پاکستاني چارواکي: د طالبانو دبمي بريدونو اصلي طراح وژل شوی

 د پاکستان د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين يوه مطبوعاتي کنفرانس ته ويلي چې د امريکې د بې پيلوټۀ الوتکو په بريد کې د طالبانو د بمي بريدونو اصلي طراح قاري حسين محسود وژل شوی. ده په دغو بريدونو کې د عظمت الله په نامه د طالبانو د يوه بل مشر د وژنې خبره تائيد کړه. قاري حسين په جنوبي وزيرستان کې د ځانمرګو بريدونو روزنيز مرکز جوړ کړی و او په پاکستان کې يې حو بريدونه ترسره کړي وو