ببرک دنسوارو کوتی راوا خېست ويې ښوراوو په هنداره کې يې خپل مخ ته وکتل په تارتار ګېره يې ګوتې تېرې کړې، زيړ ښاغونه يې د څادر په پيڅه پاک کړل نسواريې واچول , بالښت ته يې ډډه ووهله له ځان سره يې وويل زيړو دې خدای وبښي بس نو ژوند کې دا راځي بيچاره ميراث شو.
په حويلۍ کې دغوا رمباړې ډېرې شوې مکۍ وا مکۍ
دمکۍ چارو په لاس کې وو ورته راغله څه وايي؟
لاړ شه!
دغوا واښه خلاص دي وږيې ده دکاريز د سر شفتله رسيدلې ده ورته يې راوړه، له بلې کوټې دوړې ماشومې ژړا شوه مکۍ اف کړل دا اوس مې ويده کړې ميرات مړې شې.
ببرک لور واخېست له کوره ووت سيده د وريندارې کره ورغی , دروازه یې ټک ټک کړه رنګينې وا رنګينې دروازه خلاصه کړه!
زه يم کاکا دې، رنګينې دروازه خلاصه کړه کاکا ته يې لاس ورکړ ستړي مشي يې سره وکړل کوټې ته ولاړل، بيسترې ته يې ډډه ووهله د رنګينې په مخ کې لا دپلار دغم څپې ښکاريدې د کيڼ لاس په ګوتو يې د توشکې پيڅه مروړله د پلار په نه شتون کې يې له غټو تورو سترګو بې واکه اوښکې ماتې شوې په سلګو شوه، ببر ک په ځای کې سم شو اوږې يې سره واچولې ګوره! رنګينې لورې زه خو شته يم هر څه به سم شي، په داليز کې دپيالو کړپار شو ور خلاص شو د زرينې تر مخ پيشو را ننوتله زرينې پيالې او چایبر کېښود، لاس يې په پلو کې تاو کړ له ببرک سره يې ستړي مشي وکړل.
رنګينې پر پيالو چای تېر کړ پياله يې ډکه کړه له ميوه دانۍ سره يې يو ځای دکاکا مخ ته کېښوده، ببرک چاکليټ سپين کړ خولې ته يې کړ دچايو له غړپ ورورسته يې وويل، زرينې وريندارې!
زيړو دې خدای وبښي دخدای رضا ده د ټولو همدا لار ده خدای مربانه (مهربانه) ده.
ببرک دچای څښلو وروسته څادر په اوږه کړ لور يې ورسره واخېست پټيو ته روان شو , دکاريز سر په پټي کې يې شفتله ريبله چې دکلي ملک راغی سپين کالي او اتوکړی څادر يې په اوږه وو ببرک ته يې سلام وکړ، ببرک لور کېښود دلمنې غوټه يې خلاصه کړه ورغی ملک ته يې داوړه لاسونه ونيول ستړي مشي يې ورسره وکړل.
دپولې په سر يې څادر ورته اوار کړ ملک صيب دلته کېينه
ملک په راوتلې خيټه لاس تېر کړ
سمه ده سمه ده سره کېناستل ملک غاړه تازه کړه پوهيږم چې د ورور غم دروند وي خو بايد له دريو ورځو وروسته نور سړی غم ونه کړي , ته اوس بايد يو کار وکړې، ببرک نری خلی پرځمکه واهه سريې راپورته کړ ملک صیب څه کار؟
ملک ځان سره راټلول کړ ته خپله ښه پوهیږې ، وخت خراب دی هسې نه چې سبا په موږ او تاسو کې څوک بدې خبرې وکړي ورینداره او پیغله وریره دې په یوازې کور کې دي، ببرک غټ سر وښوراوو هو ولا وریره خومې لاوړه ده د لسو دولسو کلو ده.
ملک زر ورغبرګه کړه نجلۍ ذات دی تېره ورځ مې دغه بره لاره کې ولیده دشفتلې پنډ یې په سروو له چا مې پوښتنه وکړه ویل يې د خدای بښلي زیړو لور ده
ملک بیاغاړه تازه کړه ګوره! وریندار به دې په تامبارک کړو او لوریې ماته راکړه
د ببرک کونځي مخ تک سور شو ملک صیب تاته؟
ملک هاها وکړل نوترما به ښه سړی چیرته پیداکړې دوه لرم دابه دریمه شي له هرڅه نه یې خلاص یې دکلي ملک به دې زوم شي ته لانه یې خوشحاله
ببرک ویل ملک صیب هغه تراوسه خامه نجلۍ ده بیا تاسوله عمرسره......
ملک په شمله لاس تېر کړ دنجلۍ عمر دی په دوه ورځو کې رسیږي ستا به هم ژوند جوړشي ټول میراث او ځمکې یې ستاپه نوم کوم مزې به وکړې مزې ، ملک زیاته کړه ماته خویې ټول راکوي خو بس زړه دی.
ببرک یې په شا وټپاوه څنګه ببرو چې زما دوست شې څوک به درته پورته هم نه ګوري
ببرک په وړینجه خوله ورته وویل څه ووایم ملک صیب
ملک چې هدف ته رسیدلی وو دسګریټو کوتی یې راویست لیټر یې ولګاوه له کش سره یې شنه دوخړه له غټو سږمو او خولې څخه راویستله ، ببرو همدا اوس لاس په کار شه!
ببرک سر وښوراوه په زړه کې تر یوه حده خوښ وو چې ملک یې دوست شي خو د وریندارې راضي کول لږ ورته ګران غوندي وو، خو ببرک په څه خواریواو جنجالونو باندې همداسې وکړل خپله ورینداریې ځانته په نکاح کړه او وړه رنګینه یې ملک ته ورکړه رنګینه د ملک په ګڼ کورکې ډېره ازورده وه خو چاره نه وه.
څه وخت وروسته ملک فکر وکړ چې د رنګینې برخه میراث هم خپل کړي چې دملک له هدفونوڅخه داهم وو ، له ببرک څخه یې د رنګینې برخه نمایي ځمکې خپلې کړې.
د رنګینې ژوند ورځ په ورځ له کړانه ډکي ده په همدې کم عمر کې امیداوره هم شوه
خود زیږون په وخت کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
پای
وروستي