ناټو ځوا کونو ته نوې پر مختللې وسلې ورسېدې

 پرون کاناډايي ځوا کونو په کندهار کې د(سي سي 130جې هر کوليس) په نا مه پر مختللې الوتکې ترلاسه کړ ې. دغه الوتکې شپږ مياشتې وړاندې د لو مړي ځل لپاره له فا بريکې راوتلې او په شپږو مياشتو کې يې پيلوټان وروزل شول او دا دی د استفادې لپاره کندهار ته راورسېدې. له دغو الوتکو څخه به د ترانسپورت او اکمالاتو لپاره ګټۀ اخيستل کيږي. همداراز ا مريکايي ځوا کونو د (ګورګون سټېر) په نا مه نوې ډرون الوتکې ترلاسه کړي دغه الوتکې کولی شي په يوه کلي او ياښار کې د هر خوځېدونکي شي ژوندي انځورونه مرکز ته واستوي او هېڅ شی يې له سترګو پټ پاتې نه شي.