روغتيايي ادارې او بنسټونه د پوهنتونونو له بيا پيل او فعاليت مخکې بايد څه وکړي؟

د افغانستان او ټولې نړۍ په شمول د کرونا وژونکې ناروغۍ د خپرېدو د مخنيوي په موخه ددې ناروغي د پيل او ښکاره کېدو وروسته د ژوند د نورو برخو ترڅنګ ښوونيز مرکزونه او پوهنتونونه هم وتړل شول. 
 
تازه زياتره هيوادونو د کرونا ناروغۍ د خپرېدو د کموالي له امله بېرته د پوهنتونونو فعاليت ته اجازه ورکړې ده، چې د ځانګړو روغتيايي تدابيرو په نيولو سره زده کوونکو او محصلينو ته د زده کړې بهير پرمخ يوسي.

 په افغانستان کې هم د لوړو زده کړو وزارت د شاوخوا درې مياشتني ځنډول شوې رخصتي چې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو د مخنيوي په موخه تمديد شوې وه په جريان کې يې وزارت محصلينو ته د پوهنتونونو د استادانو په مرسته د انلاېن زده کړو سيستمونه منځ ته راوړل چې نه يوازې موثر تمام نه شول بلکې د ډيرى محصلينو له خوا د نيوکو سره هم مخ شو چې لامل يې د افغانستان کمزورى انټرنيټي او خدماتي سيستم دى چې لا هم په خورا ټيټ او بې کيفيته حالت کې قرار لري.

تازه د افغانستان لوړو زده کړو وزارت ولسمشر ته هغه طرحه سپارلې، چې د ولسمشر د منظوري وروسته به د روانې سرطان مياشتې له يوويشتمې نيټې څخه د ځانګړيو روغتيايي تدابيرو سره د پوهنتونونو بيا فعاليت او پيل ته اجازه ورکړي چې ورسره به د کرونا ناروغۍ د خپرېدو د مخنيوي په موخه اوږده رخصتي هم پاى ته ورسيږي؛ دا چې لا هم په افغانستان او نړۍ کې کرونا ناروغي د انسانانو ژوند ګواښي، ورسره يوځاى د روغتيايي تدابيرو او پلانونو عملي کول هم خورا اړين او ضروري دي.

دلته په يو شمېر هغه لارو چارو بحث کوو چې د حکومت روغتيايي ادارو او نړيوالو روغتيايي بنسټونو په مرسته يې بايد د لوړو زده کړو وزارت په پوهنتونونو کې د ښوونکو او محصلينو لپاره پر کرونا ناروغي د اخته کېدو د مخنيوي په موخه عملي او تطبيق کړي.

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د روغتيا وزارت او  روغتيايي بنسټونو سره په ګډه د هيواد په سطحه د ټولو پوهنتونونو لپاره د کرونا ناروغۍ د مخنيوي او درملنې لپاره د اړوند کاري او مديريتي ادارې رامنځته کول، دې ادارې ته دنده سپارل چې د هيواد په ټولو پوهنتونونو کې د ولايتي مسوولينو سره په ګډه د استادانو او محصلينو لپاره د کرونا ناروغۍ د خپريدو د مخنيوي په موخه د ټولو روغتيايي تدابيرو وسايل او اسانتياوې برابرې کړي؛ د دې ادارې له لوري محصلينو ته د ساتندوى لباس، ماسک، دستکش، صابون او نورو روغتيايي لومړنيو شيانو پر وخت برابرول او رسونه او د روغتيايي تدابيرو او وسايلو د برابرولو وروسته استادانو او محصلينو ته د ټولو روغتيايي تدابيرو د مراعت کولو جدي اخطار ورکول او ترڅنګ يې وخت ناوخت د کرونا ناروغۍ د مخنيوي په موخه د محصلينو لومړنيو او ضروري طبي درملو او اسانتياوو رامنځته کول چې نه يوازې محصلين د کرونا ناروغۍ څخه وساتل شي ترڅنګ يې يو او بل ته هم ناروغي خپره نه کړي.

د اړونده ادارې د پريكړې په اساس په پوهنتونو کې د محصلينو ترمنځ د ټولنيز واټن مراعت او د تدريسي جريان پر مهال د صنفونو او ټولګيو د کړکيو او دروازو خلاصون.

هغه استادان او محصلين چې د کرونا شکمن علايم او نښې ولري د ځانګړيو روغتيايي تدابيرو او پاملرنو لاندې نيول.

ياده اړونده اداره د يادو شوو او ډېرو نورو روغتيايي کارونو او پريكړو د ترسره کولو او عملي کولو په مرسته کولى شي د پوهنتونونو د بيا پيل او فعاليت سره سره د کرونا ناروغۍ د خپرېدو په مخنيوي کې بشپړ او موثر رول ادا کړي چې ورسره به محصلين له اوږده ځنډ وروسته په حضوري توګه خپل درسونه پرمخ بوځي او هم به د کرونا ناروغۍ له خطر ژغورل شوي وي.

د يادونې وړ ده چې لا هم د نړۍ په زياترو هيوادونو کې د روغتيا اړوند ځانګړې ډلې او ډاکټران د کرونا يا کوويډ نولس ناروغۍ څخه د ساتنې د واکسين د رامنځته کولو په موخه بوخت دي چې لا هم د يو معتبر او باکيفيته واکسين په جوړولو نه دي بريالي شوي؛ او ويل کيږي چې ددې ډول واکسين جوړول به لا هم يو څو نورو مياشتو ته اړتيا ولري چې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو په مخنيوي کې اغيزمن ثابت شي.

روغتياپالان او طبي ډلې د کرونا ناروغۍ څخه د ځان ساتنې په موخه د روغتيايي تدابيرو لکه د دستکشو، ماسک، ساتندوى لباس او صابون استعمال او کارونې سپارښتنې کوي چې دا چاره د نړۍ په زياتره هيوادونو کې جبري او قانوني شوې هم ده.

اوس چې په افغانستان کې د پوهنتونونو د بيا پيل او فعاليت موضوع را پورته شوې ده، نو پکار داده چې محصلين د دغو ټولو روغتيايي تدابيرو په عملي کولو کې له اړونده ادارو او روغتيايي بنسټونو سره پوره پوره مرسته او همکاري وکړي چې نه يوازې د درسونو او تدريس بهير پرمخ لاړ شي، ورسره د کرونا يا کوويډ نولس ناروغۍ څخه هم په امان کې پاتې شي.