ژر به د استاد الفت علمي او تربیتي مرکز د سروې چارې پیل شي! 

روان ۱۳۹۹ لمریز کال د استاد الفت د مزار ترڅنګ د هغه په نوم، علمي او تربیتي مرکز جوړېږي، چې سروې به یې ژر پیل شي. 

په ولسي جرګه کې د لغمان ولسونو استازي جنرال عبدالمنیر ترخېل د ۱۳۹۹ لمریز مالي کال د منظورو شوو پروژو په لسټ کې د ریالیست او رښتیني انسان استاد ګل پاچا الفت د علمي او تربیتي مرکز د پروژې د منظورۍ خبره هم کړې وه، نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي و: 

((د ۱۳۹۹ لمریز مالي کال بودجه کې مو په کافي اندازه عام المنفعه پروژې دلغمان ولايت لپاره شاملې کړي دي، چې پکې د استاد ګل پاچا الفت علمي او تربیتي مرکز، ښونځي،  مسجدونو لپاره ودانۍ، کانال، سرکونه او استنادي ديوالونه  شامل دي.))

ددې پروژې د تعقیب لپاره مو د لغمان پوهنې رییس عبدالله حمیدي وپوښته، نوموړي وویل، چې د استاد الفت د علمي او تربیتي مرکز او نورې پروژې مو د اصولو لمخې د ښار جوړونې ریاست ته حواله کړي دي، چې سروې او نورې چارې به یې د هغوی لخوا ژر سرته ورسېږي.

د پوهنې رییس یاده پروژه مهمه ګڼي، وایي چې په جوړیدو سره به یې په سیمه کې یو بل زده کړیز مرکز هم زیات شي، رییس ژمنه وکړه، چې یاد مرکز ته د تشکیل غم هم کوي، چې له امله به یې د سیمې خلکو ته زیاته ګټه ورسېږي.

د لغمان ښارجوړونې رییس انجنیر وفي الله الکوزي ډاډ راکړ، چې ژر به د استاد الفت د علمي او تربیتي مرکز د پروژې سروې پیل شي، چې له هغې وروسته به یې پاتې چارې هم په معیاري ډول ترسره شي.

ښاغلی الکوزی وړاندې وایي، چې د ځینو تخنیکي ستونزو له امله پر وخت ونه توانیدو، چې د روان کال پروژې ټولې سروې کړو؛ خو موږ خپل کار چټک کړی او دا پروژه به ژر سروې شي.

ولې استاد الفت!؟
استاد الفت یو عظیم شخصیت دی فکر او شخصیت پالل یې دا خاوره لا زرخیزه کوي؛ کالونه وشول، چې چا هم د استاد الفت یاده ونکړه، تلین نمانځنه یې همداسې خاموشه پاتې شوه او مزار یې همداسې وران و ویجاړ دی.

 یو وخت به د نوموړي پر مزار مشاعرې کیدې او د تلین نمانځنې ځانګړې برنامې به جوړیدلې، چې د ټول هېواد کادري هستیو به په کې برخه اخیستله.

سږ کال په ولسي جرګه کې د لغمان ولایت یو شمېر وکیلانو د لغمان ولایت لپاره پروژې په بودجه کې شاملې کړي دي؛ چې خوشبختانه دا ځل د استاد الفت علمي او تربیتي مرکز هم په یادو پروژو کې شامل دی، چې له دې سره به د استاد الفت روح لږ خوشاله شي.

موږ د لغمان ولایت له ټولو وکیلانو په ځانګړي ډول جنرال عبدالمنیر ترخېل صاحب څخه مننه کوو، چې په دې برخه کې یې خپل رسالت ادا کړی دی؛ د لغمان ځوانان، فرهنګیان او د پوهنې ملاتړي به د نوموړي مرکز له جوړیدو سره د الفت صاحب فکر ژوندی وساتي او له همدې ادرس څخه په استفادې به ځوان نسل په عالي روحیه او غوره فکر وروزي. 

د لغمان اطلاعاتو او فرهنګ رییس استاد اورنګ صمیم ژمنه وکړه، چې د استاد الفت په نوم ددې مرکز د جوړیدو سربیره به د مغفور الفت صاحب په یاد مشاعرې، علمي او څېړنیز سیمینارونه جوړوي او ولسونو ته به ددې ستر انسان هنر، کمال، شخصیت او اهلت تعریفوي.  

دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ډاډ راکړو، چې پورته یادو شوو، ادارو سره په ګډه به د نوموړي مرکز چارې له نږدې وڅاري او ژر به یې عملي کار هم پیل شي. 

د سیمې لیکوال او فرهنګیان د الفت علمي او تربیتي مرکز جوړیدل، د عالي او غوره فکر خپراوي ته زمینه سازي کول یادوي، چې پرمټ به یې عمومي فکر روغ او تربیه شی. 

پایله!
استاد الفت د سیمې یو نوموتی او مفکر شخصیت و، دده د فکر خپراوي او شخصیت پالنې لپاره اړینه ده، چې علمي مراکز، ښوونځي، جادې او پوهنځي یې په نوم ونومول شي؛ تر څو زموږ درېیم نسل، چې له موږ کشران دي په دې پوی شي او دا عظیم انسان په درسته معنی وپېژني.