بې بيې جنتونه؛ د عرفې ورځې روژه او ثوابونه يې 

د سپوږميز کابل د ذوالحجه مبارکې مياشتې ۹مه نېټه د عرفې مبارکې ورځ وي. د يو حديث اړوند، د عرفې ورځې په شمول د ذوالحجه لومړۍ لس ورځې د ټول اسلامي کال د غوره ورځو څخه دي. 

۱- د عرفې مبارکې وځې ذکر الله تعالی به سپيڅلي قران کې کړی دی. 
۲- رسول الله ص فرمايلي دي چې عرفه هغه ورځ ده په کوم چې الله تعالی د جهنم وړ مسلمانان له اور څخه وباسي. 

۳- د قدر شپه  سپڅلي قران د نزول شپه ده، خو بيا د عرفې مبارکه ورځ د سپڅلي قرآن د بشپړتيا ورځ ده. الله تعالی د د قدر په شپه د قران کريم لومړی آیت نازل کړی او بيا يې د عرفې په ورځ د قرآن کريم ورستی آيت نازل کړی او دې سره قرآن کريم بشپړ شو. 

۴- حضرت محمد رسول الله ص فرمايلي دي چې عرفه د دعا ورځ جوړه کړئ. په دې ورځ بايد مسلمان د خپل ځان، کورنۍ، هېواد او اسلامۍ نړۍ لپاره د خلاصون دعا وکړي او له خدای ج غوښتنې وکړي. 

۵- مسلم شريف د حضرت محمد مصطفی ص حديث مبارک راخېستی ی چې څوګ د عرفې مبارکې ورځې روژه نيسي، نو د تېر کال او يو راتلونکي کال ټوله ګناهونه يې معاف کيږي. دا ورځ دومره مبارکه ده چې هغه ګناهونه چې تر اوسه انسان کړي هم نه دي، د الله تعالی له خوا ورته بښل کيږي. 

۶- جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي د عرفات د ورځي د روژې نيولو په ثواب کې مې په الله دا اميد دي چې د راتلونکي کال ، او تير سوي کال ګناهونه پري معاف کړي.

۷- د عرفې پر ورځ قرباني کول سنت لاره ده. د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفی ص د لوی اختر ورځو د واجب قربانۍ وراېخوا، د عرفې پر مبارکه ورځ هم قرباني کړې ده چې سنت قرباني شمېرل کيږي. د اسلام خوږ پيغمبر به د عرفې ورځې د قربانۍ غوښې هم په اړو کورنيو وېشلې او په دې سره يې د دوی لاس نېوی کولو. 

۸- د عرفات د ورځې روژه نيول د هغه چا د پاره چې د عرفات په ميدان کې حاضر نه وي سنت ده.