وار له مخه باید افسانې او دهغه ارزښت وپېژنو، چې ولې یې لولو د څه لپاره؟
افسانې د تېرو وختونو تمدنونو ، رواجونو ، فرهنګونو کیسوته ویل کېږي چې زیاتره پېښې یې خیالي شکل ته ورته دي، او ارزښت یې د واقعیتونو په انداز اخلاقي او ښوونیزه پوهه وړاندې کوي ، که چیرته دتاریخ پلټنه وشي نو داموږ ته چوته کوي چې له ډېرو پخوا نیو زمانو څخه د افغانستان خاوره دکیسو، افسانو، او حماسو یوه ستره برخه وه، د حماسو او افسانو اتلانو له همدې خاورې څخه راټوکیدلي دي، داخاوره د مختلفو مدنیتونو دوره وه خو دناوړه زمانې پېښو ترموږ نه ده را رسولې، دا ټولو ته په ډاګه ده چې افغانیستان د اریایي توکمنو لومړنۍ زانګو ده او اریایي تمدونونه همدلته زېږیدلي دي، پوهندوی جانس زړڼ په یوه لیکنه کې وایي.
د افغانستان خاوره نه یوازې د لرغونې اریايي تمدن غېږه ده بلکې د لرغونې اریايي فکلور زانګو هم ده ، څيړنوکي اټکل کوي چې اریایي حماسې او مذهبي افسانې چې زموږ تر وخته رارسیدلې ده ، له دو سلسلو پاتې شوې دي:
الف: له دیشینو یا باختریانوڅخه چې هغه په زیاته اندازه د اوستا مقدسو متنونو ته ننوتي او ساتل شوي دي.
ب : کوچیو سهاکو څخه چې اوستاته یې دومره لاره نه ده پیداکړې او دومره مذهبي روحیه نه لري او (توراني) یا اریایي په نامه یادیږي.
چې خبره په بله ولاړه نه شي دلته د افسانو ارزښت راسپړو ، شاید له ځینو سره به داپوښتنه پیداکېږي چې بیانو تاریخ او افسانو ترمنځ توپیر په څه کې دی، تاریخ د تېرو وختونو د حقایقو او شواهدو یوه برخه ده، ځینې همدغه افسانې تاریخ ګڼې خو داسې نه ده تاریخ پوهان هم وایي چې د نړۍ په ځینو هېوادونو کې افسانې تاریخ بولي خو د دوی ورباندې شک دی ، په افسانو کې ډېر خیالي عناصر ترسترګو کېږي خو پیاوړې بڼه لري مثال لکه ګیلګامش د عربانو ، مها بهارت کردارونه د هندوانو اوداسې نور...
دنورې نړۍ په ادبیاتو کې افسانې یو ځانګړی ځای لري ډرامې ، فلمونه پرې جوړ شوي دي یانې خورا ارزښت لري، خوزموپر ادبیاتو کې افسانې نشته کشته هم ډېرې کمرنګه دي، همدارنګه موږ زیاتره دژباړو شاهدان یو چې د اردو ژبې پیاوړی لیکوال نسیم حجازي اثار دي، ډیری یې اسلامي تاریخي ناولونه لیکلي دي.
چې پښتو ژبې ته د هېواد پیاوړی ژباړن او لیکوال محمد زبیر شفقي صیب ژباړلي دي ځوانان یې اسلامي روحیې ته هڅولي دي چې ښه مثال یې قیصر او کسرا همداسې نور...
داچې اوسنۍ عصر د پرمختګ او ټکنالوژی دی یوله بل سره اړیکي په ښه صورت ترسره کېږي، نو په کار ده چې خپل فوکلور، تاریخ او افسانې له یونسل څخه بل نسل ته په ښه توګه ولیږد وو خوندي یې کړو له پردیو فرهنګونو څخه یې وژغورو، دا به مو له یوې خوا نوي نسل ته خپل تاریخ روښانه کړی وي او له بلې خوابه مو دپښتو ادبیاتو تله درنه ساتلې وي.
د افسانو د ارزښت او ځانګړتیا په اړه ګل رحمن (رحماني) پر خپل یو اثر (له کړکۍ هاخوا) کې وایي افسانې دلیکنې سبک او یاهم د اتلانو د ټیپ له اړخه د بېلابېلو ژبو په ادبیاتو کې مختلف ډولونه لري ، چې کیدی شي ولسي، ملي، ادبی حماسي، عشقي اخلاقي او مذهبي نومونه ورکړو ، همدارنګه د نوم له اړخه هم دماشومانو، پیریانو، پلوانانو او ځینو څارویو په نامه نومول شوي دي، پښتو ژبه چې د نړۍ له لرغونو ژبو څخه ده اود پیاوړي فولکوریوه زیاته برخه همدغه افسانې جوړوي، چې ترټولو مهم پکې اخلاقي درسونه دي د افسانې په تمثلي بیان کې ټول کرکټرونه خبرې کوي، غرونه، ونې، بوټې خلاصه له هرڅه څخه چې افسانه کې یې نوم را ځي نو خبرې هم کوي کله یې دانسانانو او کله هم نورشیان اصلي کرکټرونه وي، البته دافسانې ځانګړتيا ته په پام سره کله حقیقي کله هم خیالي او مجازي بڼه لري (مخ ۲۶).
د افسانو دارزښت یوازنۍ پیغام او هدف د ټولنې وګړو ته دتېروخت ټولنېز رفتار ، دژوند مختلف دودونه او اخلاقي کړنې په شفاهي او لیکې بڼه وړاندې کوي، په عامه توګه نقلونو په شکل چې زیاتره برخه یې په شفاهي توګه له یوڅخه بل ته لېږدول کېږي ، البته دنقل او افسانو ترمنځ توپیر شته افسانې یوځانکړی داستاني چوکاټ لري لنډه داچې په پښتو ادب کې افسانې ډېرې کمې دي چې یوازنی سبب یې د تېر تاریخ ناپامي ده یانې ډیری افسانې موږته د تاریخ په ډول بیان شوې دي، له ټولو لیکوالانو ادبپالو څخه مو هیله دچې په دې برخه کې ځانکړی کار وکړي، ځینې داسې فکر کوي چې ادبیات یوازي شعر او غزلې دي خوداسې نه ده، ادبیات په ځانګړي توګه پښتو ادبیات پراخه لمن لري چې باید ورته په ورین تندي کار وشي.
وروستي