ولسمشر دې کريکټ بورډ وژغوري  

د افغانستان کرکټ بورډ له اوږد مهال راهيسې د يو پياوړي او پر کرکټ پوه رئيس د نشتون سره مخ دى. د تېرو څو کلونو په اوږدو کې د کرکټ بورډ د څو رئيسانو د ادلون_بدلون په اساس نه يوازې د افغانستان کرکټ له خراب حالت سره مخ دى ترڅنګ يې ورځ تر بلې د نړيوال حيثيت بايللو سره هم مخامخ دى. دا چې کرکټ يوه تخنيكي لوبه ده، نو د پياوړي او پر کرکټ پوه مدير او رئيس په شتون سره کيدلى شي د افغانستان د کرکټ روان بد وضعيت څه ناڅه کابو او د پرمختګ په لوري روان شي.

د څو کلونو راهيسې د بورډ د رياست څخه نسيم الله دانش، شکرالله عاطف مشعل او عزيز الله فضلي د نامسلکيتوب او د کرکټ د چارو د خرابېدو په سر د بورډ له رياست لرې کړل شوي دي چې نه يوازې دا نامسلکه، کم تجربه او نه پرمختګ د بورډ په ټولو چارو د پام وړ سيورى غورځولى ترڅنګ يې د افغانستان د کرکټ وضعيت هم له خراب حالت سره مخ کړى دى. تازه د افغانستان کرکټ بورډ کې د جنجالونو د رامنځته کېدو خبرونه ورکول شوي دي چې د کرکټ بورډ اوسنى مشر فرهان يوسفزى د بورډ له اجرايوي رئيس لطف الله ستانکزي سره په بورډ کې د ګمارنو او کارونو په سر يو له بله سره په لانجه دي او د کرکټ بورډ ټولې چارې يې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي. داسې ښکاري چې د افغانستان کرکټ بورډ اوسنۍ لانجه هم د کرکټ بورډ پر فعاليتونو او کړنو د پام وړ تاثير لري، ضرور ده چې د افغانستان کرکټ بورډ روان جنجال د تل لپاره ختم کړل شي؛ نو پکار ده چې د افغانستان کرکټ بورډ لپاره افغان ولسمشر هم مسلکه، باتجربه او پر کرکټ پوه رئيس د بورډ ادارې ته راولي ترڅو د افغانستان د کرکټ روان بد وضعيت د ښه والي او د کرکټ د پرمختګ لپاره له منځه يوسي.

معمولاً په افغانستان کې د کرکټ بورډ لپاره د څو کلونو راهيسې د مطرحو سياسي څېرو له خوا د رئيسانو په مقررولو کې مداخله کيږي چې په همدې علت يې ګمارنو نه يوازې د هېواد د کرکټ وضعيت خراب او ترڅنګ يې د راتلونكي لپاره هم د کرکټ وضعيت تر انديښنې لاندې راوست، اوس چې يو وار بيا د کرکټ بورډ لپاره د رئيس او مشر خبره کوو، نو ولسمشر دې له هرې ممکنه لارې په ګټې اخيستلو د يو باتجربه، مسلکي، کرکټ پوه او ژمن مدير او مشر ته د بورډ مسووليت ورکړي او هم دې د کرکټ بورډ اداره له هر ډول سياست او مداخلو ګوښه کړي چې  نه يوازې د افغانستان کرکټ روان بد حالت د سمې په لوري روان کړي ترڅنګ يې د نړۍ په کچه د افغانستان د کرکټ حيثيت وساتي.