مسلمان ډاکټر باید کوم  صفات ولري؟

ډاکټر یا هم معلجه کوونکی یو ډېر غټ مسولیت لري. د یو هېواد ډاکټران د خپل هېواد اقتصادي حالت ته سمون ورکولی شی. ډاکټر وروسته له ډېرو درس ویلو،  زحمت ایستلو او عملي کارونو څخه کولی شي ځان ته شخصي کلیلنک پرنېزي، او ځان ته د ډاکټر خطاب وکړي.

ډاکټر کېدل یو ډېر مقددسه دنده ده. چې هر عادي  څوک نشي کېدلی چې دا دنده پر مخ یوسي.
نو راځئ  په دې پوه شو چې یو مسلمان ډاکټر باید کوم صفات ولري: 
۱: نرم زړه، حیاناک، پاکلمن، مخلص او دینداره وي.
۲: غوره اسلامي اخلاق او نرم مزاجه وي.
۳: نظافت په پوره ډول مراعت کړي.  او شرعی لباس ولري.
۴: د مادي هدف تر څنګ باید د خدمت هدف هم ولري، او ټولو ناروغانو ته په یوه اودرنه سترګه وګوري.
۵: په خپل مسلک کې له حده زیات معلومات ولري، او د نوره پوې د لاسته راوړنې لپاره زیار وباسي.
۶: یوه ډاکټر باید هوښیار وي او له هر ډول غوصې او غرور څخه ځان وساتی.
۷:د ناروغانو راز ساتونکی وي او له هغوی څخه د بې ځایه او شخصي پوښتنه څخه ځان وساتی.
۸: یو مسلمان ډاکټر باید د مریض اقتصادي حالت په نظر کې ونیسي، او له بی ځایه غوښتنو څخه ډډه وکړي.
۹: د الله عبادت وکړي او نور ټولو ته دعوت وکړي.
۱۰: ټول کړن لارې باید د اسلام د اصولو مطابق وي.