د نړۍ تر ټولو خطرناک زندانونه

زندان هغه ځای دی چې کله یې هم تصور کوو نو په دې دنیا لحد یا هم قبر را په پیدا شي. داسی د نړۍ څومره خلکو خپل د عمر څومره  کلونه په کې تیر کړي تر اوسه دا تحقیق ندی شوي.

زندان یا هم جېل له دېر پخوا څخه یو جزا خلکو ته تعیینه شوی ده حتا پخوا وختونه کې کله چې څوک د زنا په ګناه مرتکب کیدل نو لومړۍ سر کې همدا زندان ورته جزا ټاکل شوی وو.

د قانون له مخې زندان د مجرمینو د اصلاح ځای دی او نه باید له حده ډېر شکنجه او درد وي.
خو اوس په نړۍ کې داسې زندانونه شته چې د تصویر په لیدلو سره یې انسان ته وېره پیدا شي نو راځي په دې پوه شو چې دا زندانونه کم دی او چيرته دی د ښه پوهېدلو لپاره موږ سره ووسی.

لومړی: دیار بکر زندان
دغه زندان د ترکیې په سوېل ختیځ دیار بکر ایالت کې په کال ۱۹۸۰ زېږدیز کې جوړ شوی دی او له هغه وخت څخه تر اوسه پورې لوی مجرمین پکې ساتل کېږي.

په دغه زندان کې شکنجه، تعذیب او ربړونه عادي چاره ده او همدا لامل دی چې دیاربکر زندان د نړۍ له خطرناکو زندانونو څخه ګڼل کېږي.

ددغه زندان یو بل خاصیت دا دی چې دغه محبس دوه برخې لري، چې یوه برخه يې د E بڼه لري چې د ۷۴۴ تنو د ساتنې ظرفیت لري او او بله برخه یې د D بڼه لري چې ۶۸۸ تنو د ساتنې ظرفیت لري خو اوس مهال پکې د زندان د ظرفیت څو برابره زیات بندیان ساتل کېږي.

دويم: تدمر زندان
دغه زندان د سوریې ختیځ ایالت تدمر په وچو دښتو کې پروت دی، دغه زندان په لومړیو کې د پوځي مجرمینو د ساتنې لپاره جوړ شوی وو خو وروسته له ۱۹۸۰ زېږدیز کال څخه بیا هر ډول مجرمین پکې ساتل کېږي.

درېیم: تور ډولفین زندان
د تور ډولفین زندان د روسیې تر ټولو خطرناک زندان دی چې تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې ساتل کېږي، زندان د قزاقستان پولې ته نیژدې پروت دی او د روسیې د تر ټولو خطرناکو مجرمینو کور ګڼل کېږي.

او داسی نور زندانونه هم شته چې هغه خلک چې حبس په کې تیروي ټوله ورځ یې ارمان د مرګ غوښتل وي.