دولسمشر ویاند وحید عمر له خپلې دندې استعفاورکړه



دولسمشر حامد کرزي ویاند وحید عمر له خپلې دندې استعفا وړاندې کړه داخبره په ارګ یوې باخبره سرچینې روهي ویبپاڼې ته کړې ده . دسرچینې له قوله ښاغلي عمر خپله استعفا نږدې یوه میاشت ولسمشر ته وړاندې کړې ده ، خو تر اوسه ېې برخلیک جوت نه دی .
دیادونې ده ،چې دښاغلي وحید عمر داستعفا لامل دیومطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې ولسمشر عمر ته کومه سخته خبره کړې وه ،چې وحید عمر ېې بیا په غبرګون کې داستعفا ګواښ وکړ .