زما د ورور بې حیا سترګې!

په لومړي سر کې غواړم دا ووایمه چې زما دا لیکنه ټولو هغه زما مسلمانو وړونو  ته ده، چې د اسلام د  نارو  په وهلو ستړي شوي خو تر اوسه ورته د اسلام رېښتنې لار مالومه نه ده. 

نن غواړم په خپلو الفاظو د افغان نجونو درد بیان کړمه؛  که زما مسلمانان وړونه د اسلام سپيڅلي دين رېښو او اساساتو ته پاملرنه وکړو زه ستاسو خور راځمه، ځکه زما او ستا مور او پلار [یعنی بی بی حوا او آدم (ع)] دی.

زما عزت ستا عزت دی، زه ستا د عزت ساتلو لپاره د خپل هر یو ارمان څخه تیره شوې یمه.
زما حاضره یمه ستا د یو مسکا لپاره هغه څوک چې اصلاً کتل یې راته خوند نه راکوي د ټول لپاره قبول کړمه. او په داسې لهجه درې ځلې ووایمه چې (قبول مې دی) چې زما هغه نازک زړه په ګوګل کې په چېغو نارې وهي چې دا ظلم دی.

زه ستاسو لپاره حاضر یمه چې آزاد ژوند راته تور زندان کړمه او د کور د باندې وتل راته حرام اعلان کړمه ځکه ستا د هغه دین له نظر چې یو څو بې سواد ملایانو تاسو ته جوړه کړې زما وتل ستا عزت ته او هغه د لونګي شمله چې زما په پټ ساتلو دې جوړه کړې له مېنځه وړل کیږي.

زما وړونو تاسې هر یو خپل خور درته عار او ننګ ښکاري خو کله چې د باندې د بل یوه خور مخې ته درشي نو هلته بیا ستا غیرت الوځي هلته نو ستا سترګې دومره شخې شی چې اوښکې او څخه رارونې شی او ستا در سترګو نه حیا، اسلامیت او غیرت داسې په منډو شي چې ته خپله ورته حیران یی.

او ستا خور چې وروسته له ډېره وخته او له ډېر اجازو اخېستلو  له کوره وتلې نو تاته څه د ویلو لپاره نه لري او مجبوره ده چې تاته او ستا سترګو ته د بی حیا خطاب وکړي.

هغه دومره مظلومه ده که چیرې ستا په وړاندې کم عکس العمل ښکاره کړي نو او دا تا او ستا غوندې نور د حیا ټوکري په هغې د سنګسار کولو جزا اعلان کړي.

او زه یو مظلوم او عاجزه یمه زه د دې توان نه لرمه چې خپله بی ګناهي  ثابته کړمه، زه د دې حق نه لرمه چې خپل هر یو آرمان کوم آرمانونه چې زما دنیا ده تر لاسه کړمه ځکه ته زما خنډه یې.

که عاجزه شمه نو ته هر هغه کار چې دې زړه وغواړي کوې، که زه ستا د هره خبرې ځواب درکړمه نو بی حیا او بی سترګې یمه ، که زه د ځان خېال وساتمه او نظافت مراعات کړمه نو ته سمدلاسه دا تورې را پورې کړې چې د نور لپاره دې ځان جوړ کړې، که زه خدای ښایسته پیدا کړې یمه نو دې کې هم زما ګناه ده.

زه کم ټول عمر ستا هر خبره ته سر ټیټ کړمه نو بیا ته خوشحاله یې خو که یو ثانیه لپاره سر پورته کړمه نو ته ما له ژوند بې زاره کړې.

تاسې ټول خپل د عزت د ساتلو لپاره ښخ ښخ برېت پریښي خو د بل عزت باندې داسې لوبې کوي چې کفار درته حیران دی.

که یو ښځه ستاسې خور وي تاسو په هغې د عزت په نامه داسې ټکری په سر کوي چې ټول ځواني په توره شپه کې تېره شی.

که ستاسو مېرمن شي نو بیا ستاسو غلامه ده او ترټولو غټ امیتاز دا دی چې تاسو ته ستاسو نسل اضافه کړي.

او که ستاسو لور شی نو بیا د خپل نس د مړښت لپاره په یو بل داسې مسلمان چې ستونې د کفار د جنګ کولو لپاره د جهاد په نارو لوېدلي په داسې  قیمت خرڅې کړي چې اصلی مسلمانان خپل سپی نه خرڅوي.

دا دی ستاسو مسلماني  او اسلام؟
نه زما مسلمان وروه زما اسلام او زما خدای زما د پښو لاندې جنت قربان کړي. زه دا منم چې زه ګنهګار یمه او ګناه مې دا ده چې د مجاهیدونو په هېواد کې خدای ښځه پیدا کړي یمه.

نوت: دا لیکنه د د ټولو هغه ښځو درد دی چې دوی نشی بیانولی او د غیرت په نام زندان کې ژوند کوي.
او غواړمه د دې لیکنې په پای کې د دنیا له ټولو ښه پلارونو، وړونو او خاوندانو څخه مننه وکړمه چې د اسلام کړن لاره تطبیق کوي، او مننه کومه له خپل مهربان او غیور پلاره نه چې ماته یې د بهترین ژوند زمینه برابره کړې.