له سولې وروسته ځوانانو لپاره هیلې شته؟

د افغانستان اوږده کشاله، چې ټول بنسټونه یې متضرر کړي دي او په ډېرو برخو کې یې د هېواد برم سوال لاندې راوستی دی؛ دا چې له موقتې ادارې څخه تر دې دمه افغانستان شل کاله مزل کړی او په نسبي ډول یې یو شمېر بنسټونه رغولي دي؛ خو بیا هم د هېواد کلیوال او یو شمېر ښاري ځوانان او ښځې له بعضې حقوقو څخه بې برخې پاتې شوې دي او له شته مشرانو ګیله من دي.
 

د هېواد کلیوال او یو شمېر ښاري ځوانان له توپیري چلندونو څخه رنځ وړي او لکه څنګه چې مناسبه ده، په قدرت، پرمختګ او مدنیت کې خپل ځان کمساری ویني. 
 
د سولې مرکچي پلاوی باید داسې پریکړه وکړي، چې د هېواد د ښځو او ځوانانو لپاره ورکړل شوي حقوق خوندي شي، د زده کړو او کار حقوق باید لا زیات تامین شي؛ داسې طرحې او برنامې باید وړاندې شي، چې د هېواد میرمنې او ځوانان باید په کې خپل ځان وویني. 
 

د ښار او کلي ځوانانو ترمنځ شته واټن باید ختم شي، د کار زمینه باید برابره شي او هوساېنه باید رامنځته شي.
 

که طالبان او شته نظام د ګډ حکومت جوړولو اراده ولري، پورته موارد باید جدي ونیول شي او په دې برخه کې شته محرومیت باید صفر او په حکومت کې د شته ستونزو لپاره دې اصلاحات  رامنځته شي. 
 

طالبان د ځوانانو او ښځو لپاره د مساوي حقوقو د ورکړې لپاره منظم میکانیزم لري؟ بې کاري به ختمه کړي او بهرنۍ اړیکې به روغې وساتي؟ 
حکومت د ښځو او ځوانانو لپاره حقوق معلوم کړي ولې اوس هم د کلي او ښار ترمنځ واټن موجود دی، دا ټولې چارې باید منظمې شي او د اصلاحاتو لپاره دې ګړندی اقدام وشي.
 
له سولې وروسته هیلې شته؟
دا چې افغان دولت او د طالبانو تحریک پلاوي په دوحه کې د سولې مزاکرات پیل کړي دي او غواړي، چې په دې افغانه جغرافیه کې سوله راولي، خلک هیلې لري، چې له سولې وروسته یې باید ټولې هیلې پوره شي.
 

طالبان او افغان حکومت باید له سولې وروسته د سولې مدیریت سربیره د ځوانانو لپاره باید بنیادي برنامې ډیزاین کړي ترڅو ددې هېواد هر ځوان په کې خپل ځان وویني.
 

که د طالبانو تېرې دورې ته پام وکړو، نو دې پایلې ته رسېږو، چې ددې هېواد ځوانان پټې سترګې ساتل شوي و، برقي او انټرنیټي نړۍ ورانه وه، برېښنا په ذربین هم نه ښکاریده او تحصیلي دستګاوې نشت؛ خو که وې هم په عالي معیار برابرې نه وې.
 

څه کول په کار دي؟
که طالبان د خپلې پخوانۍ دورې نقشه بیا تطبیقول وغواړي او یو ځل بیا خپلې تېرې کارنامې تکرار کړي، د ولس غبرګون سره به مخ شي او د نړۍ زیات هېوادونه به یې د تېر په څېر بیا هم په رسمیت ونه پېژني.
 

اوس طالبان د ډېر هېوادونو په منځګړیتوب صحنې ته داخلېږي او له امریکا سره یو شمېر مشروط مسایل هم مطرح دي.
 

د طالبانو د نظام پر وخت یوازې سعودي او امارت له طالبانو سره اړیکې لرلې اوس افغانستان نږدې پنځوسو هېوادونو سره هر اړخیزې اړیکې لري، که طالبان د حکومت برخه کېږي، یا د حکومت جوړولو سینه ډبوي دا چارې به مدیریت کړای شي او مرستې به راجلب کړای شي؟
 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي:
طالبان باید له القایدې سره اړیکې ونه ساتي، دغه راز د سیمې هېوادونو لپاره باید سرخوږی جوړ نه کړي.
 

موږ له طالبانو سره ترهغې وفادار پاتې کېږو؛ ترڅو چې امریکا او د سیمې هېوادونو ته ګواښ نه وي.
 

بلخوا مولوي غني برادر وایي، چې امریکا سره په کړې ژمنه ولاړ یو او تر دې دمه امریکا او د سیمې هېوادونو لپاره هېڅ ګواښ متوجه نه دی. 
که طالبان له حکومت سره ګډ کار پیلوي، هیله ده، چې د افغانستان ټولو متحدینو سره حسنه اړیکې وساتي.
 
پایله:
له سولې وروسته د سولې مدیریت سربیره، د افغانستان د مخکې تګ او د ټولو بنسټونو د غښتلتیا لپاره کار په کار دی.
 

افغان حکومت او طالبان باید خپلو تېرو کړنو باندې تجدید نظر وکړي، ځان دې نړۍ سره برابر کړي او خپلې تېروتنې دې جبران کړي.

د طالبانو سخت دریځۍ ته په کتو افغان ولسونه او ځوانان په تشویش کې دي او زیات هیله من نه دي، چې د سولې وروسته به د دوی ټولې هیلې پوره شي. 
 

اړینه ده، چې افغان حکومت او طالبان باید خپلې ټولې برنامې د سولې په جریان کې او له سولې وروسته باید ولسونو سره شریکې کړي؛ ترڅو د ولسونو ټول تشویشونه رفع او خپل عادي ژوند وکړي.