د پاکستان له حاکم اېتلاف څخه ووت

د مهاجرو قومي غورځنګ پرون ماښام اعلان وکړ چې د يوسف رضا ګېلاني په مشرۍ د پيپلز پارټۍ له حاکم اېتلاف څخه وتلی او تر دې ورورسته به په پارلمان کې د اپوزېشن پر څوکيو کښېني.د ام کيو ام د مشرتابه شورا غړي فيصل سبزواري وويل، چې ګوند به يې د سېند په حکومت کې همدارنګه برخه ولري.
د دې پر وړاندې لومړي وزير يوسف رضا ګېلاني خبريالانو ته ډاډ ورکړ ، چې د ده حکومت له هېڅ ډول ګواښ سره مخ نه دی او دی له ټولو ګوندونو سره په تماس کې دی. د يادونې وړ ده چې تر ام کيو ام وړاندې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جميعت العلمای پاکستان ګوند هم له حاکم اېتلاف څخه وتلی دی.