ولې غوماشي (mosquitoes) ځيني کسان چيچي او ځيني کسان نه چيچي؟ شپږ لاملونه يې دلته ولولئ 

غوماشي يا ماشي چې په انګلېسي کې ورته mosquitoes وايي يو ډول ژوندي موجودات دي، چې هغه ځايونو کې چې انسان وسيږي دوی هم پيدا کيږي. غوماشي انسان چيچي او د ګرمې په وخت کې ډېر وي. ښايي تاسې اورېدلي او يا هم لېدلي وي چې غوماشي ځيني کسان چيچي او ځيني نور کسانو سره بيا کار نه لري. دا چې ولې او آيا دا رېښتيا ده، لاندې يې ولولئ. 

۱- کاربن ډای اکسايډ Carbon dioxide: 
غوماشي دا وړتيا لري چې خپل اړوند چاپيريال کې د کاربن ډای اکسايد شتون حس کړي. هغه کسان چې ګرمۍ کې ناست وي او يا تمرين کوي نو ډېر کاربن ډای اکسايډ بهروي. د کاربن ډای اکسايډ بهر کېدل غوماشي ته دا په ګوته کوي، چې نېږدې ځايونو کې انسان شتون لري. نو هغه کسان چې  د تمرين يا بل فزيکي کار په وجه کاربن ډای اکسايډ خارجوي، غوماشي هم ورته راځي او چيچي يې. 

۲- د وجود بوی Body odor: 
غوماشي د انسانانو د بدن له ځينو ضايعاتو سره مينه لري. د ګرمۍ په وخت کې د انسان وجود خولې کيږي او د خولو بوی د غوماشو د خوښې بوی دی. د خولې د بوی په وسيله غوماشي د هغه کس چې وجود يې خولې دی، نېږدې ورځي او ورته مزاحمت کوي او يا يې هم چيچي. د خولو ترڅنګ د انسان د وجود په پوستکي کې د ځينو بکترياوو فعاليت هم سبب کيږي، چې غوماشي خپل فعاليت پيل کړي. دا بايد ووايو چې د بکترياوو په شمول که چېرې د انسان د وجود پوستکی کې بيلا بيل ميکروبونه شتون ولري، نو غوماشي بيا نېږدې نه ورځي، خو که چېرې ميکروب يو ډول وي، نو غوماشي بيا د انسان د وجود پوستکی خوښوي. 

۳- رنګ Colors: 
د غوماشو د خوښې رنګ تور دی. هغه کسان چې تور پوستي دي غوماشي يې ډېر چيچي. همدا ډول که چېرې يو سپين پوستکی او يا هم بل نژاد لرونکی کس، تور لباس واغوندي، نو د غوماشو د توجو وړ ګرځي. 

۴- حرارت او د وجود بړاس يا بخار Heat and water vapor: 
د انسان وجود ځانګړی تودخی او بړاس تولېدوي. داسې يو چاپيريال چې هم ګرم وي او لوند وي، نو د غوماشي لپاره د خوښي ځای وي. نو هغه کسان چې وجود يې بړاس کوي او تودخی تولېدوي غوماشي يې ډېر چيچي. 

۵- الکول Alcohol: 
هغه کسان چې شراب څښي نو غوماشي ور سره مينه ساتي او ډېر يې چيچي. په همدې کال کې يوه کوچنۍ څېړنه ښيي چې الکول ګټه اخېستونکي د غوماشي له خوا ډېر چېچل کيږي. 

۶- حملتوب Pregnancy: 
څېړنو دا هم ښوودلې چې حمل لرونکې ميرمنې د هغه ميرمنو په پرتله چې حمل نه لري د غوماشو پخه وسيله ډېرې چېچل کيږي. لامل يې دا په ګوته کيږي، چې حاملې ميرمنې د وجود لوړ تودخی لري.