یو شمېر ځوانان په زندانونو کې کتابتونونه جوړوي! 

د ختيځ زون یو شمېر فعالو ځوانانو هڅې پیل کړي ترڅو په زندانونو کې کتابتونونه جوړ کړي، دا لړۍ، پخوا پیل شوې وه، خو د کرونا له امله په ټپه ولاړه وه، ژر به بیا پیل شي.
دوی له ننګرهاره پیل کړی، دوهم کتابتون یې په لغمان مرکزي زندان کې، د لغمان فعالو ځوانانو په هڅو جوړ کړ.

دا هڅې کال وړاندې پیل شوي، چې په ننګرهار زندان کې د پاچا خان او د لغمان زندان کې یې د استاد الفت په نوم کتابتونونه جوړ کړل.

د لغمان ولایتي ادارې، د محبس د مدیر نور محمدخان نیازي، د لغمان فرهنګیانو او ځوانانو په ډېرې لېوالتیا سره وشو کولای، چې په کم وخت کې په معیاري بڼه لغمان محبس کې یو مجهز کتابتون جوړ کړي.

ددې کتابتون د معمارۍ لګښت د لغمان زندان مشر ښاغلي نیازي په غاړه واخیست او د کتابونو په راټولو کې د لغمان، ننګرهار فرهنګیانو او ځوانانو ونډه واخیسته.

ددې کتابتون د کتابونو زیاته برخه ولایتي ادارې، د ننګرهار، لغمان او کابل فعالو ځوانانو غني کړه، چې اوس مهال په یاد کتابتون کې ۳۵۰۰ بېلابېل ډوله کتابونه شتون لري، چې د زندانیانو لپاره یې د مطالعې بهترین فرصت برابر کړی دی.

وخت وړاندې د الفت کتابتون د پرانیستې مراسمو کې ټولنیز فعال او فرهنګپال شېرین توکلي، د ختیځ ادبي بهیر مشر ضیاالدین همت مل، ځوان ټولنیز فعال شېرزاد او رییس خان غرني خبرې وکړې نوموړو وویل چې محبس د اصلاح مرکز دی دلته د کتابونو ضروریت ډير و، همدا لامل شو چې د ختيځ زون، په ځانګړي ډول د لغمان یو شمیر ځوانانو هڅه پیل کړه دا دی نن زموږ ننګرهار او لغمان مرکزي محابس د کتابتونونو خاوند شول.
 
یادو ویناوالو وویل چې کتاب لوستل فکر او ذهن ته مثبت بدلون ورکوي، که چیرته موږ مطالعه خپل دود وګرځو نو زموږ ذهنونه به د وطن د ابادۍ او بیا رغونې په برخه کې اماده شي.

په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني رئیس فیضان الله پټان هم خبرې وکړې نوموړي وویل چې لغمان محبس د اصلاح او ښې تربیې ځای دی،  زندانیان دې له دې کتابتون څخه پوره پوره ګټه واخلي او په خپل ژوند کې دې مثبت بدلون راولي.

نوموړي وویل چې د الفت صیب په نوم د کتابخانې جوړول له ځان سره یو لوی او غټ پیغام لري، الفت صیب د هیواد هغه پیاوړی شخصیت و، چې نوموړي به ویلی  تاسو زما کتابونه مطالعه کړئ او په خپل ژوند کې مثبت بدلون راولي.

د لغمان ولایت مرستیال الحاج شهزاده مظلومیار بیا په خپلو خبرو کې د زندان له مسولینو او ځوانانو څخه مننه وکړه چې زندنیانو ته یی دغه زمینه برابره کړه.

مرستیال والي وویل ولایت مقام پدې برخه کې له دوي سره همکار دی څو وکولای شي چې پدې زندان کې د زندانیا لپاره لدې د ښه ژوند زمینه برابره کړي.

د یادونې ده چې په یاد کتابتون  کې ډول ډول کتابونه شتون لري چې د لغمان د فرهنګي ځوانانو لخوا راټول او نوموړې کتابتون ته سپارل شوي، چې د پټۍ په پریکولو سره یی دروازه د ټولو زندانیانو پر مخ خلاصه شوه.

اوس تازه دا ځوانان بیا پلان لري، چې کونړ، نورستان، لوګر، خوست او پکتیا ولایتونو کې هم ورته کتابتونونه جوړ کړي، چې عملي چارې به یې ژر پیل شي.

پایله!
دا ډول هڅې د مثبتې مبارزې، متداومې بیدارۍ، تلپاتې روشنفکرۍ او عامه ذهنیت جوړونې لپاره مثبته پایله لرلای شي.

که په زندانونو کې د کتابتونونو جوړول ادامه پیدا کړي، زیات باور شته، چې زندانیان به پوهې حاصلولو ته ملا وتړي او ورځني تشدد ته به د پای ټکی کېدي.