امريکايي بې پيلوټه الوتکو په شمالي وزيرستان کې 19 تنه ووژل

پرون امريکايي بې پيلوټۀ الوتکو دشمالي وزيرستان په بېلا بېلو برخوڅلور بريدونه وکړ ل چې له امله يې شاوخوا 19 تنه ووژل شول. ډرون الوتکو پرون سهار د سپين وام په سيمه کې پر شکمنو موټرو د توغنديو بريد وکړ چې له امله يې 15 تنه ووژل شول. همداراز پرون ماښام ډرون الوتکو پر يوه موټر په يوه بل بريد کې 4 تنه ووژل. د نوي عيسوي کال په لومړ ۍ ورځ د بې پيلوټۀ الوتکو بريدونو په دې توګه 19 تنه ووژل.