افغان جګړه لاهم د مرګ په بيه روانه ده؛ مايک پمپيو او سرګې لاروف پر افغانستان خبرې کړي

روهي (درې نۍ/۲۴ د چنګاښ)، د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو له خپل روسي سيال سرګې لاروف سره د افغانستان پر مسايلو خبرې کړې دي. د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت د دغه ټيلفوني اړيکې په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي. 

دا خبرې وروسته له هغې شوې دي چې په دې وروستيو کې يو شمېر لوېدېځو رسنيو لېکلي وو، چې روسيي استخباراتو افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د وژل لپاره کسان ټاکلي وو او نېږدې يو امريکايي پوځي د وژل پر سر يې سل زره امريکايي ډالر انعام ورکولو. خو روسيې دغه ادعاوې رد کړې او امريکا يې بيا د پلټنو وايي. 

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف هم له يوې روسۍ رسنۍ ۍسره په خبرو کې، ويلي وو چې فغانستان کې شته امريکايي پوځيان د نشه يي توکو قاچاق کې لاس لري. ضمير کابلوف ادعا کړې وه، چې د کندهار او بګرام هوايي ډګرونو امريکايي چورلکې او الوتکې د نړۍ نورو هېوادونو ته الوتنې کوي؛ امريکايي پوځي او استخباراتي چارواکي په کې د نشه يي توکو قاچاق کوي. 

له دغه مسايلو وراېخوا؛ روسيه او امريکا د غوايي کودتا را وروسته چې نېږدې ۴۰ کاله کيږي د افغانستان په مسايلو کې دخيل دي. ځيني وخت روسيه د شته حکومتونو خلاف او بيا ځيني وخت دا ماموريت امريکا اخلي. د مجاهدينو پر مهال چې روسي پوځيان افغانستان کې وو، امريکا په څرګنده د هغه وسله والو ډلو مالي او پوځي ملاتړ کولو چې ايران او پاکستان کې مېشت وو او د وخت حکومتونو پر وړاندې يې د جهاد په نوم وسله واله جګړه کوله. 

اوس وخت کې ځيني وخت داسې ادعا کيږي، چې ګواکي روسيه د طالبانو ملاتړ کوي او په افغانستان کې د امريکايي پ،ځيانو له شتون سره سخت مخالفت لري. خو طالبانو او روسيې بيا دا ډول خبرې رد کړې؛ رسنيزه پروپاګندا او بې بنسټه ادعاوې يې بللې دي. 

افغانستان چې له لسيزو د جګړې ډګر دی، د روسيې او امريکا پر  څېر د سترو هېوادونو وراېخوا، ايران، پاکستان، سعودي عربستان، چين او هندوستان هم په کې خپلې ملي ګټې لټوي او د شنونکو په اند همدا دې د نړۍ او سيمې هېوادونو مجهول سياستونه دي، چې د افغانستان د سولې مزل يې اوږد کړی دی.