مارشال چېرته دی!؟ کونړ کې پاکستاني ملېشه پر افغانانو توغندي واروي 

تېره ورځ افغانستان کې دوه مسالې د خبرنو سرټکې وې. کونړ کې د افغان پوځيانو او پاکستاني ملېشه ځواکونو نښتې او جوزجان کې جنرال دوستم  ته د سياسي هوکړې او امتياز په ډول د مارشالۍ د ورکړې مراسم. 

افغانستان کې د طالبانو او حکومت ترمنځ د روانې جګړې وراېخوا؛ تېره ورځ پاکستاني ځواکونو کونړ کې لومړی د افغان پوځيانو پر د سرکاڼو په نواپاس سيمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل او همدا ډول يې پر مررورې ولسوالۍ د توپونو ډزې وار کړې. د کونړ د پوليسو د وياند په خبره د پاکستاني ځواکونو ډزې کې شپږ ولسي افغانان وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي. 

کونړ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړې پر مهال جوزجان کې په لوړه کچه مراسم نېول شوي وو او د افغانستان د سولې بهير مديريت کوونکی او مسوول  ډاکټر عبدالله عبدالله هم ورغلی وو. د هېواد په ډېرۍ برخو کې جګړه او کونړ کې د پاکستاني ملأېشه ځواکونو وړاندې راتګ؛ د دوستم د مارشالۍ په غونډه کې چا تصور هم نه کړ. 

د جنرال دوستم د مارشالۍ په مراسمو کې په خپله عبدالرشيد دوستم ويلي چې ولسمشر او نړيواله ټولنه دې اجازه راکړې چې په شپږو مياشتو کې طالبان او مات او نابود کړم. خو دوستم دا هېروي چې طالبان افغانان دي او نن په دې ملي، سيمه ييز او نړيواله اجماع ده، چې طالبان نابود او مات کيږي نه بلکې د سولې بهير له لارې به د واک  برخه کيږي. 

جنرال دوستم چې پر خپلو اوږو د ترټولو سترې پوځي رتبې افتخار وهي، د طالبانو د نابودۍ او ماتولو پر ځای ورته په کار ده، چې د افغانستان د ټوټه شوې برخې (پښتونخوا) او اوس وخت کې پر ډيورنډ کرښې د پاکستاني ځواکونو د پاڅونکو او تيري کوونکو هڅو په اړه يې ويلي وای. 

د نړۍ په ډېرۍ هېوادونو کې د مارشالۍ رتبه هغه چاته ورکول کيږي، چې  د يو بهرني هېواد پر وړاندې يې له خپل هېواده درې ځلې بريالۍ دفاع کړې وي. دوستم خو په تير کې د دغه اصل خلاف عمل کړی خو چې د مارشالۍ رتبه يې پر اوږو وهل شوې، څومره به د خپل هېواد له خاورې دفاع وکړي. 

که چېرې دوستم د طالبانو پر وړاندې د جګړې وايي نو افغانان ولس طالبانو سره د جګړې پر ځای؛ طالبانو سره د سولې هيله لري. خو که چېرې جنرال دوستم د جګړې لېواله او رېښتنی پوځي وي نو کولی شي، چې کونړ کې د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې له افغان خاورې ساتنه او دفاع وکړي.