امریکا په 2010 ز کې 25 خبري پېښې سانسور کړې دي


الامارات الیوم ورځپاڼې په امریکا دبیان او مطبوعاتي ازادۍ په اړه یو راپور خپور کړې دی دراپور لیکوال خالدمحمود وايي : په 2010 ز کې ځنې پېښې داسې وي ،چې خبري ارزښت ېې درلود او دخپراوي وړ وې ، خو امریکايي چارواکو ېې دنه خپراوي امر او سپارښتنه کړې وه . لیکوال زیاتوي ددې پېښو دمخنیوي لاملونه ډېر دي ځنې ېې حکومتي دي ، خونور بیا دمهمو شرکتونه دي ،چې دخپلو ګټو په موخه ېې رسنیو ته د نه خپراوي سپارښتنه کړې ده . هغه څه ،چې منعه شوې دي لنډیز ېې په دې ډول دی :
دنړۍ هېوادونو وروسته داسې وانګیرله ،چې موږ له امریکايي جګړۍ او بریدونو سره له اړتیا ډېره مرسته کړې ده په دې اړه دشنګهای په غونډه کې دچینايي ولسمشر هوګنتاو ، روسي ولسمشر میدویوف اونورو مهمو ولسمشرانو د 2009 ز په غونډه کې په دې اړه خپلې اندېښنې رابرسېره کړه او دستونزې دحل غوښتنه ېې وکړه دوی دخپلو خبرو په پیل کې د ډالر دځایناستي په اړه خبرې وکړې ،چې په نړیوالو کچه د ډالر استازیتوب وکړي او زیاته ېې کړه که چیرې زموږ دا ډول نوښت بریالی شو نو ډالر به په ډراماتیکه بڼه راټېټ شو او د وارداتو بیه به لوړه شي ،چې په دې کې تیل هم شامل دي دیادونې ده ،چې امریکا په غونډه کې دګډون نه کولو پریکړه کړې وه .
موږ به ېې دروهي ویبپاڼې لوستونکو ته له افغانستان او سیمې سره داړونده هغو لنډیز رانقل کړو .
1 – دنړۍ په تاریخ کې تر ټولو ستر نظامي ایتلاف په افغانستان کې پر جګړه بوخت دی :
دنړۍ په تاریخ کې تر ټولو ستر نظامي ایتلاف افغانستان ته راغلې دی ،چې له ترهګرۍ سره وجنګیږي له ناټو سره دکولمبیا ، منګولیا ، ارمنستان ، چاپان ، سویلي کوریا له یو ځای کېدو راوروسته دا په افغانستان کې تر ټولو ستر نظامي ایتلاف دی ،چې شمېر ېې اوس 50 ته ورسید . اوس په افغانستان کې دپنځولویو وچو جنګیالي له ترهګرۍ سره جګړه بوخت دي .
2- جنرال سټانلی مکریستال جنګي جرمونه ترسره کړې دي .
په افغانستان کې دامریکايي او ناټو سرتېرو عمومي قومندان جنرال سټانلي مکریستال د2010 ز دجون پر 23 مه نېټه له خپلې دندې ګوښه شو نوموړي له رولینګ سټون مجلې سره په خپله مرکه کې دامریکايي چارواکو په اړه خبرې کړې وې . دراپور له مخې په افغانستان کې دجنرال مکریستال نظامي تاریخ ډېر پیچلې او ګونک دی نوموړي دافغانستان په ځینو پښتون مېشتو سیمو جنګي جرمونه تر سره کړې دي ،چې رسنیو ېې په اړه څه نه دي ویلې او خپله افغان چارواکي هم نه پوهیږي ،چې دجنرال په مستقیمه سپارښته څومره بې ګناه وګړي وژل شوې دي .
3 - امریکايي امنیتي شرکتونو طالبانو ته رشوت ورکړې دی .
په افغانستان کې امریکايي امنیتي شرکتونو طالب جنګیالیو ته رشوت ورکړې دی او په بدل کې ېې له طالبانو دا تضمین اخستې دی ،چې ددوی کاروانونواو ساتونکو ته به زیان نه رسوي راپورونو دا هم تاېید او منلې ده ،چې امریکايي الوتکو دافغانستان له سویله نورو سیمو ته دګونکو قراردادونو پر مټ طالبان لیږدولې دي .
4- بلاک واټر په پاکستان کې پټه جګړه کوي .
دبلاک واټر یو شمېر ساتونکي ،چې دپاکستان په کراچۍ کې په یوه امریکايي نظامي اډه کې ځای پر ځای شوې دي په پاکستان کې دننه او بهر دطالب جنګیالیو مشرانو پل څاري او دترور هڅه ېې کوي پردې سربېره دا ډله په پاکستان کې دهغو هدفونو په اړه معلوماتو راټولوي ،چې وروسته ېې بیا امریکايي بې پیلوټه الوتکې بمبارد کړي .