له څنګه چې له خرما سره ټول اشنایي لری او د نړۍ له قیمتي مېوو څخه شېمرل کیږي.
ښايي ډېر په دې پوه شي چې خرما کومې او څومره ګتې لري خو بیا ډېر ورڅخه د یو خوندورې میوه په توګه کار اخلي او په مختلفو طریقه يې استفاده کوي. دا هم باید زیاته کړو چې خرما د پېغمیرانو او صحابو خوراک وو.
نو راځې د ديې سپڅلې او ښه ذایقه درلودنکې میوې په ګټو پوه شو.
- خرما یوه ښه میوه ده ځکه چې هر څوک چې دا وخوري نو حتماً یو ګټه ورته رسوي.
- خرما داسی میوه ده که هر څومرې وخورې نو په ډېره اسانۍ سره هضمیږي.
- خرما د زړه لپاره ډېرې ګټې لري او در زړه حرکات نورمال ساتي.
- که هره ورځ له ۴ تر ۵ خرما پورې وخوړل شي نو په بدن کې د کلسیمو نیمګړتیاوې پوره کیږي.
- خرما باید وخوړل شي ځکه د وینې کلسترول کموي او د زړه په حرکاتو کې ګډوډي نه رامینځته کوي.
- هغه خلک چې د ورځې ډېر کار کوي او بیا د ډېرې ستړتیا احساس کوي نو دوی ته توصیه کیږي چې درې یا دوه خرما وخوري ځکه دا دوی ته یوه ښه ډالي ده.
- هغه طبقه خلک چې خبرې ورڅخه هیريږي نو دوی باید ډېره خرما وخوري.
- هغه خلک چې په هر موسم کې زکام کیږي نو خرما دوی ته ښه دوا ده.
- یوه ډېر مهمه ټکي هغه دا چې د تازه زخمونو د ټنکېدو او د مکربونو وژونکی دی.
له خرما د ګټې اخېستنې طريقه:
خرما د شپې له خوا په ګرمو شيدو کې لانده کړئ، او سهار یې په اور کې جوش شي اوبیا یې له شیدو سره وخورئ. دا کار کولی شئ په ورځ کې دوه ځلی تر سره کړئ.
خرما نه باید له اینځیرو سره یو ځای استعمال ش ي ځکه دواړه دېر زیات قوي دي، او باید ۶۰ ګرامو څخه زیات استعمال نشی ځکه معده دومره ژر نشی هضمولی.
وروستي