ولسمشر خپل 14 سلاکاران له دندو ګوښه کړل


ایراني ولسمشر محمود احمدي نژاد دخپل ډول یوه ځانګړې پریکړې ده او هغه دا، چې نوموړی امر کړې دی زما 14 سلاکاران ،چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ېې دندې درلودې دلامل له څرګندونې پرته له دندو ګوښه کړې دي .
مهدي کلهر په فرهنګي چارو کې دمحمود احمدي نژاد سلاکار وايي : دا سلاکاران ټول له ولسمشر سره یوې ناستې په موخه راغونډ شوې و ،چې ولسمشر ورته دګوښه کېدو فرمانونه په خپل لاس ورکړل احمدي نژاد ددوی له خوا تر سره شوې چارې ښې وارزولې او دوی ته ېې په پاتې ژوند کې دبریا دعا وکړه فرهنګي سلاکار زیاته کړه ځنې سلاکاران به نورې وړ دندې تر لاسه کړي .