بې پولې خبريالانو له افغان حکومت غوښتي چې خبريالان دې نه ګواښي 

روهي (پنځه نۍ/۱۹ د چنګاښ)، د بې پولو خبریالانو ادارې د افغانستان  ملي امنیت عمومي ریاست له خوا د محبوب الله حيکمي په نوم د يو افغان خبريال پر نېول کېدو خواشيني ښوودلې ده.

بې پولې خبریالانو په خپلې خبرپاڼه کې وېلي دي، چې د محبوب الله حکیمي  په نوم د بیان راډیو یوتن خبريال په دې تور چې پر فېسبوک يې څرګندون لېکلی او هغې کې يې ولسمشر غني ته د کافر خطاب کړئ، د ملي امنيت له خوا خپل کور کې د چنګاښ په ۱۱ نېټه ونېول شو.

د بیان راډیو د خبر په اساس دا کمنټ هغه وخت خپور شوی دی چې د محبوب الله حکیمي فیسبوک اکوونټ يا حساب هک يا غلا شوی وو.

د بیان راډیو اداره وايې، محبوب الله حکیمي دوه ورځې وروسته له بندي کېدو  په يوه وېډیو کې چې د ملي امنیت عمومي ریاست له خوا خپره شوې وه، په خپل جرم اعتراف او د کمنټ له پاره يې بښنه غوښتې وه. 

خو  وروسته له خوشې کېدو د چنګاښ په ۱۷ محبوب الله حکیمي دا رسنیو ته وېلي دي چې هغه اعتراف د ملي امنیت عمومي ریاست تر فشار لاندې ورکړﺉ دی.

د چنګاښ په ۱۸ کله چې محبوب الله حکیمي غوښتل تیلیفون اوخپل شخصي څيزونه  د ملي امنینت څخه واخلي نو د دوهم ځل له پاره د ملي امنیت له خوا نیول کېږي.

 د يادو ادعاو په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صدیق ويلي، چې محبوب الله حکیمي خبریال نه بلکه د زابل ولایت د حج اوقاف رياست رسمي کارکوونکی دی او هغه سره به قانوني چلند کېږي.

د بې پولې خبریالانو سازمان د رسنيو کړنې په افغانستان کې محدودې بولي او له افغانستان څخه غواړي تر هغوی ته د بیان آزادي د قانون چوکاټ کې ورکړل شي.