دنوي کال په لومړۍ ورځ په افغانستان کې د ناټو دوه سرتېري ووژل شول

د ايساف مطبوعاتي دفتر پرون خبر ورکړ چې د دوی يو سرتېری د افغانستان په سويل کې د يوه بم په چاودنه کې ووژل شو. د پېښې د ځای او د سرتېري د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي. وروسته ايساف يوه بله خر پاڼه خپره کړه او په هغه کې يې د يوه بل سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړ. دويم سرتېری هم د افغانستان په سويل کې وژل شوی. په نوي کال کې دا د افغانستان د جګړ ې لومړ ني قربانيان دي. تېر کال په افغانستان کې 711 تنه وژل شوي چې د بهرنيو ځواکونو لپاره په افغانستان کې تر ټولو خونړ ی کال بلل کيږ ي.