په ادبیاتو کې طنز هغه برخه ګڼل کېږي چې دیوې ټولنې ناخوالې او ناوړه ، اعمالو او افکارو باندې یوڅه جوړیږي ، خوپه پښتو ادبیاتو کې په اوسنیو لیکوالانو کې داسې څوک ډېر کم دي چې دې برخه کې څه ولیکي، که موږ د اوسنیو رسنیو دا ګرم بازار وګورو ، د طنز په برخه کې یې داسې څه نشته که وي هم ډېر کم رنګه دي.
طنز د بېلابېلو لیکوالانولخوا تعریف شوی ، ځینې وایي طنز په ټولنېزو ناخوالو او بې لاریو ، ناوړه چارچلن او سلوک باندې د ټوکو په جامه کې یوڅه لیکلو ملنډو وهلو ته طنز ویل کېږی ، نو که داسې وي زموږ اوسنۍ ټولنه تر بل هروخت په ناخوالو، فساد او روانه جګړه کې ډېره اغزمنه ده ، نو باید لیکوالان په دې برخه کې یو څه ولیکي ، خو دلته هرڅه برعکس روان دي.
تعریف: طنز د عربي ژبې کلمه ده چې لغوي مانا یې فرهنګونه ناز اوکرشمه ، پیغور ، مسخره کول اوسرزنش ښودلې ده ، اوپه ادبي اصطلاح د هنري ادب له ژانرونو څخه یو ژانر دی او دلیکنې ځانکړنې لاره ده ، چې اصلي مقصد او هدف پکې د ګوتنونه یا انتقاد وي ، همدارنګه په طنزکې دوینا لحن او اندازه ډېره په زړه پورې وي ، یعنې دټوکو په شکل وي او زیاتره وخت پکې مسایل سرچپه معکوس کېږي ، ډېری لوستونکي په لومړي سرکې داسې فکر کوي چې طنز یوازې د مسخرو لپاره دی ، خو لیکوال په داسې مهارت خلک او یا لوستونکي هغې برخې ته متوجې کوي چې هغه نادودې په یو شکل دوی ته وړاندې کوي ، داسې فکر کېږي چې لیکوال دا هرڅه په سترګو لیدلي دي ، او ټولنې ته پکې یوپیغام لیږدوي .
دطنز اوکومیډي ترمنځ توپیر:
په کومیډي کې یوازې او یوازې خندا او مسخرې وي یعنې د خلکو د خوشحاله کولو لپاره ، داسې څه وړاندې کېږي چې په ټولنه کې دخندا وړ وي ، خوپه طنز کې د کرکې اوغوسې نه ډکه خندا ده ، مثال لکه یوڅوک چې چاته په قهر شي او په همدې حالت کې ورته یوه ترخه مسکا وکړي ، نو طنز دټولنې نادودې چې موږيې دسرپه سترګو وینوهغه لوستونکیو ته پر همدې بڼه وړاندې کوي ، ادب پوهان هم داسې وایي چې طنز په حقیقت کې هغه ترخه خندا ده چې د ټولنې د خلکو په ناوړه اعمالو ، عاداتو ، اخلاقو او فکارو باندې کېږي ، ځینې بیا داسې هم وايي چې په ټولنېزو نادودو ، بې لاریو ناوړه چلن باندې دمسخرې په شکل لیکولو ته طنز ویل کېږي.
عبدالنافع همت په یوه لیکنه کې وايي طنز تر ټولو پخوانۍ او دژویو کیسې بلل شوې دي، چې تر میلاد شپږپیړۍ مخکې په یونان کې ایزوپ لیکلي دي ، خو په پښتو ادب کې د منځنۍ دورې له روښانیانو وروسته خوشحال خان ادبي عصر پیل کېږي ، اوپه همدې وخت کې په پښتو ادبیاتو کې طنز هم وده کوي ، که چیرته فکر وکړو خوشحال بابا په اثاروکې همدا برخه ډېره درنده ده ، دطنز مهم اورغنده توکي، انتقاد، تفکر ، او همدارنګه ظرافت دی چې دخوشحال بابا په اثارو کې ډېر ترسترګو کېږي ، نو ویلای شو چې د طنز بنسټ د خوشحال بابا په وخت کې اېښودل شوی دی ، په پخوانیو وختونو کې طنز د نظم په شکل لیکل شوی دی ، اوځینوبیا له نورو ژبو څخه زموږ درنو لیکوالانو راژباړلي دي ، د روم اویونان په شاعرانو کې هم طنز د نظم په بڼه لیدل کېږي په زیاترو اثارو کې طنز دشعر په شکل لیکل شوی دی ، چې له هغې جملې څخه ، هیپو ناکس، ارستو فان ، لوسیلیوس ، هوراس او داسې نور ...
خو دوخت په تېریدو سره طنز د نظم له شکل نه دنثر بڼه خپله کړه ،چې نن دنړۍ پر ادبیاتو کې ډېرترسترګو کېږي ، دطنز مشهورلیکوالان لکه رابله ، ولتر، جوناتان او داسې نور هم په دې عقیده دي چې طنزکې د یوچا عیبونه او نادودې ، په داسې شکل وړاندې شي چې د یوشخص احاساساتوته کومه پارونه ونشي ، په داسې شکل وړاندې شي چې خپله هغه شخص هم وخاندي ، او خپلونیمګړتیاو ته له بلې زاویې و هڅول شي ، یو بل ښه والی د طنز دا دی چې طنز روش غیري مستقیم دی په کومه ډله یا شخص مستقیم تر حملې لاندې نه راځي ، بلکې د خندا او یامسکا په شکل هغه مخاطیبین پوهوي ، او په طنز کې هدف یا فلسفه نغښتې وي او په کومیډي کې خندا او وخت تېرول وي ، که چیرته موږ فکر وکړو هره ټولنه ځانکړي رواجونه رسومات لري مثال په عربي ټولنه کې بخل ډېره بده پدیده ده اما اسپانیه کې بیا بخل د میړاني او شجاعت په مانا دی ، خلاصه دا چې طنز په هره ټولنه کې جلا سبک لري او خپلو وګړو ته ځانته یوپیغام لري چې د طنز په واسطه کولای شي تر خلکو پورې ورسوي
وروستي