هيله؛ د لغمان په رسنیز بهیر کې يو نوی نوم او د خلکو هيلې

د لومړي ځل لپاره لغمان کې د هيلې نوم، په ښه معیار  خصوصي ټلوېزیون جوړېږي، چې پرمټ به یې د دې سیمې د اوسیدونکو غږ په ښه شکل منعکس شي.

تر دې وړاندې د کاوون، رغون، نوښت، سوله ارمان خصوصي راډیوګانو  سربیره ملي ټلوېزیون هم شتون درلود، چې د دې سیمې خلکو ته یې هر اړخیز پیغامونه ورکول. 

تازه د تکړه شاعر مرحوم محمداسحق ننګیال زوی او د رغون راډیو مشر کاوش ننګیال کار پیل کړی، چې له امله به یې ژر د (هیله) په نوم ټلوېزیون جوړ کړي.

کاووش ننګیال:
ټلویزیون د معلوماتو منبع ګڼل کیږي، موږ ښه وګڼله، چې د لومړي ځل لپاره په لغمان کې یو معیاري ټلوېزیون جوړ کړو، چې پرمټ یې ولسونو ته د اګاهۍ په برخه کې خیر ورسېږي.
موږ د دې وطن د ښېرازۍ لپاره پانګونه کوو او له دې لارې ولسونو ته خدمتونه کوو.

د لغمان عام ولسونه،  فرهنګیان، لیکوال او ژورنالېستان دا یو غوره ګام بولي، خوشاله دي، چې لغمان کې خصوصي ټلوېزیون جوړېږي او له نورو متفاوت نشرات پیلوي.

د غږ علمي او فرهنګي ټولنې مشر ذبیح الله تکل:
موږ فرهنګیان او ځوانان خوشاله یو، چې دلته ټلوېزیون جوړېږي، موږ باور لرو، چې ددې سیمې لپاره به ګټور تمام شي.

موږ به د یاد ټلوېزیون له لارې خپل پیغامونه ترخلکو رسوو او خلکو ته به مو خیر رسېږي.

خان ولي ملک:
موږ به له هیلې ټلوېزیون څخه د عامه ذهنیت رغاوي لپاره ګټه اخلو او د خپلې ټولنې د ویښتیا لپاره به یې استعمالوو،  په کار ده، چې یاد ټلوېزیون په معیاري ډول خپل نشرات پیل کړي. 

قومي مخور الحاج شامرد خان تره خېل:
رسنۍ د ولسونو د حقوقو قوي مدافع او د شافیت رامنځته کولو ښې وسیلې دي.
موږ  قومي مخور د هیلې راډیو ټلوېزیون ملاتړ کوو او بنسټګر ته یې مبارکي وایو.

پایله!
رسنۍ د شفافیت تضمینولو، د فساد ختمولو، د عامه بیدارۍ، د ذهنیت رغاوۍ، د اطلاع رسونې، تفریح او لارښوونې غوره وسیلې دي.

هیله خصوصي ټلوېزیون د لغمان ولایت لپاره یوه لاسته راوړنه ده، زیات باور شته، چې د ټولنیزو ستونزو په حل کې به مهم رول ولوبوي. 

د ټلوېزیون اداره باید غوره نشراني پلان جوړ کړي او په معیاري شکل دې نشرات وکړي.