د مخابراتو وزارت دې ترسره کړې ژمنې عملي کړي

له هغې ترسره کړې ژمنې وخت تيريږي چې مخابراتو وزارت د مخابراتي شرکتونو سره يوځاى د کرونا ناروغي له کبله د خلکو مختلفو او ډيرو ضرورتونو ته په کتو په افغانستان کې د څه اندازې انټرنيټ بيو او مصارفو د کم والي او عملي کيدو ژمنه وکړه خو؛ لاهم نه ښکاري چې دا ژمنه دې عملي شوې وي، ثبوت يې دادى چې ګڼ شمير مخابراتي شرکتونه لاهم په پخواني سيستم سره د انټرنيټ خدمتونه وړاندې کوي.

 په هغه غونډه کې مخابراتو وزارت د انټرنيټ په بيو کې د پام وړ کموالي خبره وکړه ترڅو د انټرنيټ د مصرف د کموالي په اساس خلک خپل کارونه او خدمتونه له کور څخه ترسره کړي چې نه يوازې ورسره د خلکو لاسرسى زيات او هم د کرونا ناروغي د کنترول په برخه کې به موثر تمام شي، خو اوس چې نه يوازې دا وعده عملي شوې نه ده، ورسره خلک يوځاى د انټرنيټ له ټيټ کيفيت څخه هم سر ټکوي.

 د ژوند ډيرى کاروباري چارې چې د کرونا ناروغي د کنترول په موخه دريدلې دي، د انټرنيټ په مرسته يې مسوولې ادارې د وړاندې کولو لپاره کوښښونه کوي، خو د افغانستان په يو شمير لرې ولسواليو او سيمو کې د تليفون عادي انتنونه هم کار نه کوي چې د انټرنيټ په مرسته د خدمتونو او چارو رسول خو ډير لرې او ناممکن ښکاري. اوس چې مخابراتو وزارت ددې ستونزو او مشکلاتو د حل ترڅنګ د انټرنيټ د بيو د پام وړ کموالي خبره او وعده کړې؛ مکلف دى چې پر مخابراتي شرکتونو د فشار او مقرراتو په اساس زور راوړي چې نه يوازې د انټرنيټ بيې راټيټې او هم ورسره د انټرنيټ کيفيت ښه کړي او خلک په دغه قرنطيني حالت کې د خپل ژوند د لومړنيو اسانتياوو او چارو د ترسره کولو په برخه کې له کومو مشکلاتو سره مخامخ نه شي.

له دې ځايه ښکاري چې مخابراتو وزارت پخپله کړې وعده وفا نه ده کړې خو؛ معلومه به شي چې له دغې شيبې وروسته مخابراتو وزارت ددې وعدې په پوره کولو کې له څومره صداقت څخه کار اخلي.