حنیف اتمر: د بین الافغاني خبرو د ځنډ لپاره کوم بل دليل شتون نه لري

روهي (پنځه نۍ/۲۶ د چنګاښ)، د بهرنیو چارو وزارت چار سمبال وزير  محمد حنيف اتمر نن ورځ کابل کې په یوې خبري غونډه کې ويلي، د طالبانو د غوښتنو پر بنسټ ۴۵۰۰ طالب بندیان خوشې شوي دي. نور نو کوم دلېل د بین الافغاني مذاکرې له پاره نه لېدل کېږي چې وځنډول شي. 

حنيف اتمر یادونه کوي، چې بین الافغاني مذاکرې به قطر کې پيل شي خو يو شمېر نورو بهرنیو هېوادونو هم تياری ښوودلی چې د افغانانو ترمنځ خبرو کوربتوب وکړ. 

ښاغلی اتمر وايې، بین الافغاني مذاکراتو داېرېدل د افغانستان او ټولو هېوادنو هېله ده تر څو یو پرمختللی افغانستان جوړ کړو.

بيا له بلې خوا، طالبان ټېنګار کوي، چې تر څو ۵۰۰۰ طالب بندیان د حکومت له خوا خوشې نه شې هېڅ کومې مذاکرې ته نه حاضرېږي. دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت شورا له طالبانو څخه د ۵۹۲ کسېز د طالب بندیانو د خوشې کېدو لېست غوښتنه کړې ده.