سرنوشت : تېر کال له ملي اردو پرته 18560 افغانان وژل شوې دي


د2010 ز کال په هره میاشت کې په منځنۍ کچه له 100 زیات ملي پولیس دهېواد په بېلابېلو سیمو کې وژل شوې دي ، خودغه شمېره دپخوانۍ هغې په پرتله راکمه شوې ده .
دکورنیو چارو وزارت ویاند زمری بشري دیوې مطبوعاتي ناستې په ترڅ کې وویل : په تېر زیږدیز کال کې 1292 پولیس وژل شوې دي او 2447 نور ټپیان شوې دي بشري تېر کال دملکي وګړو لپاره خونړی هغه وباله او زیاته ېې کړه چې 2043 ملکي وګړي وژل شوې دي او 3571 نور ټپیان شوې دي .
دیادونې وړ ده ،چې اکثره ملکي وګړي دافغانستان په پښتون مېشتو سیمو کې وژل شوې دي اوس ېې کتونکي په دې باور دي ،چې دا له پښتونوژنې پرته بل څه نشي کېدای .