دغه څلور طريقې زده کړئ او په انګلېسي ژبه داسې خبرې وکړئ لکه د هغوی چې مورنۍ ژبه يې ده 

د انګلېسي ژبې ډېری ښوونکي او زده کوونکي چې  ګرامر، تلفظ، او وييپانګه يا وېکبلاري يې غښتلې وي، خو چې هر کله په انګلېسي ژبه خبرې کوي، نو اغيزناکې نه وي او د هغه خلکو په ډول چې انګلېسي يې مورنۍ ژبه ده خبرې نه شي کولی. 

د انګلېسي ژبې د نورو برخو ترڅنګ يوه مهمه او اغېزناکه برخه intonation يا د غږ پورته والی او ښکته والی دی چې په دري ژبه  کې ورته تلحين وايي. انګلېسي ژبه کې intonation ته د انګلېسي ژبې موزيک ويل  کيږي چې خبرو ته ښکلا او اغېز ورکوي. 

۱- yes/no پوښتنې: 
هر کله چې انګلېسي ژبه کې لنډې پوښتنې کوئ نو د جملې وروستۍ کلمې د ويلو پر مهال د کلمې په اخير کې غږ پوته کيږي. 

بېلګه: Is it a banaNA? د جملې وروستۍ کلمه banana ده او په وروستي syllable يا څپه يې غږ پورته کيږي. 

که چېرې yes/no پوښتنو ته ځواب ورکوئ بيا هم د کلمې وروستۍ څپه په پورته غږ ووايئ. 

بېلګه: It is a banaNA. 

۲- مالوتي پوښتنې: 
انګلېسي ژبه کې مالوماتي پوښتنې هغه دي چې په why, what, where, when, who, how او whom کلمو سره پيليږي او ځواب يې مالوتي وي. نو په دغه صورت کې د جملې د وروستۍ کلمې وروستۍ څپه يا syllable  ښکته غږ ويل کيږي. 
بېلګه: Where is the baNAna? 

۳- مثبتې جملې: 
مثبتو جملو کې هم د جملې د وروستۍ کلمې وروستۍ څپه يا syllable د مالوماتي پوښتنو په ډول غږ ښکته ويل کيږي. 

بېلګه: I like baNAna. دلته د بانانا کلمه په لاندې فشار سره ويل کيږي. 

۴- نوملړ: 
که چېرې د يو نوملړ دننه کلمې ولرئ نو بيا هم د نوملړ د وروستۍ کلمې وروستۍ څپه په لاندې غږ سره ووائ. 

بېلګه: I like, apPLE, orANGE, manGO and baNAna.  دغه بېلګه کې د apple, orange او mango کلمو وروستۍ حپه په پورته غږ ويل کيږي خو بيا د نوملړ د وروستۍ کلمې وروستۍ څپه لاندې ويل کيږي.